Jump to content

ډواین جانسون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ډواین ډوګلاس جانسون (د ۱۹۷۲ کال د مۍ په ۲ زېږیدلی)، چې په رینګ کې د The Rock په نوم مشهور دی، یو امریکايي اکټر، سوداګر او مسلکي غېږه نیوونکی دی. نوموړی اوس مهال له WWE سره د سمکډاون سوداګریز نوم په تر سره کولو سره د The Bloodline د یوه غړي په توګه قرارداد لاسلیک کړی دی. هغه چې اوسمهال د نړۍ یو له تر ټولو ستر مسلکي غېزه نیوونکی ګڼل کېږي، د غېږنیوونې د نړیوال فدراسیون (WWF، چې اوس د WWE په نوم یادیږي) د ۱۹۹۰ لسیزې په وروستۍ او د ۲۰۰۰ لسیزې په لومړیو کې یې د همدې صنعت په وده او پراختیا کې د پام وړ رول لوبولی دی. جانسون د WWF لپاره د اتو کالو لپاره غېږنیوونه وکړه چې بیا وروسته یې فلمي اداکاري هم پیل کړه. د هغه فلمونو په شمالي امریکا کې ۳.۵ میلیارد ډالره او په نوره ټوله نړۍ کې ۱۰.۵ میلیارد ډالره ګټلي دي، چې په دې سره یې هغه د نړۍ په یو له تر ټولو زیات عاید لرونکي اکټر باندې بدل کړی دی. هغه د یونایټیډ فوټبال لیګ یو له څښتنانو څخه هم دی، چې په امریکا کې د فوټبال مسلکي لیګ دی. همداشان نوموړی د TKO Group Holdings د مدیره پلاوي غړی دی، چې د UFC او WWE مورنی شرکت هم دی. په ۲۰۱۲ کال کې، نوموړي د Seven Bucks Productions په نوم یو تفریحي پروډکشن شرکت جوړ کړ. هغه د ټیریمانا ټیکیلا بنسټګر هم دی چې ارزښت یې څه باندې ۳.۵ میلیارد امریکايي ډالر دی.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

وروسته له هغه چې نوموړي د میامي په پوهنتون کې د فوټبال د لوبې لپاره یو ورزشي سکالرشیپ ومانه، نو له هغه را وروسته هغه د ۱۹۹۱ کال د ملي اتلولۍ د ټيم غړی و خو هغه زیاتره بک اپ لوبغاړی و. مسلکي فوټبال ته د هغه د هیلو سره سره، نوموړی د ۱۹۹۵ کال د NFL په ډرافټ کې وا نه خیستل شو، نو د لنډ وخت لپاره یې له کلګري سټمپډرز سره قرارداد لاسلیک کړ. په ۱۹۹۶ کال کې، د جانسون پلار، راکي له هغه سره مرسته وکړه چې له WWF سره قرارداد لاسلیک کړي. جانسن په چټکۍ سره نړیوال شهرت وموند او پر یوه کاریزماتیک شخصیت باندې بدل شو. جانسن په ۲۰۰۴ کال کې WWE پرېښود او بېرته په ۲۰۱۱ کال کې د نیمه وخت لوبغاړي په توګه راڅرګند شو چې تر ۲۰۱۳ کال پورې یې کار وکړ او کله نا کله به په لوبو کې را څرګندیده. جانسن چې ۱۰ ځله د نړۍ اتل پاته شوی له هغې ډلې لومړنی افریقايي- امریکايي اتل دی چې تر څنګ یې دوه ځلې انټرکانټینینټل اتل، پنځه ځله د ټګ ټیم اتل، د 2000 Royal Rumble ګټونکی او د WWE د ټریپل کراون شپږم اتل پاته شوی دی. جانسن په وریسلمانیا XXVIII کې یو له هغو لوبغاړو څخه دی چې لوبې یې د زیات شمېره لیدونکو له خوا د RAW او SmackDown په تلویزیوني سریالونو کې کتل شوي دي.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

په فلمونو کې د جانسون لومړنی رول په The Mummy Returns (۲۰۰۱) کې و. په راتلونکې کال کې هغه په یوه اکشن خیالي فلم یعنې The Scorpoin King کې مرکزي رول ولوباوه. له هغه وخت نه را وروسته هغه په ځینو کورنیو فلمونو لکه The Game Plan (2007)، Race to Witch Mountain (2009)، Tooth Fairy (2010)، Jumanji: Welcome to the Jungle (2017)، Jumanji: The Next Level (2019) او Jungle Cruise او اکشن فلمونو لکه Journey 2: The Mysterious Island (2012)، G.I. Joe: Retaliation (2013) ، هیرکول (2014)، آسمان څکلی (2018)، سن انډریاس (2015) رمپاژ (2018) کې رول لوبولی دی. نوموړي همداشان په ځینو اکشن کمېډي فلمونو لکه ګیټ سمارټ (۲۰۰۸)، سنټرال انټیلیجینس (۲۰۱۶)، بای واچ (۲۰۱۷) او ریډ نوټیس (۲۰۲۱) کې رول لوبولی دی. په فسټ او فیریوس  فلمونو کې د لوک هابس په توګه د هغه رول د فسټ فایو (۲۰۱۱) په فلم سره پیل شو، چې له امله یې له دې فرانچایز سره مرسته وکړه چې د فلمونو په نړۍ کې یو له تر ټولو زیاتو عاید لرونکو فلمونو څخه واوسي. نوموړی د Black Adam په فلم کې د مرکزي رول په لوبولو سره د DC Extended Universe له کمپنۍ سره یو ځای شو. همداشان، جانسن د ډیزني د موانا (۲۰۱۶) په انیمیشن فلم کې د Maui د غږ ویونکی دی او تمه ده چې دا رول به په راتلونکي ژوندي اکشن کې بیا تر سره کړي.[۲۲][۲۳][۲۴]

جانسن د HBO کمیډي-ډرام سریال بالرز (۲۰۱۵-۲۰۱۹) او د یانګ راک (۲۰۲۱) هم تولید او هم یې رول یې په کې لوبولی دی. د هغه ژوندلیک، The Rock Says بیا په ۲۰۰۰ کال کې خپور شو او د نیویارک ټایمز غوره پلورل شوی کتاب و. په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۹ کال کې، ټایم مجلې جانسون د نړی یو له تر ټولو زیات اغېزناک کس په توګه ونوماوه.[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

د ژوند لومړي کلونه

[سمول]

جانسون د ۱۹۷۲ کال د مۍ په دویمه د کالیفورنیا په هایوارډ کې زیږیدلی چې د پخواني غېږنیوونکي راکي جانسن زوی دی. هغه چې کله لوی شو نو د لنډ وخت لپاره یې د نیوزیلنډ د اکلنډ په ګري لین کې د خپلې مور له کورنۍ سره ژوند وکړ، چې هلته یې رګبي کاوه او امریکا ته تر راتګ وړاندې یې د ریچمونډ روډ په لومړني ښوونځي کې درس لوست.[۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]

د جانسن پلار یو تورپوستی نوا سکوټین او لږ څه کم ایرلنډي نسب لري. د هغه مور ساموايي ده. په ۱۹۸۳ کال کې د WWE په تاریخ کې د نوموړي پلار او ټوني اټلس لومړني تورپوستي کسان و چې په بلک ټګ ټیم کې اتلان شول. د جانسن مور د پیټرمایویا له خوا د لور په توګه منل شوې وه، کوم چې هغه هم یو مسلکي غېږنیوونکی و. د جانسن مورنۍ انا، لیا یو له هغو لومړنیو ښځو څخه وه چې د مسلکي غېږنیوونې د دودولو پلوۍ وه چې په ۱۹۸۲ کال کې یې د خپل مېړه له مړینې وروسته یې د ارام سمندرګي د پلینزي مسلکي غېږنیوونې مسوولیت پر غاړه واخیست او تر ۱۹۸۸ کال پورې یې دا مسوولیت پر غاړه وه. جانسون د خپلې مور د نیکه مایویا له خوا، د انوی د غېږنیونې د کورنۍ یو بې نسبه خپلوان دی. په ۲۰۰۸ کال کې، هغه خپل پلار او نیکه د WWE د مشاهیرو تالار ته ور وپېژندل.[۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰][۵۱][۵۲]

جانسون د شمالي کارولینا په چارلوټ کې د مونټکلییر لومړنۍ ښوونځي ولوست او بیا وروسته د کنیکټیکټ همدن ته ولاړ، چې هلته یې د شیپیرډ ګلین په لومړني ښوونځي کې درس ولوست او بیا د همدن منځني ښوونځي ته ولاړ. بیا یې په هونولولو کې د ولسمشر ویلیام مککینلي او د ټینیسي په نشویل کې یې د ګلین کلیف او مکګاووک لېسو کې درس ووایه او بیا یې په پنسلوانیا کې بیت لیحم ښارګوټي کې د لیګ والي په سیمه کې د فریډوم لېسه ولوستله چې په ۱۹۹۰ کال کې ترې فارغ شو.[۵۳][۵۴][۵۵]

د فریډوم په لېسه کې جانسون لومړی ځینې سختۍ ولیدلې او بیا جګړو او وړو جنایتونو ته ور کش کړل شو. په ۱۷ کلنۍ کې، هغه څو ځلې د شخړو، غلاوو او د چیک په جعل کولو سره ونیول شو او د شخړو له امله د دوو اوونیو لپاره تعلیق شو. د یوې سیمه ییزې ورځپاڼې په مقاله کې نوموړی «له ستونزو ډک تنکی ځوان چې له پولیسو سره د شخړو سابقه لري» یاد شوی و. خو د فریډوم د لېسې د فوټبال مدیر، جوډي کویک بیا په جانسون کې سپورتي ظرفیتونه ولیدل او هغه یې د لېسې د فوټبال د ټیم لپاره استخدام کړ او هلته یې دفاعي ټکل لوباوه، هغه تجربه چې د جانسون لپاره د هغه د شخصي بدلون لپاره ډېره مهمه وه. نوموړی د هغه وخت د لېسې د فوټبال د تحربې په اړه وايي: «زما فکري بهیر پر بدلیدو پیل وکړ. هغه وخت و چې د خپلو موخو په اړه مې پیل وکړ تر څو هغه څه ته ورسیږم چې فکر مې ورته کاوه». د فوټبال له لوبې پرته، جانسون د فریډوم د لېسې د ټرک او فیلډ او غېږنیوونې د ټیمونو غړی هم و.[۵۶][۵۷][۵۸]

د فریډوم لېسې تر وروستي کال پورې، جانسون یوازې د دوو کلونو لپاره فوټبال لوبه وکړه، خو د میامي د پوهنتون له خوا ورته د یوه بشپړ ورزشي تحصیلي سکالرشیپ وړاندیز وشو.[۵۹]

سرچينې

[سمول]
  1. "The Greatest Professional Wrestlers of All Time". UGO. د اصلي آرشيف څخه پر November 4, 2013 باندې. لاسرسي‌نېټه July 21, 2018. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  2. "The Top 100 Pro Wrestlers of All time Reviewed in Wrestling Perspective". Wrestling Perspective. لاسرسي‌نېټه November 14, 2011. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  3. "Dwayne Johnson Movie Box Office Results". Box Office Mojo. لاسرسي‌نېټه September 11, 2019. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. "People Index". Box Office Mojo. لاسرسي‌نېټه September 11, 2019. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. (په August 25, 2016 باندې). The World's Highest-Paid Actors 2016: The Rock Leads With Knockout $64.5 Million Year. Forbes.
  6. "Some Lesser-Known Truths About Academe". May 3, 2017. “Asking a professor whether you should pursue a Ph.D. is a little like asking The Rock — aka Dwayne Douglas Johnson, the world’s highest-paid actor last year — whether you should become an actor” منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. (په August 2, 2020 باندې). The Rock Buys The XFL for $15 Million.
  8. (په August 2, 2020 باندې). Dwayne 'The Rock' Johnson buys XFL for $15 million with partner Redbird Capital, per report. CBS Sports.
  9. Earl, William (February 21, 2022). "Dwayne Johnson's XFL Sets Football R&D Pact With NFL". Variety. لاسرسي‌نېټه March 28, 2023. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. Raimondi, Marc (January 23, 2024). "'The Rock' joins UFC, WWE's TKO Group board". ESPN. لاسرسي‌نېټه January 23, 2024. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. (په January 23, 2024 باندې). Dwayne 'The Rock' Johnson scores mega payday to join the WWE's board.
  12. (په January 23, 2024 باندې). The Rock Becomes Board Member of WWE's Parent Company TKO, Obtains Trademark to Name.
  13. Busch, Anita (June 7, 2017). "Hiram Garcia Named President of Production at Seven Bucks Prods". Deadline. لاسرسي‌نېټه April 19, 2019. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  14. "Dwayne 'The Rock' Johnson Is Expected To Become A Billionaire From His Tequila Brand Valued At Around $3.5 Billion". Yahoo Finance. 2024-02-01. لاسرسي‌نېټه ۲۹ مارچ ۲۰۲۴. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  15. "Suspension at Freedom High took Dwayne "The Rock" Johnson from troubled teen to one of world's 'most likable people'," The Morning Call, January 4, 2021
  16. . 20 Surprising Facts About Dwayne 'The Rock' Johnson. Hollywood.com.
  17. Milner, John. "The Rock Bio". Slam! Sports. Canadian Online Explorer. د اصلي آرشيف څخه پر May 19, 2015 باندې. لاسرسي‌نېټه April 13, 2008. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  18. Cloete, Faden (2024-02-15). "Tragic Details About The Rock". Wrestling Inc. لاسرسي‌نېټه ۳۰ مارچ ۲۰۲۴. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  19. Dee, Johnny (May 22, 2015). "Dwayne Johnson". The Guardian. لاسرسي‌نېټه September 28, 2016. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  20. Castillo, Alfonso (April 16, 2019). "WWE: WrestleMania sets new PPV record". Newsday. د اصلي آرشيف څخه پر February 7, 2022 باندې. لاسرسي‌نېټه April 19, 2019. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  21. Oestriecher, Blake. "WWE Isn't Bringing Back The Attitude Era, But An Edgier Product Can't Hurt". Forbes. لاسرسي‌نېټه April 19, 2019. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  22. Lynch, John (March 20, 2018). "The 23 most successful movie franchises of all time". Business Insider. لاسرسي‌نېټه April 19, 2019. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  23. "Dwayne Johnson, 'Black Adam' Cast on Film's 15-Year Journey and Hopes for DCEU's Future". The Hollywood Reporter. October 13, 2022. لاسرسي‌نېټه May 19, 2023. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  24. "Live-Action Moana in the Works from Dwayne Johnson, Disney". The Hollywood Reporter. 3 April 2023. خونديځ د اصلي څخه ۰۳ اپرېل ۲۰۲۳. لاسرسي‌نېټه April 3, 2023. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  25. Kissell, Rick (August 25, 2015). "Ratings: 'Ballers' Ends First Season as HBO's Most-Watched Comedy in Six Years". منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  26. . Best Sellers Plus.
  27. "Bulletin with Newsweek". J. Haynes and J.F. Archibald. November 12, 2016. لاسرسي‌نېټه November 12, 2016 – په وسيله Google Books. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  28. Berg, Peter (April 21, 2016). "The World's 100 Most Influential People: Dwayne Johnson". Time. د اصلي آرشيف څخه پر March 17, 2022 باندې. لاسرسي‌نېټه May 22, 2016. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  29. "Dwayne Johnson, Taylor Swift, Gayle King, more cover Time's 100 most influential people issue". USA Today. لاسرسي‌نېټه April 19, 2019. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  30. "Dwayne Johnson". Forbes. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  31. Group, Chuck Barney | Bay Area News (2021-01-27). "Sorry, Hayward, Johnson's TV show skips his time in the Bay Area". The Mercury News. لاسرسي‌نېټه ۳۱ ډيسمبر ۲۰۲۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  32. "Dwayne Johnson Biography: Film Actor, Athlete (1972–)". Biography.com (FYI / A&E Networks). لاسرسي‌نېټه December 12, 2017. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  33. "Rocky Johnson: Hall of Fame". World Wrestling Entertainment. لاسرسي‌نېټه March 31, 2011. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  34. What is The Rock's mother's real name? It's not Ata Johnson, 2023, لاسرسي‌نېټه ۱۱ ډيسمبر ۲۰۲۳ منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  35. Morgan, Kaya. "Dwayne Johnson – How The Rock Transformed from Pro Wrestler to Bankable Movie Star". Island Connections. Archived from the original on August 29, 2017. لاسرسي‌نېټه December 29, 2006. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)ساتنه CS1: BOT: original-url status unknown (link)
  36. (په January 15, 2020 باندې). Rocky Johnson, Professional Wrestler and Father of Dwayne (the Rock) Johnson, Dies at 75. The New York Times.
  37. "Actors – The Rock". Monsters&Critics. د اصلي آرشيف څخه پر May 14, 2008 باندې. لاسرسي‌نېټه April 21, 2008. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  38. "Dwayne 'The Rock' Johnson: Rugby's the toughest sport I ever played". Stuff. April 17, 2016. لاسرسي‌نېټه July 14, 2020. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  39. "Dwayne "The Rock" Johnson's Irish heritage revealed". Irishpost.com. May 2, 2018. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  40. . Watch: We chat to Dwayne Johnson about Hercules, getting ripped and his Irish roots.
  41. Tattrie, Jon (Feb 18, 2022). "'How am I related to The Rock?' Nova Scotia boy's question sparks museum exhibit". Canadian Broadcasting Corporation. Canadian Broadcasting Corporation. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  42. "Superstars". Wwe.com. لاسرسي‌نېټه November 12, 2016. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  43. Solomon, Brian (2006). WWE Legends. Simon and Schuster. مخونه 146. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-7434-9033-9. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  44. (په April 10, 2010 باندې). The Rock's on a roll in Hollywood.
  45. (په October 25, 2008 باندې). Grandmother of 'The Rock,' promoter.
  46. Crow, Jonathan (March 12, 2008). "Through The Years – Dwayne 'Not Just The Rock' Johnson". Yahoo Movies. د اصلي آرشيف څخه پر March 16, 2009 باندې. لاسرسي‌نېټه March 13, 2009. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  47. "Hall of Fame: High Chief Peter Maivia". WWE. د اصلي آرشيف څخه پر February 20, 2010 باندې. لاسرسي‌نېټه February 16, 2010. Maivia, born in Samoa in the 1930s, was a "blood brother" of the Anoaʻi family. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  48. "The Anoaʻi family wrestling dynasty: photos", WWE, لاسرسي‌نېټه November 29, 2015, High Chief Peter Maivia, The Rock's grandfather, was "blood brothers" with The Wild Samoans' father, Amituanai Anoaʻi. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  49. Sonny, Julian (November 16, 2015), "Samoan Strength: The Rock's Family Tree Is A Wrestling Dynasty", Elite Daily, لاسرسي‌نېټه November 29, 2015 منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  50. Pockross, Adam (March 27, 2013), "The Rock's Grandfather Was a Bond Villain: Could It Be Another Family Business?", Yahoo! Movies, لاسرسي‌نېټه November 29, 2015, the "High Chief" is most often remembered as a prominent member of one of the greatest families in all of professional wrestling: the Anoaʻi/Maivia family of Samoans. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  51. "Wrestler 'Umaga' Edward Fatu dies of heart attack, friend says", CNN, December 5, 2009, لاسرسي‌نېټه November 29, 2015, [...]was a member of the famous Anoaʻi wrestling family, which includes cousin Dwayne "The Rock" Johnson, his two uncles, who wrestled as The Wild Samoans in the 1980s, and brothers, Sam "Tonga Kid" and Solofa Jr. "Rikishi," according to Wrestlers Rescue, a support group for retired professional wrestlers. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  52. "Johnson Family Reunion". WWE. February 25, 2008. لاسرسي‌نېټه March 4, 2009. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  53. "'The Rock' remembers Nashville past". The Tennessean. لاسرسي‌نېټه April 19, 2019. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  54. کينډۍ:Cite tweet
  55. "NEW HAVEN 200: Introducing a summer series looking back on two centuries of sports", Chip Malafronte, New Haven Register, June 23, 2012
  56. Morgan, Kaya. "Dwayne Johnson – How The Rock Transformed from Pro Wrestler to Bankable Movie Star". Island Connections. Archived from the original on August 29, 2017. لاسرسي‌نېټه December 29, 2006. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)ساتنه CS1: BOT: original-url status unknown (link)
  57. "Suspension at Freedom High took Dwayne "The Rock" Johnson from troubled teen to one of world's 'most likable people'," The Morning Call, January 4, 2021
  58. "Dwayne Johnson talks past arrest and theft ring". azcentral. لاسرسي‌نېټه April 19, 2019. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  59. "Suspension at Freedom High took Dwayne "The Rock" Johnson from troubled teen to one of world's 'most likable people'," The Morning Call, January 4, 2021