Jump to content

په سویلي افریقا کې بشري حقونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په سویلي افریقا کې بشري حقونه تر اساسي قانون لاندې خوندي دي. د مایلز نادیو له خوا د ۱۹۹۸ ز کال بشري حقونو راپور وایي چې حکومت عموماً د اتباعو حقونو ته درناوی کوي، خو د قانون له خوا د ځواک کارولو او تبعیض په اړه اندېښنې وې. د بشري حقونو کمیسیون د سویلي افریقا اساسي قانون او د ۱۹۹۴ ز کال د بشري حقونو کمیسیون د قانون له مخې مکلف دی چې هم په وقایوي ډول (مخکې له مخکې) او د راوړل شوو شکایتونو له لارې، د بشري حقونو سرغړونې وڅاري او د دې سرغړونو لپاره د حل غوښتنه وکړي. دا تعلیمي رول هم لري.   [۱][۲]

د نژاد پرستۍ (اپارتاید) دوره

[سمول]

اپارتاید د جلا کېدو او تبعیض یو سیسټم وچې د سپین پوستو اقلیت له خوا په تور پوستو اکثریت تطبیق کېده. د مثال په توګه: تورپوستو ته، سره له دې چې اصلي خلک وو، اجازه نه ورکول کېده، څو تور پوستي ځمکه وپيري. د سویلي افریقا ډېری د اپارتاید ضد قوانین نافذ شوي خو باید دا په نظر کې ولرو، هغه څه چې د نړیوالې ټولنې، د بشري حقونو سازمانونو او په هېواد کې تورپوستو اکثریت له خوا مهم ګڼل کېږي، هغه له اپارټایډ سره تړلې ټولنیزه او قانوني بې عدالتی ده او د دې نیمه صحرایي ملت اپارتاید ضد پیغام د بیلګې په توګه ستایل شوی دی.    [۳][۴][۵]

د زدکړې حقوق

[سمول]

د سویلي افریقا حکومت په ټول هېواد کې د مساوي تعلیم لپاره قانون وضع کړی. هغه قوانین دا دي: د ۱۹۹۵ ز د زده کړې او روزنې لارښود او همدارنګه د سویلي افریقایي ښوونځیو قانون یا د ۱۹۹۶ ز کال ۸۴ شمېره قانون، خو د دې قوانینو پلي کولو کې ستونزې شته او د بخښنې نړیوال سازمان له خوا د  ۲۰۲۰  ز راپور له مخې، د سویلي افریقا تعلیمي سیستم په نړۍ کې یو له خورا غیر مساوي تعلیمي سیستمونو څخه دی چي د ۲۰ سلنه لمړۍ درجې ښوونځیو او ۸۰ سلنه پاتې ښوونځیو ترمنځ د ازموینې د نمرو تر منځ لوی واټن شته. د سویلي افریقا حکومت لېواله دی چې اساساً د لوړو زده کړو کیفیت باندې تمرکز وکړي. سربیره پردې، په دولتي ښوونځیو کې ډیر نژادي ترکیب نشته. که څه هم قوانین دې ترکیب ته اجازه ورکوي، ډیری په ښوونځي په عمده ډول یو نسل پاتې کیږي. په هڅونې سره، په وروستيو کلونو کې د 12 ټولګي بشپړولو زده کوونکو شمیر د پام وړ لوړ شوی، چې د 15 کلنو یا پورته عمر زدکوونکو شمير له ۳۰۷ څخه په ۱۹۹۶ ز کې ۱۱۰۶ ملیونو ته په ۲۰۱۶ ز کې لوړ شوی دی.  [۶][۷][۸][۹]

کلیوال (سیمه يیز) ښوونځي

[سمول]

په سویلي افریقا کې ډېری زده کړې په کلیوالي ښوونځیو کې کېږي. په حقیقت کې، نږدې ۷۹ سلنه تورپوستي سویلي افریقایان په کلیوالي ټولنو کې ژوند کوي، خو حکومت په دې کلیوالي سیمو کې د تعلیم په کیفیت کې غفلت کړی. په کلیوالي ښوونځیو کې ستونزې دا دي: کمزورې اسانتیاوې، د پاکو اوبو نه شتون، د سرچینو نه شتون او غیر فعال ښوونکي. د خرابو تاسیساتو په پام کې نیولو سره، ځینې ښوونځي په ساختماني لحاظ استحکام نه لري او د سقوط  له خطر سره مخامخ دي، ځینې ښوونځي ، ان برېښنا هم نه لري. ډیری ښوونځي چې له ۵۰۰ څخه ډېر ماشومان لري، د تشنابونو لپاره مناسبه حفظ الصحه نه لري. په داسې حال کې چې ځینې ښوونځي هیڅ تشنابونه نه لري. سربیره پردې، ډېری کلیوالي ښوونځي په لرې پرتو سیمو کې دي چې پاکو اوبو ته مستقیم لاسرسی نه لري. په عمومي توګه، ناپاکې اوبه په کیلومترو لرې وي، ځکه چې څاروي یې څښي او په کې لامبي. د اوبو نشتوالی د ورځې په اوږدو کې کله چې تودوخه لوړه وي، یوه ځانګړې مسئله ده. د دې کلیوالي ښوونځیو لرې والی هم یوه ځانګړې ستونزه ده، ځکه چې د زده کوونکو له کورونو څخه ډېرلرې دي او ډیری ښوونځي دا مسئله د ترانسپورت له لارې نه حل کوي. سربیره پردې، ډېری ښوونځي د زده کړې لپاره اړین کتابونه او تجهیزات نه لري. د ۲۰۱۰ ز کال په جون کې، دولتي جریدې ومنله چې د زده کړې دغه نامناسبه چاپېریال د ښوونکو د غیر حاضرۍ کچه او د زده کوونکو د درس پرېښودلو کچه لوړ وي. ځینې ​​زده کوونکي د خوړلو لپاره کافي خواړه نه لري او د ښوونځي پرمهال وږی وي. دا لوږه د تمرکز نشتوالي لامل کېږي او د زده کړې له چاپېریاله خوند اخلي.   [۱۰][۱۱]

د معلولیت لرونکو ماشومانو حقوق

[سمول]

که څه هم سویلي افریقا په ۲۰۰۷ ز کال کې د معلولیت لرونکو اشخاصو کنوانسیون لاسلیک کړی، معلولیت لرونکي ماشومان اوس هم تعلیم ته مساوي لاسرسی نه لري. په ډېری حالتونو کې، یو دولتي ښوونځی کولای شي مشخص کړي چې کوم زده کوونکي د شمولیت وړ دي او ښوونځی ممکن په اسانۍ سره معلول ماشوم پرته له کومو عواقبو رد کړي. په هغو قضیو کې چې زده کوونکی په عامه ښوونځي کې د شمولیت وړ وي، یو ښوونځی ممکن د معلولو ماشومان په مؤثره توګه د زده کړې لپاره اړینې سرچینې ونه لري. سربیره پردې، په دولتي ښوونځیو کې معلول ماشومان مجبور دي فیسونه ورکړي - لکه د مرسته کوونکو لپاره - چې نور زده کوونکي یې ورکولو ته اړتیا نه لري. سویلي افریقا داسې ښوونځي لري چې د معلولیت لرونکو زده کوونکو لپاره اسانتیاوې برابروي، مګر دغه ښوونځي محدود دي او فیسونو ته اړتیا لري. دغه محدود شمېر ښوونځي ماشومان دې ته اړ باسي چې یا یې يو څوک ورسوي یا له ګران ټرانسپورت څخه کار واخلي. په ۲۰۰۰  زکال کې، د ماشومانو د حقونو په اړه د ملګرو ملتونو کمیټې په ځانګړي ډول د وړیا لومړنيو زده کړو د تضمین کولو لپاره د سویلي افریقا د ژمنې د نه پلي کیدو په اړه اندېښنه درلوده. سویلي افریقا لاهم د ټولو لپاره د وړیا لومړنیو زده کړو د چمتو کولو لپاره مبارزه کوي. سربیره پردې، ډېری معلول زده کوونکي نه شي کولای لوړ کیفیت زده کړو ته لاسرسی ولري، ځکه چې دوی د هغو ښوونځیو لپاره د انتظار لیست کې دي چې ځانګړې اړتیاوې زده کوونکو ته برابروي. د مثال په توګه: په ۲۰۱۵ زکا کې، نږدې ۵،۵۵۲ معلولیت لرونکي ماشومان د انتظار لیست کې وو.  [۱۲]

سیاسي حقونه

[سمول]

سویلي افریقا یو لیبرال اساسي قانون لري چې ټولې اساسي سیاسي ازادۍ خوندي کوي، خو د اساسي قانون څخه د سرغړونې په حالت  کې د سیاسي ځپلو یا په را تلونکې کې د ځپلو د ګواښونو یو شمېر پېښې شته چې ځینې شننوکي او د مدنی ټولنو سازمانونه دې پایلې ته رسوي چې د سیاسي فشار نوی چاپېریال کیدی شي په راتلونکې کې را منځ ته شي یا په سیاسي زغم کې کمښت راشي.   [۱۳][۱۴][۱۵]

سیاسي ملاتړد سویلي افریقا په سیاست کې د پام وړ اړخ دی، خو دغه ملاتړ د خلکو په حقونو کې سرغړونه کوي، په ځانګړي توګه هغه چې فقیر دي. د سویلي افریقا ۴۰ سلنه اوسېدونکي د دولت مرستو رسولو ته اړ دي.  په دولت باندې د احتیاجو وګړو تړاو د هغوی خپلواکي کموي. دا اړتیاوې د مالي مرستو په بڼه چمتو کیږي، چې د ترلاسه کولو لپاره یې دولتي اسنادو ته اړتیا ده. بلاخره، بیروکراسي د مرستې ترلاسه کولو لپاره د فرد وړتیا کې لوی رول لوبوي، څو اړینه مرسته ترلاسه کړي. سیاستوال د مادي ژمنو پر اساس بدیل ترلاسه کوي. که چیرې سیاستوال دغه ژمنې پوره کړي، ډیری وختونه ترلاسه کوونکي یوازې هغه څوک وي چې د سیاستوالو ملاتړ کوي. په اضل کې په دولت پورې د رایې ورکوونکو تړاو، د هغوی وړتیا د ایډیولوژیکي تګلارو پراساس د دوی په رایې ورکولو کې خنډ منځ ته راوړي. دغه ښکارنده د سویلي افریقا له ډیموکراتیکو اصولو سره سمون نه خوري.  [۱۶]

سرچينې او ياداښتونه

[سمول]
  1. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  2. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  3. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  4. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  5. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  6. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  7. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:Citation/CS1/Configuration ltr' not found.
  8. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  9. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  10. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  11. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  12. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  13. The Return of State Repression Archived 24 March 2019 at the Wayback Machine., Professor J. Duncan, South African Civil Society Information Services, 31 May 2010
  14. Increasing police repression highlighted by recent cases, Freedom of Expression Institute, 2006
  15. Political tolerance on the wane in South Africa, Imraan Buccus, SA Reconciliation Barometer, 2011
  16. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).