Jump to content

وېسټ اېنډيز

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
وېسټ اېنډيز
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
کچه او لوړوالی
د ځای کچه
۲۴۴٬۸۹۰ كيلومتر مربع ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نور اړين مالومات
برخې
برخه د
Indies (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نور مالومات
کورډي‌نېشن
۲۱°۵۹′شمال ۷۹°۰۲′لويديځ / 21.98°شمال 79.03°لويديځ / 21.98; -79.03 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map

 

د ویسټ انډیز سیاسي نقشه.

وېسټ اېنډیز د شمالي امریکا د لویې وچې یوه فرعي سيمه ده چې د شمالي اتلانتیک سمندر او کارابین سمندر لخوا محاصره دی. په ویسټ انډیز کې د ۱۳ خپلواک ټاپو هېوادونه ، ۱۸ تړلې سیمې او نورې خپلواکې سیمې شاملې دي چې په درېوو لویو ټاپوګانو کې موقعیت لري چې لوی انتيل ، کوچنی انتيل او لوکايي ټاپوګان نومیږي. [۱]

د وېسټ اېنډیز په سیمه کې ټول هغه ټاپوګان شامل دي چې په انتيل کې موقعیت لري، په بېله بیا بهاماس او د تورکېش کايکوس ټاپوګان چې په شمالي اتلانتیک سمندر کې موقعیت لري. نن ورځ، د وېسټ انډیز د اصطلاح پر ځای، د کارابین اصطلاح ډېره کارول کیږي، که څه هم کارابین کې د مرکزي امریکا یا سوېلي امریکا ځینې هېوادونه هم شامليږي چې د کارابين سمندر ساحل سره تړلي دي، لکه د بیلیز ، ګیانا ، سورینام ، فرانسوي ګیانا هېوادونه او ځينې ټاپويي هېوادونه لکه ټرینیډاډ او ټوباګو او برمودا ، چې جغرافيوي موقعيت يې له د وېسټ اېنډيز له درېوو ټاپوګانو بهر دی، خو له وېسټ اېنډيز سره ورته کلتور لري.

تاریخ

[سمول]
کارابين هېوادونه

په ۱۹۴۲ کې، کریسټوفر کولمبس ، د لومړني اروپايي په توګه، دې ټاپوګانو ته خپل راتګ ثبت کړ. تاریخ پوهان په دې باور دي چې هغه لومړی کس و چې د بهاماس په خاوره کې یې پښه کېښوده. د امریکا وچې دې سیمې ته د کریسټوفر کولمبس له لومړیو سفرونو وروسته، اروپایانو دې سیمې ته د "وېسټ اېنډیز" نوم ورکړ چې، ترڅو له اصلي هند (یانې هند ) او ختیځ اېنډیز (لکه سوېلي اسیا او سوېل ختیځې اسیا ) څخه یې توپیر وشي. [۲] [۳] [۴]

د شپاړسمې پېړۍ په پای کې، فرانسوي ، انګلیسي او هالنډي سوداګرو د کارابین سمندر کې خپل عملیات پیل کړل او د اسپانیا او پرتګال اړوند بېړیو او ساحلي سیمو يې بريد وکړ. دوی اکثرا د اسپانيا له کنټرول لرې سیمو کې پناه اخیستله او خپلې کښتۍ یې تنظیمولې ، له هغې ډلې د کوچني انتيل ټاپوګان ، د سوېلي امریکا شمالي ساحل، د اورینوکو ساحل او د مرکزي امریکا اتلانتیک ساحل سيمې يادولی شو، په انتيل کې، دوی په ۱۶۲۴ کې د سینټ کیټس او په ۱۶۲۶ کې بارباډوس په نوم استعماري اډه جوړه کړه. د ۱۷مې پېړۍ په مینځ کې د شکر انقلاب په جریان کې، په زرګونو افریقایي غلامان اړ شول چې په کښتونو او فابریکو کې کار وکړي. چې وروسته دا افريقايي غلامان هم د ځايي استوګنو وګړو سره نسلاً يوځای شول.

وېسټ اېنډیز د شمالي او جنوبي امریکا په تړاو

هېوادونه د ټاپوګانو په توپير سره

[سمول]

لوی انتيل

[سمول]

انتيل

[سمول]

ټاپوګان

[سمول]

اړوندې پوښتنې

[سمول]

سرچينې

[سمول]
  1. Caldecott, Alfred (1898). The Church in the West Indies. London: Frank Cass and Co. p. 11. نه اخيستل شوی 12 December 2013.
  2. "HISTORY OF THE CARIBBEAN (WEST INDIES)". www.historyworld.net. {{cite web}}: |access-date= requires |url= (help); Missing or empty |url= (help); Unknown parameter |نشانی= ignored (help)
  3. "west indies | Etymology, origin and meaning of phrase west indies by etymonline". www.etymonline.com (په انګليسي). {{cite web}}: |access-date= requires |url= (help); Missing or empty |url= (help); Unknown parameter |نشانی= ignored (help)
  4. "East Indies | Encyclopedia.com". www.encyclopedia.com. {{cite web}}: |access-date= requires |url= (help); Missing or empty |url= (help); Unknown parameter |نشانی= ignored (help)

اړوندې پوښتنې

[سمول]
  • کروم ویل جیسي. "د غلامانو او شکر څخه ډیر: د ټرانس امپیریل کیریبین او د هغې د نفوس وروستۍ تاریخچه." د کمپاس تاریخ (2014) 12#10 مخونه 770–783.
  • هیګمن بیري د کیریبین لنډ تاریخ. (۲۰۱۱)
  • د مارتین ټوني کیریبین تاریخ: له استعمار څخه دمخه اصلي اصل (2011)