لینوس پاولینګ
لینوس پاولینګ | |
---|---|
د شخص مالومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
د مړینې لامل | |
تابعیت | |
رکن | د امریکا د هنرونو او پوهنې اکاډمي [۱] |
عملي ژوند | |
استاد | آرنولډ سومرفیلډ |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه | |
د کړنې څانګه | ژونکيميا [۱] |
خوځښت | اتيزم [۱] |
لاسليک | |
وېبپاڼه | |
وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
سمول |
لینوس کارل پاولینګ (زوکړه: د ۱۹۰۱ زکال د فبروي ۲۸ مه – مړینه: د ۱۹۹۴ زکال د اګست ۱۹ مه) امریکايي کیمیا پوه، بیوشیمي پوه، کیمیاوي انجینر، د سولې فعال، لیکوال او روزونکی و. نوموړي له ۱۲۰۰ زیاتې مقالې او کتابونه لیکلي چې نږدې ۸۵۰ یې علمي موضوعاتو ته اړوندې دي. د نیوساینټېسټ (New Scientist) مجلې د ټول عمر لپاره له شلو مخکښو پوهانو بللی دی چې له ۲۰۰۰ زکال وروسته د تاریخ د ۱۶ مخکښو پوهانو په کتار کې راځي. نوموړي د خپلو علمي چارو له امله په ۱۹۵۴ زکال کې د کیمیا په برخه کې د نوبل جایزه ترلاسه کړه. د سولې په برخه کې د هڅو له امله په ۱۹۶۲ زکال کې د سولې د نوبل جایزه ورکړل شوه. له همدې امله یو له هغو څلور کسانو (درې نور یې ماري کیوري، جان باردین او فریدریک سانګر دي) څخه شو چې له یوې څخه زیاتې د نوبل جایزې یې ترلاسه کړې دي. له دغو کسانو څخه نوموړی یوازنی کس دی چی د نوبل دوه نامشترکې جایزې یې ګټلې دي او له دوه هغو کسانو څخه دی چې په بېلابېلو برخو کې یې د نوبل جایزې ګټلي چې بله یې ماري کیوري ده. [۲][۳][۴][۵][۶][۷]
پاولینګ د کوانټمي کیمیا او مالیکولي ژوند پوهنې د څانګو بنسټګر و. د کیمیاوي پیوند په برخه کې د نوموړي په هڅو کې مداري هایبرډایزېشن او د عناصرو لومړنی دقیق الکټرونېګټیویټي مقیاس په کې شامل کېږي. پاولینګ سربېره پر دې د بیولوژیکي مالیکولونو په جوړولو کار وکړ او د پروټینونو په دویم جوړښت کې یې د الفا مارپیچ او بېتا صفحاتو اهمیت څرګند کړ. پاولینګ په خپلو هڅو د اکسرې کریسټالوګرافي میتودونه او پایلې، د مولیکولي موډل جوړښت او کوانټمي کیمیا سره ترکیب کړل. د DNA د جوړښت په برخه کې د نوموړي موندنې د جمیز واټسون، فرانسېس کرېک، موریس ویلکینز او روزالینډ فرانکلین چارو ته الهام بخښونکې وې چې دوی بیا په خپل نوبت د ټولو ژوندیو موجوداتو د DNA کوډونو په ماتولو سره د ژنټیک پوهانو څېړنو ته لار هواره کړه. [۸][۹]
نوموړي د خپل ژوند په وروستیو کې د اټومي وسلو د کمښت او همدارنګه د اورتومولیکولي درملو، میګاویټامیني درملنې او د غذايي بشپړونکو د ترویج لپاره کار وکړ. د ویټامینونو د ډوز زیاتوالي ته د اړوندو طبي ګټو په اړه د هغه هېڅ یوه نظریه د معاصري علمي ټولنې له خوا نه ده منل شوې. نوموړي د بشري حقونو په برخه کې له امریکايي فعالې آوا هلن پاولینګ سره واده کړی و. [۱۰][۱۱]
لومړنی ژوند او زده کړې
[سمول]لینوس کارل پاولینګ د ۱۹۰۱ زکال د فبروري په ۲۸ مه د اورېګان په پورټلنډ کې وزېږېد؛ هغه د هرمن هنري ویلیام پاولینګ (۱۸۷۶-۱۹۱۰ زکال) او لوسي ایزابل «بیلي» (۱۸۸۱-۱۹۲۶ زکال) لومړنی ماشوم و. په نوموړي باندې د لوسي د پلار «لینوس» او د هرمن د پلار «کارل» په ویاړ د «لینوس کارل» نوم کېښودل شو. د هغه اجداد جرمني او انګلیسي و. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]
په ۱۹۰۲ زکال کې هغه مهال چې خور یې پائولین وزېږېده، والدینو یې پرېکړه وکړه څو له پورټلنډ څخه داسې یوې سیمې ته کډه وکړي چې لګښت په کې کم وي او له خپل اوسني یوې کوټې لرونکي کور څخه لوی کور پیدا کړي. لوسي د خپل خصر او خواښې سره د اورېګان په لېک اوسوېګو سیمه کې تر هغه مهال پاتې شوه چې هرمن وکولای شول خپله کورنۍ سېلم ته ولېږدوي، چېرې چې نوموړي د لنډ مهال لپاره د سکېډمور د درملو په شرکت کې د ګرځنده پلورنکي په توګه کار کاوه. په ۱۹۰۴ زکال کې د لوسیل له زیږون څخه وروسته د یوکال دننه هرمن خپله کورنۍ لېک اوسوېګو ته یووړه او هلته یې خپل د درملو پلورنځی پرانیست. په ۱۹۰۵ زکال کې یې د اورېګان، کانډون ته کډه وکړه. په ۱۹۰۶ زکال کې هرمن پاولینګ د ګېډې په مکرر درد اخته شو. نوموړی د ۱۹۱۰ زکال د جون په ۱۱ مه د ایچ پایلوري ناروغۍ له امله د هغه په معده کې د رامنځته شوي زخم له امله ومړ او لوسي یې د خپلو ماشومانو لینوس، لوسیل او پائولین روزنې ته یوازې پرېښوده. [۱۸]
پاولینګ له کیمیا سره د لیوالتیا موندل د هغه د یو ملګري لویډ اې. جفرس له خوا حیرانونکو ازموینو ته اړونده بولي چې د کیمیا کوچنی لابراتوار یې درلود. هغه وروسته لیکي: «ما په ډېرې سادګۍ له کیمیاوي پېښو سره لیوالتیا پیدا کړه، د هغو موادو د غبرګونونو له امله چې د متفاوتو خواصو په لرلو سره ترې څرګندېدل؛ په دې سره ما دا لیوالتیا پیدا کړه چې د نړۍ د دغه اړخ اړوند لا زیات څه زده کړم». [۱۹]
پاولینګ په عالي لیسه کې د زده کړو پر مهال د فولادو له یوې ړنګې کارخونې څخه د توکو په راغونډولو کیمیاوي ازمایښتونه ترسره کړل. پاولینګ له ځان څخه له مشر خپل ملګري لویډ سایمون سره یوځای په سایمون تکوي کې د پالمون لابراتوار جوړ کړ. دوی سیمه ئیزو لبنیاتو ته مراجعه وکړه ځکه چې دوی ته یې د کوچو د غوړیو نمونې په ارزانه بیه په لاس ورتلې، خو شیدې پلورونکو د دغه دوه هلکانو په چارو باندې د اعتماد کولو په برخه کې له احتیاط کار اخیست او د دوی دغه سوداګري له ماتې سره مخ شوه.
د ۱۵ کلنۍ په عمر د عالي لیسې دغه مخکښ زده کوونکي د اورېګان ایالتي پوهنتون ته، چې اوس مهال د اورېګان د کرهڼې په کالج پېژندل کېږي؛ د لار موندنې کافي نمرې لرلې. پاولینګ چې د امریکا د تاریخ د مضمون په دوه دورو کې نمرې نه لرلې او د عالي لیسې د تصدیق ترلاسه کولو لپاره ورته لازمې وې، د ښوونځي له مدیر یې وپوښتل چې کولای شي په پسرلني سمسټر کې دغه دواړه دورې یو مهال بشپړې کړي. د هغه دغه غوښتنه رد شوه او د واشنګټن عالي لیسه یې له سند ترلاسه کولو پرته خوشې کړه. دغه ښوونځي ۴۵ کاله وروسته هغه مهال چې نوموړي د نوبل دوه جایزې اخیستې وې افتخاري دیپلوم یې ورکړ. [۲۰][۲۱][۲۲]
پاولینګ د خپلو پوهنتوني زده کړو لپاره د لګښت پوره کولو په موخه په څو دندو لاس پورې کړې چې یو یې هم د خوراکي توکو په پلورنځي کې نیم مهالې دنده وه چې په اونۍ کې یې ورته اته امریکايي ډالر (په ۲۰۲۱ زکال کې له ۲۰۰ امریکايي ډالرو سره برابرېدل) ورکول. مور یې په پورتلنډ کې د یو شمېر تولیدي کارخونو له مالک ښاغلي شویترزهوف سره ولیدل او هغه یې د ماشین چلونکي د شاګرد په توګه په میاشت کې د ۴۰ امریکايي ډالرو (په ۲۰۲۱ زکال کې له ۱۰۰۰ امریکايي ډالرو سره برابرېدل) په معاش مقرر کړ. د هغه معاش ډېر ژر په میاشت کې ۵۰ ډالرو ته ورسېد. له دې سربېره پاولینګ له خپلو دوه ملګرو سره د انځور اخیستنې یوه سټوډیو جوړه کړه. د ۱۹۱۷ زکال په سپټمبر میاشت کې پاولینګ بالاخره د اورېګان د ایالتي پوهنتون له خوا ومنل شو. هغه له ځنډ پرته د ماشین کارۍ خپله دنده پرېښوده او خپلې مور ته یې د هغو اړوند خبر ورکړ، هغې چې د پوهنتوني زده کړو په برخه کې یې د خپل زوی په پلان کې هېڅ تشه نه لیدله.
لوړې زده کړې
[سمول]پاولینګ د خپلو زده کړو په لومړي سمستر کې د کیمیا په دوه درسي دورو، د ریاضیاتو په دوه درسي دورو، میخانیکي طراحۍ، د کانونو د پېژندنې او د چاودېدونکو توکو د ګټنې، معاصر انګلیسي نثر، ژمناستیک او پوځي تمریناتو په برخه کې نوم ثبت کړ. نوموړی په خپل پوهنتوني چاپېریال کې فعال و او د دلتا اپسلیون په نامه پوهنتوني ټولنه یې جوړه کړه. له دویم کال وروسته هغه هوډ وکړ وکړ په پورټلنډ کې ځانته دنده پیدا کړي څو له خپلې مور سره مرسته وکړای شي. دغه کالج ورته د کمیتي تحلیل د تدریس دنده وړاندیز کړه، هغه څانګه چې ده خپله په تازګۍ بشپړه کړې وه. نوموړي په اونۍ کې څلوېښت ساعته په لابراتورا او درسي ټولګي کې تېرول چې د میاشتې یې ۱۰۰ امریکايي ډالر (چې په ۲۰۲۱ زکال کې له ۱۴۰۰ امریکايي ډالرو سره برابرېدل) تنخواه لرله او په دې سره وتوانېد خپلو زده کړو ته دوام ورکړي. [۲۳]
په پوهنتون کې د زده کړو په وروستیو دوه کلونو کې پاولینګ د اتومونو د برېښنايي جوړښت او له مالیکولونو سره د هغو د اړیکې اړوند د ګیلبرټ ان. لیویس او ایروینګ لانګمویر له چارو خبر شو. هغه پرېکړه وکړه څو خپلې څېړنې د توکو د جوړونکو اتومونو په فزیکي او کیمیاوي خواصو متمرکزې کړې چې څه ډول له یو بل سره ترکیب کوي؛ همدا و چې د کوانټمي کیمیا د علم له بنسټ اېښودونکو څخه شو. [۲۴][۲۵][۲۶]
پاولینګ په ۱۹۲۲ زکال کې د کیمیاوي انجینرۍ له څانګې فارغ شو. له دې وروسته نوموړي د کالیفورنیا په پاسادنا سیمه کې د کالیفورنیا د ټکنالوژۍ په انستیتیوت (Caltech) کې د راسکو ډیکنسون او ریچارډ تولمن تر نظر لاندې خپلو لوړو زده کړو ته دوام ورکړ. د نوموړي د زده کړو تکمیلي څېړنه د کریسټالونو د اتومي او مالیکولي جوړښت ټاکلو په برخه کې د اېکس وړاندې څخه د کار اخیستو اړوند وه. هغه په دغه انستیتیوت کې د زده کړو پر مهال د منرالو د کریسټالي جوړښت اړوند اووه مقالې خپرې کړې. نوموړي په ۱۹۲۵ زکال کې د فزیکي کیمیا او ریاضیکي فزیک په برخه کې په عالي درجه د دوکتورا سند ترلاسه کړ. [۲۷]
سرچينې
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ۱٫۳ https://www.biography.com/people/linus-pauling-9435195 — د نشر نېټه: ۲ سپټمبر ۲۰۱۸ — نشرونه لخوا د: Biography.com — د خپرولو نیټه: ۲ اپرېل ۲۰۱۴
- ↑ "Linus Pauling: Facts". Nobel Prize (په انګليسي). Archived from the original on April 4, 2022. نه اخيستل شوی April 13, 2022.
- ↑ ———— (1997). Pauling, Linus Jr. (ed.). Selected papers of Linus Pauling (Volume I ed.). River Edge, New Jersey: World Scientific. p. xvii. ISBN 978-981-02-2939-9.
- ↑ Horgan, J (1993). "Profile: Linus C. Pauling – Stubbornly Ahead of His Time". Scientific American. Vol. 266, no. 3. pp. 36–40. Bibcode:1993SciAm.266c..36H. doi:10.1038/scientificamerican0393-36.
- ↑ Simmons, John (1996). The scientific 100 : a ranking of the most influential scientists, past and present (په انګليسي). Secaucus, New Jersey: Carol Publishing Group. ISBN 978-0-8065-1749-0. OL 7941698M. نه اخيستل شوی May 26, 2015 – via Internet Archive.
- ↑ کينډۍ:Nobelprize
- ↑ "Nobel Prize Facts". Nobel Prize (په انګليسي). April 12, 2022 [2009-10-05]. Archived from the original on 2017-01-11. نه اخيستل شوی April 13, 2022.
{{cite web}}
: نگهداری یادکرد:ربات:وضعیت نامعلوم پیوند اصلی (link) - ↑ Rich, Alexander (1994). "Linus Pauling (1901–1994)". Nature. 371 (6495): 285. Bibcode:1994Natur.371..285R. doi:10.1038/371285a0. PMID 8090196. S2CID 8923975.
- ↑ Gribbin, John (August 10, 2004). The Scientists: A History of Science Told Through the Lives of Its Greatest Inventors (په انګليسي). New York City: Random House. pp. 558–569. ISBN 978-0-8129-6788-3. OL 8020832M.
- ↑ Stone, Irwin (December 14, 1982). The healing factor: "vitamin C" against disease (په انګليسي). New York City: Perigee Books. ISBN 978-0-399-50764-9. OCLC 10169988. OL 9567597M – via Internet Archive.
- ↑ Offit, Paul (July 19, 2013). "The Vitamin Myth: Why We Think We Need Supplements". The Atlantic (په انګليسي). ISSN 2151-9463. OCLC 936540106. نه اخيستل شوی July 19, 2013.
- ↑ Dunitz, Jack D. (1996). "Linus Carl Pauling. 28 February 1901–19 August 1994". Biographical Memoirs of Fellows of the Royal Society (په انګليسي). 42 (9): 316–326. doi:10.1098/rsbm.1996.0020. PMID 11619334.
- ↑ "Linus Pauling's Childhood (1901–1910)". Oregon State University (په انګليسي). Archived from the original on April 7, 2022. نه اخيستل شوی April 25, 2013.
- ↑ Hager, Thomas (1995). Force of Nature: The Life of Linus Pauling. Simon & Schuster. ISBN 978-0-684-80909-0 – via Internet Archive.
- ↑ Mead, Clifford; Hager, Thomas, eds. (2001). Linus Pauling: Scientist and Peacemaker. Oregon State University Press. ISBN 978-0-87071-489-4.
- ↑ "Linus Pauling: Biographical". Nobel Prize (په انګليسي). Archived from the original on March 18, 2022. نه اخيستل شوی September 27, 2021.
- ↑ Dunitz, Jack D. (1997). "Linus Carl Pauling". Biographical Memoirs (په انګليسي). Vol. 71. National Academies Press. pp. 221–261. doi:10.17226/5737. ISBN 978-0-309-05738-7. Archived from the original on 2021-10-28. نه اخيستل شوی 2021-09-27.
{{cite book}}
: نگهداری یادکرد:ربات:وضعیت نامعلوم پیوند اصلی (link) - ↑ Goertzel, Ted; Goertzel, Ben (1995). Linus Pauling: A Life in Science and Politics (په انګليسي). Basic Books. ISBN 978-0-465-00672-4 – via Internet Archive.
- ↑ Abrams, Irwin (1988). [[[:کينډۍ:GBurl]] The Nobel Peace Prize and the laureates : an illustrated biographical history, 1901–1987] (2. print. ed.). Boston: G.K. Hall. ISBN 978-0-8161-8609-9.
{{cite book}}
: Check|url=
value (help) - ↑ کينډۍ:Nobelprize
- ↑ "Pauling, Linus". Encyclopedia of World Biography 12. (1998). Thomson Gale. ISBN 978-0-7876-2221-3. OCLC 498136139.
- ↑ "Pauling Finally Gets High School Diploma". Evening Star. June 19, 1962. p. 1 col 6. نه اخيستل شوی August 3, 2022.
- ↑ Swanson, Stephen (October 3, 2000). "OSU fraternity to donate Pauling treasures to campus library". Oregon State University (په انګليسي). Archived from the original on March 3, 2016. نه اخيستل شوی April 29, 2013.
- ↑ "Linus Pauling Biographical Timeline". Linus Pauling Institute (په انګليسي). Oregon State University. Archived from the original on March 2, 2022. نه اخيستل شوی November 10, 2011.
- ↑ Richard, Terry (May 3, 2013). "Ava Helen Pauling, wife of Linus Pauling, subject of biography by Corvallis author Mina Carson". The Oregonian (په انګليسي). ISSN 8750-1317. Archived from the original on May 13, 2021. نه اخيستل شوی June 2, 2015.
- ↑ ———— (1995). Marinacci, Barbara (ed.). Linus Pauling: in his own words : selected writings, speeches, and interviews (په انګليسي). New York City: Simon & Schuster. p. 39. ISBN 978-0-684-81387-5. نه اخيستل شوی May 27, 2015 – via Internet Archive.
Graf gave me a job correcting papers in the courses he taught, about statics and dynamics, bridge structure, strength of materials, and so on. I also helped him in the laboratory.
- ↑ "Commencement 1925 California Institute of Technology Pasadena" (PDF). California Institute of Technology. June 12, 1925. Archived (PDF) from the original on November 1, 2020. نه اخيستل شوی March 29, 2013.
- Pages with script errors
- د ويکيډېټا په کينډيو کې تېروتنې
- د دوتنو د ماتو تړنو مخونه
- د ويکيډاټا تيروتنې
- په ويکيډاټا کي خرابي
- د ويکيډاټا توکو کاروونکي مخونه
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P463
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1066
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P101
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P135
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P856
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P935
- په ويکيډاټا کې غير پښتو نښانونه
- ژبه لرونکي سرچينې انګليسي
- نگهداری یادکرد:ربات:وضعیت نامعلوم پیوند اصلی
- مخونه چې ناسم اېنټرنيټي لينکونه لري
- CS1: Julian–Gregorian uncertainty
- مخونه د اي اس بي ان جادوګر لينکونو سره