Jump to content

د پاريس تړون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د پاريس تړون (په فرانسوي کې ورته Accord de Paris يعنې د پاريس موافقه وايي) زياتره د پاريس تړونونو يا د اقليم په اړه د پاريس تړونونو ته راجع شوي دي، چې د اقليم د بدلون په اړه يو نړيوال تړون دی او په ۲۰۱۵ ز کې تصويب شو. دا تړون د اقليم د بدلون کمښت، تطبيق يا توافق او مالي برخې رانغاړي. ذکر شوی تړون د فرانسې پاريس ته نږدې د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون په کنفرانس ۲۰۱۵ ز کې د ۱۹۶ هېوادونو له خوا تر بحث لاندې ونيول شو.

د پاريس تړون د ۲۰۱۶ ز د اپريل په ۲۲ مه نېټه (چې د ځمکې نړيواله ورځ ده) په نيويارک کې د يو لړ مراسمو په لړ کې د لاسليک لپاره وړاندې شو. وروسته له هغې چې اروپايي اتحاديې د پاريس تړون تصويب کړ، ډېرو هېوادونو نوموړی تړون د نړۍ د بس (کافي) ګلخانه يي ګازونو لپاره د مسؤل په توګه تصويب کړی و، چې په پای کې د ۲۰۱۶ ز د نومبر په ۴ مه عمل ته وړاندې شو. د ۲۰۲۱ ز تر نومبر پورې د اقليمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو د چارچوکاټ د تړون (United Nations Framework Convention on Climate Change (UNFCCC)) ۱۹۳ غړي د پاريس د تړون ګوندونه يا غړي هم دي. د UNFCCC له هغو څلورو غړو دولتونو نه چې تړون يې نه دی تصويب کړی، يوازينی تر ټولو ستر نفې کوونکی يې ايران دی. متحده ايالتونه په ۲۰۲۰ ز کې له ياد تړون نه په شا شول، مګر په ۲۰۲۱ز کې بېرته ورسره يو ځای شول.

د پاريس د تړون د اوږد مهاله تودوخې موخه په نړيوالې مطلوبې حرارت درجې کې له صنعتي نه د مخکې کچې نه پورته په ښه ډول تر (2 °C (3.6 °F)) ټيټې حرارت درجې پورې د لوړوالي ساتل دي او د ترجیح په ډول زياتوالی تر (1.5 °C (2.7 °F)) پورې محدود کړي، چې د همدې له مخې دا مشخص کوي، چې دا به د اقليم د بدلون اغېزې په ثابت ډول لږې کړي. د ګازونو خپرېدنه بايد تر ممکنه کچې ژر لږه شي او د ۲۱مې پېړۍ تر نيمايي پورې خالص صفر ته ورسېږي. [۱][۲]

دا تړون د غړو (ګوندونو) د وړتيا زياتولو موخه لري، چې د اقليم د بدلون له اغېزو سره توافق وکړي او کافي ماليه چمتو کړي. د تړون له مخې هر هېواد بايد خپله ونډه مشخص، پلان او په باقاعده ډول يې راپور ورکړي. هېڅ ميکانيزم په يوه هېواد فشار نه راوړي چې د ګازونو د خپرېدو ځانګړې نښې ترتيب کړي، مګر هره نښه بايد د پخوانيو نښو پسې تعقيبوونکې وي. د ۱۹۹۷ ز د Kyoto Protocol برعکس، د پرمختللو او مخ پر وده هېوادونو تر منځ توپير نامعلوم (مبهم) دی، نو له همدې له امله وروستني هېوادونه، بايد د ګازونو د کمښت لپاره پلانونه وسپاري.

ياد تړون، د نړۍ د مشرانو له خوا بدرګه شو، مګر د ځينو چاپېريال پلوو او تحليلګرانو په واسطه په نابسيا توګه د اجبار له امله نقد شو. د تړون د ګټورتوب په اړه مخالف بحثونه شته. په داسې حال کې چې د پاريس د تړون له مخې شته هڅې د ټاکل شوو حرارت درجو موخو ته د رسېدو لپاره بس نه دي، مګر بيا هم د زياتې شوې هيلې يو ميکانيزم شته. د پاريس تړون د اقليم دعوې په ځواکمنو هېوادونو او د اقليمي عمل د پياوړي کولو په موخه د نفتو په يوه کمپنۍ کې په بريالي ډول کارول کېږي.

پرمختګ

[سمول]

د اقليم د بدلون په اړه د ملګرو ملتونو د کاري چوکاټ تړون، چې په ۱۹۹۲ ز کې (د ځمکې د اوج په نامه ) تصويب شو، د دې موضوع په برخه کې له لومړنيو نړيوالو تړونونو نه دی. دا تړون مشروطوي چې ګوندونه بايد په منظم ډول د اقليم د بدلون د مخاطب کوونې په پار په ګوندونو په کنفرانس (Conference of Parties or COP) کې سره وويني. دا تړون د اقليم په اړه د راتلونکو تړونونو بنسټ تشکيلوي. [۳]

د Kyoto Protocol په ۱۹۹۷ز کې تصويب شو، چې له ۲۰۰۸ نه تر ۲۰۱۲ ز پورې يې د هېوادونو د يوې محدودې ډلې لپاره د ګلخانه يي ګاز کمښت قانوني کړ. ياد پروتوکول، په ۲۰۱۲ ز کې د دوحې په اصلاحیې(تعديل) سره تر ۲۰۲۰ ز پورې وغځېد. متحده ايالتونو د پروتوکول د نه تصويبولو پرېکړه وکړه. بنسټيز دليل يې د دې تړون په قانوني ډول د اجباريتوب ځانګړنه وه. دې او د تعميم مخالفت د اقليم په اړه نړيوالې خبرې اترې له ناکامۍ سره مخامخ کړې. د ۲۰۰۹ ز کال خبرو اترو د Kyoto د ځايناستي تړون د رامنځته کولو اراده لرله، مګر خبرې اترې له منځه ولاړې او د Copenhagen پايليز تړون په قانوني ډول اجباري نه و او په نړيواله کچه ونه منل شو. [۴][۵][۶]

ذکر شوي تړون، د پاريس د تړون د بنسټيزې طريقې د کاري چوکاټ بنسټ کېښود. د UNFCCC اجرائيه منشۍ (Christiana Figueres) تر مشرۍ لاندې د Copenhagen له ناکامۍ نه لږ څه وروسته خبرې اترې بيا پيل شوې. د ملګرو ملتونو د اقليم د بدلون د ۲۰۱۱ ز کنفرانس پر مهال، د (Durban Platform) رامنځته شوی و چې د يوې قانوني وسيلې په اړه بحث وکړي، چې له ۲۰۲۰ ز نه د اقليمي بدلون د کمښت په معيارونو حکومت کوي. پايليز تړون بايد په ۲۰۱۵ ز کې تصويب شوی وی. [۷][۸]

خبرې اترې او تصويب

[سمول]

په پاريس کې دوه اونيزې خبرې اترې وشوې او درې وروستۍ شپې يې نورهم دوام وکړ. بېلابېلې مسودې او وړانديزونه تر بحث لاندې ونيول شول او په تېر کال پورې روان او ګټور شول. د يوې تبصرې له مخې دوه لارې چې فرانسويانو په کې د بريا اټکل زيات کړ دا وو: لومړی دا يقيني کول چې INDCs له خبرو اترو نه وړاندې بشپړ شوي وو او دويم دا چې مشران يوازې د کنفرانس د پيلولو لپاره دعوت کړي. [۹][۱۰][۱۱]

خبرې اترې نږدې هغه وخت د يوه مفرد ويیکي له امله بې پايلې شوې، چې د متحده ايالتونو قانوني ډلې په وروستۍ دقيقه کې درک کړه، چې «بايد shall (الزامي)» د «بايد Should (سپارښتنه)» په پرتله تاييد شوی دی؛ دا معنا چې پرمختللي هېوادونه به په قانوني ډول مجبور وي چې د ګازونو خپرېدونه بنده کړي. فرانسويانو ذکر شوې ستونزه د يوې املايي تېروتنې په توګه د بدلولو په واسطه حل کړه. د COP21 (د ګوندونو د کنفرانس ۲۱ ليدنه) په پايله کې د ۲۰۱۵ ز د ډيسمبر په ۱۲مه UNFCCC د ۱۹۳ ګدونوالو غړو دولتونو او اروپايي اتحاديې د اجماع له مخې د پاريس تړون تصويب شو. نيکاراګوا څرګنده کړه چې دوی غوښتل د تصويب په اړه نيوکه وکړه، ځکه چې دوی د تړون کمزوري وګواښوله، مګر د خبرو کولو موکه ورنه کړل شوه. په تړون کې غړو دولتونو، په ممکنه ژر ډول د خپل کاربن وتنو (outputs) د کمښت او له (2 °C يا 3.6 °F) نه تر ټيټې درجې پورې د نړيوالې تودوخې د ساتنې په موخه د نهايي هڅو ژمنه وکړه. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

لاسليک او تنفیذ

[سمول]

د پاريس تړون د دولتونو او سيمه یيزو اقتصادي اتحاديې سازمونونو په واسطه د لاسليک لپاره خلاص شو، چې همدوی د ۲۰۱۶ ز د اپریل له ۲۲ نه د ۲۰۱۷ ز د اپریل تر ۲۱ مې پورې په نيويارک کې د ملګرو ملتونو په مرکز کې د UNFCCC ګوندونه دي. د تړون لاسليک د تصويب پر لور لومړنی ګام دی، مګر له لاسليک پرته هم له تړون سره موافقت کول ممکن دي. د تړون لاسليک هېوادونه د تړون د موخې برعکس فعاليتونو له ترسرکولو نه منع کوي. د ۲۰۱۶ ز د اکتوبر په ۱ مه نېټه متحده ايالتونو او چين، چې د نړي د ګازانو نږدې ٪۴۰ وړاندې کوي، ومنله چې د پاريس د اقليم تړون به لاسليکوي. ياد تړون د لاسليک په لومړۍ ورځ د ۱۷۵ ګوندونو له خوا لاسليک شو (۱۷۴ دولتونه او اروپايي اتحاديه). د ۲۰۲۱ تر مارچ پورې ۱۹۴ دولتونو او اروپايي اتحاديې د پاريس تړون لاسليک کړی دی. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

ياد تړون به هغه وخت د تطبيق ساحې ته داخلېږي (او د همدې له امله په بشپړ ډول ګټور ګرځي)، چې هغه ۵۵ هېوادونه چې د نړۍ د ګلخانه يي ګازونو لږ تر لږه ٪۵۵ توليدوي (په ۲۰۱۵ ز کې د خپور شوي لېست له مخې)؛ دا تړون تصويب يا له تړون سره يو ځای شي. د اروپايي اتحاديې له خوا د تړون له تصويب نه وروسته، ياد تړون کافي (پوره) ګوندونه تر لاسه کړل، چې له مخې يې د ۲۰۱۶ز د نومبر په ۴ مه د عمل ساحې ته دننه شو. [۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

سرچینې

[سمول]
  1. UNFCCC. "The Paris Agreement". unfccc.int. Archived from the original on 19 March 2021. نه اخيستل شوی 18 September 2021.
  2. Schleussner, Carl-Friedrich. "The Paris Agreement – the 1.5 °C Temperature Goal". Climate Analytics (په انګليسي). Archived from the original on 2023-05-29. نه اخيستل شوی 2022-01-29. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  3. "UN Climate Talks". Council of Foreign Affairs. 2021. Archived from the original on 20 July 2021. نه اخيستل شوی 20 July 2021.
  4. Harrabin, Roger (8 ډيسمبر 2012). "UN climate talks extend Kyoto Protocol, promise compensation". BBC News. Archived from the original on 16 July 2018. نه اخيستل شوی 22 June 2018.
  5. Falkner, Robert (2016). "The Paris Agreement and the new logic of international climate politics". International Affairs (په انګليسي). 92 (5): 1107–1125. doi:10.1111/1468-2346.12708. ISSN 0020-5850. Archived from the original on 3 June 2018. نه اخيستل شوی 7 March 2021.
  6. Klein, Richard J. T. (7 December 2020). "The Paris Agreement and the future of climate negotiations". Stockholm Environment Institute (په انګليسي). Archived from the original on 18 July 2021. نه اخيستل شوی 18 July 2021.
  7. McGrath, Matt (19 February 2016). "UN climate chief Christiana Figueres to step down". BBC News (په انګليسي). Archived from the original on 29 December 2020. نه اخيستل شوی 7 March 2021.
  8. "UNFCCC:Ad Hoc Working Group on the Durban Platform for Enhanced Action (ADP)". Archived from the original on 2 August 2015. نه اخيستل شوی 2 August 2015.
  9. Goldenberg, Suzanne (12 December 2015). "Paris climate deal: nearly 200 nations sign in end of fossil fuel era". The Guardian (په انګليسي). Archived from the original on 26 July 2021. نه اخيستل شوی 18 July 2021.
  10. Evans, Simon (7 September 2015). "Bonn climate talks ask for draft Paris text". Carbon Brief (په انګليسي). Archived from the original on 18 July 2021. نه اخيستل شوی 18 July 2021.
  11. "The Paris Agreement is done! Let the negotiations begin?". GHG and Carbon Accounting, Auditing, Management & Training | Greenhouse Gas Management Institute (په انګليسي). 24 February 2016. Archived from the original on 22 July 2021. نه اخيستل شوی 22 July 2021.
  12. "How a 'typo' nearly derailed the Paris climate deal". the Guardian (په انګليسي). 16 December 2015. Archived from the original on 22 July 2021. نه اخيستل شوی 22 July 2021.
  13. Sutter, John D.; Berlinger, Joshua (12 December 2015). "Final draft of climate deal formally accepted in Paris". CNN. Cable News Network, Turner Broadcasting System, Inc. Archived from the original on 12 December 2015. نه اخيستل شوی 12 December 2015.
  14. Watts, Joshua; Depledge, Joanna (2018). "Latin America in the climate change negotiations: Exploring the AILAC and ALBA coalitions". WIREs Climate Change. 9 (6). doi:10.1002/wcc.533. S2CID 134228301. Archived from the original on 15 July 2021. نه اخيستل شوی 15 July 2021.
  15. Harvey, Fiona (8 December 2020). "The Paris agreement five years on: Is it strong enough to avert climate catastrophe?". The Guardian. Archived from the original on 15 July 2021. نه اخيستل شوی 15 July 2021.
  16. "'Historic' Paris climate deal adopted". CBC News. CBC/Radio Canada. 12 December 2015. Archived from the original on 12 December 2015. نه اخيستل شوی 12 December 2015.
  17. Yeo, Sophie (19 April 2016). "Explainer: The adoption, signing and ratification of the UN climate deal". Carbon Brief (په انګليسي). Archived from the original on 8 May 2021. نه اخيستل شوی 8 May 2021.
  18. "Article 20(1)" (PDF). UNFCCC.int. Archived (PDF) from the original on 17 November 2017. نه اخيستل شوی 17 November 2017.
  19. Voigt, Christina (2017). "Institutional Arrangements and Final Clauses". In Klein, Daniel (ed.). The Paris Agreement on Climate Change. p. 363.
  20. McGrath, Matt (31 March 2016). "Paris Climate Treaty: 'Significant step' as US and China agree to sign". BBC. Archived from the original on 23 April 2016. نه اخيستل شوی 23 April 2016.
  21. Davenport, Coral (31 March 2016). "Obama and President Xi of China Vow to Sign Paris Climate Agreement Promptly". The New York Times. Archived from the original on 1 April 2016.
  22. "'Today is an historic day,' says Ban, as 175 countries sign Paris climate accord". United Nations. 22 April 2016. Archived from the original on 29 June 2017. نه اخيستل شوی 29 June 2017.
  23. "PARIS AGREEMENT Signature Ceremony" (PDF). UNFCCC. 22 April 2016. Archived from the original (PDF) on 16 May 2017. نه اخيستل شوی 22 April 2016.
  24. "Paris Agreement". United Nations Treaty Collection. Archived from the original on 5 July 2021. نه اخيستل شوی 15 July 2021.
  25. "Information provided in accordance with paragraph 104 of decision 1 CP21 related to entry into force of the Paris Agreement (Article 21)" (PDF). UNFCCC. Archived (PDF) from the original on 21 February 2016. نه اخيستل شوی 23 April 2016.
  26. Article 21(1)
  27. Yeo, Sophie (19 April 2016). "Explainer: The adoption, signing and ratification of the UN climate deal". Carbon Brief (په انګليسي). Archived from the original on 8 May 2021. نه اخيستل شوی 8 May 2021.
  28. Yeo, Sophie (6 October 2016). "Explainer: Paris Agreement on climate change to 'enter into force'". Carbon Brief (په انګليسي). Archived from the original on 8 May 2021. نه اخيستل شوی 8 May 2021.