د فلسطین د وېشلو لپاره د ملګرو ملتونو طرحه
د فلسطین د وېشلو په موخه د ملګرو ملتونو طرحه د ملګرو ملتونو هغه وړاندیز و چې په فلسطین باندې یې د بریتانیا د چارسمبالښت له پای ته رسېدو وروسته په اجباري ډول د فلسطین د وېش غوښتنه لرله. دغه طرحه د ۱۹۴۷ زکال د نومبر په ۲۹مه نېټه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ له خوا د ۱۸۱م پرېکړه لیک (II) په توګه تصویب شوه. [۱]
دغې طرحې د اورشلیم یا بیت المقدس د ښار لپاره د یو خپلواک عربي او یهودي نړیوال رژیم د جوړېدو لارښوونه کوله. د وېش له دغې طرحې سره یو څلور برخې لرونکي سند شتون درلود چې بیا له پرېکړه لیک سره هم ضمیمه کړای شو او په سیمه باندې یې د بریتانیا د چارسمبالښت د پای، د بریتانیا د وسله والو ځواکونو د تدریجي وتلو او همدارنګه د دواړو هېوادونو او اورشلیم ترمنځ یې د پولې د ټاکنې وړاندوینه کوله. د دغې طرحې لومړۍ برخې په ډاګه کوله چې دغه ماموریت باید ژر تر ژره ترسره او بریتانیا هم باید د ۱۹۴۸ زکال د اګست تر لومړۍ نېټې پورې خپل ټول ځواکونه له سیمې وباسي. ورته مهال نوی دولت باید د ځواکونو له وتو وروسته دوه میاشتو کې چې نه باید د ۱۹۴۸ زکال د اکتوبر له لومړۍ نېټې وځنډېږي، رامنځته شي. دغې طرحې همدارنګه د وړاندیز شوو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو او همدارنګه د لږکیو او مذهبي ډلو د حقونو څخه د ملاتړ غوښتنه کوله. په داسې حال کې چې د مذاکراتو پر مهال د فلسطین اړوند د ملګرو ملتونو له ځانګړې کمېټې سره یهودي سازمانونو همکاري لرله، خو د فلسطین عربي مشرتابه بیا هغه تحریم کړه. [۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]
دغه وړاندیز شوې طرحه د هغو د مخالفینو له خوا د یهودي رژیم په ګټه وبلل شوه، ځکه چې ۵۶٪ خاوره یې یهودو ته ځانګړې شوه؛ په داسې حال کې چې د فلسطین د عربو وګړو شمېر د یهودانو د شمېر دوه چنده و. دغه طرحه په زړه نا زړه توګه د یهودي آژانس له خوا په شکمنه بڼه ومنل شوه. له یادې طرحې څخه په فلسطین کې ډېری یهودانو ملاتړ وکړ. یو شمېر یهودي مشرانو بیا هغه په ټول فلسطین کې د راتلونکې قلمروي پراختیا پر لور یو ګام باله. د عربو عالي کمېټې یا عربي اتحادیې او همدارنګه نورو عربي مشرانو او دولتونو هغه رد کړه، ځکه چې د دغې سیمې دوه پر درې برخه وګړي عربان و او همدارنګه ګڼ شمېر ځمکې هم دوی ته اړوند وې. دوی همدارنګه د هر ډول ځمکني وېش منلو ته چمتو نه و او څرګندوله یې چې دغه ډول وېش د ملګرو ملتونو د سازمان په منشور کې د ملي خودمختارۍ یا کورواکۍ اصول له منځه وړي هغه چې له مخې یې وګړو ته دا حق ورکول کېږي د خپل برخلیک اړوند خپله پرېکړه وکړي. هغوی د دغه پرېکړه لیک د اجرا کولو څخه د مخنیوي په موخه د اړینو اقداماتو د ترسره کولو اړوند خپل هوډ څرګند کړ. بالاخره په فلسطین کې کورنۍ جګړه پیل شوه او یاده طرحه پلې نه شوه. [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]
رایه اچونه
[سمول]د دغه پرېکړه لیک تصویب په هغه مهال کې د ملګرو ملتونو د سازمان د ۵۷ غړو هېوادونو دوه پر درې برخه معتبرو رایو ته اړتیا لرله چې په دغو کې د ممتنع غړو رایه نه شمېرل کېده. د نومبر په ۲۶مه نېټه د یهودي پلاوي د فلیباسټر هڅو پر مټ د رایو ورکولو نېټه درې ورځې وځنډېده. د بېلابېلو سرچینو په خبره که چېرې په ټاکل شوې نېټه رایه ورکړل شوې وای دغې طرحې اکثریت رایه ترلاسه کولای شوه، خو دوه پر درې اړتیا وړ رایې یې نه شوای پوره کولی. د مصالحې او همدارنګه په یو واحد دولت کې د فدراسیوني او کانتوني سیسټمونو اړوند بحثونه وشول (دا هغه موارد وو چې وړاندې په کمېټه کې په بشپړه توګه رد شوي وو). له دغه ځنډ څخه په نیویارک کې د یهودانو پلویانو په هغو هېوادونو باندې د فشار راوړو په موخه کار واخیست چې له یاد پرېکړه لیک څخه یې ملاتړ نه کاوه. [۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]
د طرحې په ګټه د فشار راپورونه
[سمول]یهودانو په سپینه ماڼۍ کې شدیدې لابي ګرۍ ته مخه کړه څو د فلسطین اړوند د ملګرو ملتونو د کمېټې د پلان لپاره تائید ترلاسه کړي؛ د دغې لابي ګرۍ اغېزې بې اهمیته نه وې. دیموکرات ګوند چې خپلې ډېری مرستې یې له یهودانو ترلاسه کولې؛ ولسمشر ټرومن ته یې وویل چې په فلسطین کې له یهودانو څخه د ملاتړ اړوند د ژمنو نه ترسره کول د ګوند لپاره لوی ګواښ دی. ځکه چې په ۱۹۴۶ زکال کې د کانګرس په ټاکنو کې د یهودانو د رایو انحراف د ګوند د پاتې راتلو لامل ګرځېدلی و. د راجر کوهن په خبره، ټرومن چې د هغوی په لابي ګرۍ کې د بند راتلو او «بې ځایه مداخلې» څخه نور ستړی و؛ هغوی یې د معاصر کړکېچ لامل بلل. هغه مهال چې د اکتوبر په ۱۱مه نېټه امریکا د وېش په ګټه رسمي اعلامیه خپره کړه د عامه اړیکو د برخې یوه چارواکي د بندو دروازو ترشاه یوه غونډه کې یهودي بېړنۍ شورا ته وویل: «موږ باید د هېڅ ډول شرایطو له مخې په دې باور نه و، یا هم داسې فکر وکړو چې موږ په فداکاریو دغې بریا ته لاسرسی موندلی بلکې له دې امله ده چې امریکا زموږ د موخې په ګټه رایه ورکړې. موږ د سیاسي تدارکاتو د فشار پر مټ چې په متحده ایالاتو کې د یهودانو د رهبرۍ له خوا واردېږي؛ بریالي شوي یو». د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د فلسطین د وېش اړوند د ملګرو ملتونو د کمېټې د هغه وړاندیز اړوند له نیوکو وروسته ولسمشر ته یو شمېر مشورې ورکړې چې دغې کمېټې غوښتل د یافا او نقف ډیری عرب نشینه ښارونه هم یهودانو ته ورکړي؛ له همدې امله د صهیونېزم د نړیوال سازمان مشر حییم وایزمن له ځنډ پرته له ترومن سره یوه پټه ناسته وکړه خو هغه یې تر ډېره غوښتنې رد کړې. متحده ایالاتو په پیل کې دواړو لورو ته د رایو د ورکړې په موخه په کوچنیو ایالتونو باندې له فشار راوړو ډډه وکړه، خو رابرټ اې. لاوت راپور ورکړی چې په ملګرو ملتونو کې د امریکايي پلاوي دوسیه د یهودي ډلو د پریمانه فشارونو له امله له ستونزو سره مخ وه او داسې نښې شتون لري چې هغوی له بډو او همدارنګه په لایبیریا او نیکاراګوا باندې د بندیزونو د لګولو له ګواښ ګټنه وکړه. هغه مهال چې د نومبر په ۲۵مه نېټه یادې طرحې لازم اکثریت رایې ترلاسه نه کړې، د لابي ګرۍ چارو یې لا چټکتیا ومونده او ولسمشر یې اړ کړ څو د بهرنیو چارو وزارت مشورې له پامه وغورځوي او کمزورو هېوادونو ته وښيي چې متحده ایالات په کلکه سره د وېش غوښتونکی دی. [۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]
د راپورونو له مخې له دغې طرحې سره موافقینو په نورو هېوادونو فشار راووړ څو مثبته رایه ورکړي. د ۲۶ بانفوذه امریکايي سناتورانو لاسلیک لرونکی یو ټلګراف کمزورو هېوادونو ته ولېږل شو او له هغوی څخه د یادې طرحې د ملاتړ غوښتنه وشوه. دغه مهال د متحده ایالاتو سنا، چین ته د مرستو یوه ۶۰ میلیون ډالري ټولګه په پام کې نیولې وه. ګڼ شمېر هېوادونو د هغو فشارونو یادونه کړې چې په ځانګړې توګه په دوی راوړل شوي و: [۴۱][۴۲][۴۳]
- متحده ایالات (په ګټه رایه): ولسمشر ټرومن وروسته څرګنده کړه، «حقیقت دا و چې نه یوازې د ملګرو ملتونو په چاپېر کې فشاري خوځښتونو شتون درلود، بلکې په سپینه ماڼۍ کې هم بل هېڅ وخت دغه ډول فشار نه و وارد شوی او ماڼۍ یې د دایمي ګواښونو سره مخ کړې وه. فکر نه کوم چې بل کوم وخت دې په سپینې ماڼۍ داسې فشار او پروپاګند شتون لرلی وي چې ما تجربه کړ. یو شمېر سخت دریځو یهودي مشرانو – چې په سیاست او سیاسي ګواښونو کې یې د ښکېل کېدو انګېزه لرله – زه یې سخت ستړی او وځورولم». [۴۴]
- هند (پر ضد رایه): د هند لومړي وزیر جواهر لعل نهرو په ډېرې غصې او سپکاوي سره د ملګرو ملتونو د رایو د تنظیم د ډول اړوند خبرې وکړې. هغه وویل چې یهودانو هڅه وکړه څو هند ته په میلیونونو روپۍ بډې ورکړي او همدارنګه یې په ملګرو ملتونو کې زموږ سفیرې خور لکشمي پانډېټ ته هره ورځ ګواښ کاوه چې که چېرې «سمه رایه ورنکړي» ژوند یې له ګواښ سره مخ دی.[۴۵]
- لایبریا (موافقه رایه): د متحده ایالاتو لپاره د لایبریا سفیر له دې شکایت وکړ چې د متحده ایالاتو پلاوي له څو هېوادونو سره د مرستې د قطع کولو ګواښ کړی و. د فایرسټون طبیعي رابړ د شرکت مشر هاروې اس. فایرسټون چې د دغه هېواد یو له مخکښو پانګوالو څخه و؛ د دغه پریکړه لیک د تصویب په موخه یې په دولت فشار راووړ. [۴۶][۴۷][۴۸]
سرچينې
[سمول]- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Galina Nikitina, The State of Israel: A Historical, Economic and Political Study / By Galina Nikitina / 1973, Progress Publishers / p. 56.
- ↑ Палестина / Л. А. Беляев, С. Б. Григорян, П. А. Рассадин (с 1939), М. Ю. Рощин // Большая российская энциклопедия : (в 35 т.) / гл. ред. Ю. С. Осипов. — М. : Большая российская энциклопедия, 2004—2017.
- ↑ Galina Nikitina, The State of Israel: A Historical, Economic and Political Study / By Galina Nikitina / 1973, Progress Publishers / p. 56.
- ↑ William B. Quandt, Paul Jabber, Ann Mosely Lesch The Politics of Palestinian Nationalism, University of California Press, 1973 p.7.
- ↑ Part II. – Boundaries recommended in UNGA Res 181 Molinaro, Enrico The Holy Places of Jerusalem in Middle East Peace Agreements Page 78
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ The Question of Palestine and the UN, "The Jewish Agency accepted the resolution despite its dissatisfaction over such matters as Jewish emigration from Europe and the territorial limits set on the proposed Jewish State."

- ↑ Sean F. McMahon, The Discourse of Palestinian-Israeli Relations, Routledge 2010 p. 40. "The Zionist movement also accepted the UN partition plan of 1947 tactically. Palumbo notes that “[t]he Zionists accepted this scheme [the UN partition plan] since they hoped to use their state as a base to conquer the whole country.” Similarly, Flapan states that “[Zionist] acceptance of the resolution in no way diminished the belief of all the Zionist parties in their right to the whole of the country [Palestine]”; and that “acceptance of the UN Partition Resolution was an example of Zionist pragmatism par excellence. It was a tactical acceptance, a vital step in the right direction — a springboard for expansion when circumstances proved more judicious.”
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Simha Flapan, The Birth of Israel: Myths and Realities, Pantheon, 1988, ISBN 978-0-679-72098-0, Ch. 1 Myth One : Zionists Accepted the UN Partition and Planned for Peace, pages 13-53 "Every school child knows that there is no such thing in history as a final arrangement— not with regard to the regime, not with regard to borders, and not with regard to international agreements. History, like nature, is full of alterations and change. David Ben-Gurion, War Diaries, Dec. 3, 1947"
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ The Question of Palestine and the UN, "The Jewish Agency accepted the resolution despite its dissatisfaction over such matters as Jewish emigration from Europe and the territorial limits set on the proposed Jewish State."
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ The Question of Palestine and the UN, "The Jewish Agency accepted the resolution despite its dissatisfaction over such matters as Jewish emigration from Europe and the territorial limits set on the proposed Jewish State."
- ↑ Sami Hadawi, Bitter Harvest: A Modern History of Palestine, Olive Branch Press, (1989)1991 p.76.
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Live by the Sword: Israel's Struggle for Existence in the Holy Land, James Rothrock, p.14
- ↑ Lenczowski, G. (1962). The Middle East in World Affairs (3rd Edition). Ithaca, NY: Cornell University Press. p. 723
- ↑ Article "History of Palestine", Encyclopædia Britannica (2002 edition), article section written by Walid Ahmed Khalidi and Ian J. Bickerton.
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Ben-Dror 2007، مم. 259-260: "The Arabs overwhelmingly rejected UNSCOP’s recommendations. The Arabs’ list of arguments against the majority’s conclusions was indeed a long one. A Palestinian historian summarized it by saying ‘Everything about it was Zionist’. When one takes into consideration the majority’s recommendations and the enthusiasm with which these recommendations were accepted by the Zionist leadership, then one can indeed affirm that claim. UNSCOP recommended an independent Jewish state, although the Arabs firmly objected to the principle of independence for the Jews, and did so in a way very generous to the Jews. More than half of the area of Palestine (62 percent) was allocated to be a Jewish state and the Arab state was supposed to make do with the remaining area, although the Palestinian Arab population numbered as much as twice the Jewish population in the land. The pro-Zionist results from UNSCOP confirmed the Arabs’ basic suspicions towards the committee. Even before the onset of its inquiry in Palestine, argued the Arabs, most of its members took a pro-Zionist stand. In addition, according to the Arabs, the committee’s final object – the partition – was pre-decided by the Americans. According to this opinion, the outcome of the UNSCOP inquiry was a foregone conclusion. This perception, which led the Palestinian Arabs to boycott the committee, is shared by some modern studies as well."
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Assembly Delays Vote on Palestine, NY Times, 27 November 1947
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ U.N. Puts off Vote on Palestine a Day: Compromise is Aim, NY Times, 29 November 1947
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Unitary Palestine Fails in Committee, NY Times, 25 November 1947
- ↑ U.N. Puts off Vote on Palestine a Day: Compromise is Aim, NY Times, 29 November 1947
- ↑ The Palestine Mandate "the Mandatory should be responsible for putting into effect the [Balfour] declaration originally made on November 2nd, 1917"
- ↑ Michael Joseph Cohen, Truman and Israel, University of California Press 1990 p.162.
- ↑ John J. Mearsheimer, Stephen M. Walt, The Israel Lobby and US Foreign Policy,(2007) Penguin Books 2008 p.371, n.8. Truman also remarked:'In all of my political experience I don't ever recall the Arab vote swinging a close election'.(p.142).
- ↑ Michael Joseph Cohen (1990) Truman and Israel University of California Press. pp.163–154: "Greece, the Philippines, and Haiti – three countries utterly dependent on Washington – suddenly came out one after another against its declared policy ...Abba Hillel Silver reported to the American Zionist Emergency Council: 'During this time, we marshalled our forces, Jewish and non-Jewish opinion, leaders and masses alike, converged on the Government and induced the President to assert the authority of his Administration to overcome the negative attitude of the State Department which persisted to the end, and persists today. The result was that our Government made its intense desire for the adoption of the partition plan کينډۍ:Sic to the wavering governments."'
- ↑ Michael Joseph Cohen, Truman and Israel, University of California Press 1990 161–163
- ↑ Chinese Put Needs at Several Billion, New York Times, 30 November 2015
- ↑ House, Debating Aid, Veers to Attacks on U.S. Policies, NY Times, 5 December 1947
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil)., p. 28, cite, Harry S. Truman, Memoirs 2, p. 158.