دراویډي ژبې
ښکارېدونکې بڼه
(له دراویدي ژبې نه مخ گرځېدلی)
دراويډي ژبې | |
---|---|
سيمه | سوېلي اسيا ، تر ډېره سوېلي هند |
دراويډي | |
لومړی ډول | پخوانۍ دراويډي
|
ژبکوډونه | |
آيسو ۶۳۹-۳ | dra |
دراویډي ژبې د نړۍ یوه مهمه کورنۍ ده. په دې کې شاملې ژبې زیاتره په سوېلي هند کې ویل کیږي. د دې کورنۍ شاوخوا 73 ژبې [۱] د برصغیر د نړۍ په ډېری برخو کې خبرې کیږي، په ځانګړې توګه په سویلي هند او شمال ختیځ سريلانکا کې - همدارنګه د پاکستان ، نیپال ، بنګله دېش ، افغانستان او ایران په ځینو برخو کې ویل کیږي. دراویډی ژبه د سېند د درې په تمدن کې ویل کېده - دې خلکو ته دراویډیان يا د راوړ ویل کیږي.
د ژبو دغه ډله د اندو-اروپايي ژبو څخه په بشپړه توګه جلا ده.
د دراویډي ژبو نوملړ
[سمول]ځینې دراویډي ژبې په لاندې ډول دي.
- تامیلي : د هند په تاميل ناډو او د سریلانکا په شمال ختیځ کې ویل کیږي، تاميل تر ټولو پخوانۍ دراویډی ژبه ده. هغه په ادبياتو کې ډېره پراخه ژبه ده. -
- ملایلم يا مليالم : د هند په کیرالا ایالت کې ویل کیږي
- تېلوګو يا تېلګو : د هند په آندرا پردیش او تیلنګانا ایالتونو کې ویل کیږي
- کناډا : په کرناټکا کې ویل کیږي
- براهوي : دا په بلوچستان او ایران کې ویل کیږي او بلوڅي ژبه پرې د پام وړ نفوذ لري. په هرصورت، د ځینو ژبپوهانو د څېړنو له مخې، دا د یوې لرغونې ایلامیټ ژبې سره تړاو لري چې په عراق کې له 2500 څخه تر 1000 م.ز پورې ویل کیده. [۲]
نور وګوره
[سمول]- ژبه
- ژبپوهنه
- کورنۍ ژبه
- بروهي
- دراویډیانو
بهرنۍ اړیکې
[سمول]- د ژبو توکمي کورنۍ == حوالې ==
- ↑ Browse by Language Family | Ethnologue
- ↑ Ostler, Nicholas. Empires of the Word. London: Harper Perennial, 2005. p. 39