حقوقو مفهوم
د بېلګې په توګه سليم غواړي خپل کور په کرايه ورکړي، انور ترې دا کور په کرايه نيسي په دې حقوقي اړيکه کې سليم د حق او صلاحيت خاوند دی او هغه دا چې له انور نه به د کور کرايه اخلي او انور دا وجيبه لري چې د سليم ته به د کور کرايه ورکوي، دلته له سليم پرته بل څوک د کرايې اخيستلو حق نه لري او له بله پلوه انور حق لري چې د سليم له کور نه استفاده وکړي، او سليم وجيبه لري چې انور ته کور تسليم کړي. په دې بېلګه کې مونږ وليدل چې د دې عقد يا اړيکې په پايله کې دواړه لوريو ته حقوق او وجايب رامنځته کيږي، نو د دې لپاره چې حقوق تلف نه شي او هر سړی خپل وجايب او مکلفيتونه په ښه بڼه ترسره کړي، بايد يو سلسله قواعد او مقررات موجود وي چې دا ډول اړيکې ترتيب او تنظيم کړي او هم هر شخص ته د هغه حقوق او وجايب وټاکي، چې د دغه مقرراتو څخه د سرغړونې په صورت کې هغه ته مدني تخلف راجع کړي، په دې مفهوم سره حقوق د قانون سره ورته والی پيدا کوي، د حقوقي روابطو او اړيکو اجراء او رعايت يې د دولت له خوا تضمين کيږي چې هدف يې د ټولنيز ژوند ترتيب او تنظيم، د عدالت تامين، ټولنيز پرمختګ، انکشاف او سوکالي ده.[۲] سرچينې[سمول] |