جان مېجر
جان مېجر | |||||||
---|---|---|---|---|---|---|---|
د شخص مالومات | |||||||
پيدايښت | لندن | ||||||
تابعیت | برېتانيا [۲] | ||||||
قد | 1.83 متر [۳] | ||||||
واک | |||||||
د برېتانیې لومړی وزیر (72 ) | |||||||
د واکمنۍ دوران ۲۸ نومبر ۱۹۹۰ – ۲ مې ۱۹۹۷ |
|||||||
| |||||||
عملي ژوند | |||||||
کار/مسلک | |||||||
مورنۍ ژبه | انګرېزي ژبه | ||||||
کاروونکي ژبه | |||||||
د کړنې څانګه | سياست [۴] | ||||||
وېبپاڼه | |||||||
وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه، د تاييدولو سرچينه | ||||||
مخ پر IMDB باندې | |||||||
سمول |
سر[1] جان مېجر کې جي سي اېچ (Sir John Major KG CH ) چې د ۱۹۴۳ کال د مارچ په ۲۹ زېږېدلی یو بریتانوی سیاستوال دی چې له ۱۹۹۰ څخه تر ۱۹۹۷ پورې یې د بریتانیا د لومړي وزیر او د محافظه کار ګوند د مشر په توګه خدمت وکړ. هغه له ۱۹۸۷ څخه تر ۱۹۹۰ پورې د ټاچر په دولت کې د خزانه دارۍ د لوی وزیر، د بهرنیو چارو وزیر او د مالیې وزیر په توګه خدمت وکړ، له ۱۹۷۹ څخه تر ۲۰۰۱ د هانتیګدون/ Huntingdon (پخوانی هانتینګونشایر) د پارلمان غړی و.
مېجر د لندن په سېنټ هېلر (St Helier,) کې زېږېدلی. په ۱۹۵۹م کال کې يې ښوونځی له درې اوو سطحې (three O-levels) سره پرېښود. د بیلابیلو کارونو له ترسره کولو وروسته او د بې روزګارۍ د یوې دروې له تېرولو سره مېجر په یو معیاري بانک کې دنده ترلاسه کړه. هغه په لمبېث (Lambeth) کې د شورا غړی وټاکل شو او وروسته په د ۱۹۷۹م کال په عمومي ټاکنو کې د پارلمان غړی شو. هغه په لومړیو کې د خصوصي پارلماني منشي او د ګوند د غړیو د څارونکي په توګه خدمت وکړ وروسته د وزیر په توګه له دولت سره یو ځای شو. د ۱۹۸۷ د ټاکنو په دوام یې د مارګاریټ ټاتچر (Margaret Thatcher) له خوا په کابینه کې د مالیې د وزیر په توګه ارتقاع وکړه. وروسته د ۱۹۸۸ کال په جولای میاشت کې د مالیې تر وزیر کېدو د مخه د نېګل لاوسون (Nigel Lawson) د ناڅاپي استفا په دوام یوازې درې میاشتې وروسته د بهرنیو چارو وزارت ته منصوب شو. هغه په ۱۹۹۰ کال کې د لومړي وزیر په توګه بودیجه وړاندې کړه او دا لومړنۍ بودیجه وه چې پر تلویزون خپره شوه.
د ۱۹۹۰کال په نوامبر کې د مایکل هېزلټاین له خوا د ټاچر د مشرۍ پر وړاندې د ننګونې په دوام دهغې تر استعفا وروسته، مېجر د لوبې دویم پړاو ته د ننه او بریالی شو. هغه د نومبر په ۲۸ د لومړي وزیر موقف ته منصوب شو. د خپل کار په لومړنیو میاشتو کې یې د ښاروندۍ میثاق پر لار واچوه، د ټولنې غیرعام مالیات (چې د ټول پوښتنې د مالیاتو په نوم پېژندل کېږي) یې د شورا له مالیاتو سره بدل کړل. بریتانوي سرتېري يې د خلیج جګړې ته ژمن کړل او د اوروپايي اتحادیې د ماسټرېچ تړون Maastricht)) مذاکره یې وکړه. مېجر د ۱۹۹۲م کال په ټاکنو کې د سخت کړکېچ سره سره د محافظه کار ګوند په مشرۍ څلورمې پرلپسې بریا ته لار هواره کړه او له څوارلس میلیون څخه ډېرې رايې يې وګټلې، چې تر نن ورځې د بریتانیا د سیاسي ګوند لپاره په عوام مجلس کې له لږ اکثریت سره، یو ریکارډ دی. یوازې څو میاشتې وروسته مېجر د ۱۹۹۲ د سپټمبر په ۱۶مجبور شو د استرلېنګ پونډ د اروپا د اسعارو د تبادلې د نرخ له میکانیزم څخه وباسي چې یاده ورځ په توره چهارشنبې مشهوره شوه. دا د میجر د اقتصادي اعتبار د باور بایللو لامل شو او هغه هېڅکله ونه شو کولی په ټولپوښتنو کې غورهوالي ته ورسېږي. مېجر د اکثریت له لږ محبوبیت سره سره د تعلیم او جرمي عدالت په برخه کې نور اصلاحت/سمونې منظور کړل، د بریتانیا د ډبرو د سکرو او اورګاډي صنعت یې خصوصي کړ، د ډاونېنګ سټرېټ (Downing Street) اعلامیه یې لاسلیک کړه، د شمالي ایرلنډ د سولې پروسه يې بیا غښتلي کړه چې په پای کې د ښې جمعې (Good Friday Agreement) د توافق لامل شو.[۵]
په ۱۹۹۵ کال کې د اروپایي اتحادیې وېش او د یو لړ جنسي او مالي فسادونو (چې په پراخ ډول د سلیز/"sleaze" په نوم پېژندل کېږي) له امله د پارلمان د لوی شمېر غړو له لاسه ورکولو میجر د ګوند د مشر په توګه په جون میاشت کې استعفا ته اړ کړ، خپل منتقیدین/ نیوکه کوونکي یې وننګول چې یا یې ملاتړ وکړي یا دی وننګوي; هغه د جان رېډووډ له خوا په مناسب ډول وننګول شو، خو په اسانۍ سره بیا وټاکل شو. دا چاره د هغه په سیاسي موقف کې د پرمختګ لامل نه شوه. او د ۱۹۹۶ کال تر ډېسمبر پورې دولت خپل اکثریت په عوام مجلس/ ولسي جرګه کې له لاسه ورکړ. د ۱۹۹۷ په ټاکنو کې د محافظه کارانو له اتلس کلنې واکمنۍ وروسته د ۱۸۳۲م کال د لویو سمونو/ اصلاحاتو د قانون راهیسې مېجر د کارګر ګوند د ټوني بېلر له خوا له تر ټولو سختې ماتې سره مخ شو. مېجر تر ماتې وروسته د محافظه کار ګوند د مشر په توګه استعفا وکړه او وېلیم هګو (William Hague) یې ځای ناستی وټاکل شو. [۶]
مېجر د ۲۰۰۱ کال په ټاکنو کې له عوام مجلس/ ولسي جرګې څخه تقاعد شو او له هغه مهال وروسته په خیریه او سوداګریزو چارو کې د خپلو ګټو په لټه کې شو. په داسې حال کې چې د هغه د واکمنۍ د مهال یوې لومړنۍ ارزونې هغه یو ضعیف او بې باوره مشر بللی و. په دوام یې په نورو وروستیو کلونو کې نوې ارزونې د شمالي ایرلنډ د سولې په پروسه کې د هغه بریالیتوب، د اقتصادي ودې بیارغونه، د عمومي سېکتور سمونه، د هنرونو او سپورتونو د پروفایل وده او په نړیواله کچه د بریتانیا د نفوذ ساتل د هغه د لاسته راوړنو په توګه په ګوته کړل. په ۲۰۱۳م کال کې د ټاچر تر مړینې وروسته هغه د بریتانیا د ژوندیو پخوانیو لومړي وزیرانو تر ټولو زوړ او تر ټولو لومړی خدمت کوونکی و.
لومړنۍ ژوند او زدکړې (۱۹۴۳-۱۹۵۹)
[سمول]جان مېجر د ۱۹۴۳ کال د مارچ په ۲۹ د سېنټ هېلر په ساري (Surrey) کې د سېنت هېلر روغتون او د ماشومانو لپاره د کوین مري په روغتون کې زېږېدلی، د ګوین مېجر (د ګوتس له کورني نوم سره، ۱۹۰۵ -۱۹۷۰) او د موسیقي په سالون کې د نڅاګر ټام مېجور - بال (۱۸۷۹ - ۱۹۶۲) زوی دی چې د مېجر د زېږېدلو پر مهال ۶۳ کلن و. په هغه یې جان روی مېجر (John Roy Major) نوم کېښود خو د زېږون په کارت/ پېژندپاڼه کې یوازې جان مېجر ثبت شو. هغه د ۱۹۷۰ لسیزې تر لومړیو پورې له خپل منځنی نوم څخه کار اخیست. د هغه زېږون یو له ستونزمنو څخه و، مور یې د پېلیوریسې/pleurisy (یو دول تنفسي ناروغي) او سینه بغل په رنځ اخته وه او جان مېجر د عفونت له امله څو ځله د وینې لېږد ته اړتیا لرله، چې دا د هغه په پښو کې د دایمي داغونو لامل شو. د مېجر کورنۍ (جان, مور, پلار او مشران ورڼه یې ټيري او پیټ) د لانګفیلو په ۲۶۰ سړک، وورسېسټر پارک، ساري کې ژوند کاوه، دا یو د منځنۍ کچې سیمه وه او د مېجر پلار په کې د باغ د ښکلاګانو کاروبار کاوه او مور یې په یو سیمهییز کتابوتون کې د نڅا د ښوونکي په توګه نیمه ورځې کار کاوه. جان مېجر وروسته په دغه وخت کې د خپلې کورنۍ وضعیت "هوسا وباله خو ښه نه " په سیمه کې د الماني وي یوهوایي بم (V-1 flying bomb) تر برید وروسته په ۱۹۴۴م کال کې چې څو کسان په کې ووژل شول، د مېجر کورنۍ د جنګ له دوام څخه سهام ټوني، نارفولک (Norfolk ) ته ولاړه.[۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۱][۱۴]
جان په ۱۹۴۸م کال کې د چېم کامن (Cheam Common) په ابتدايي ښوونځی کې زدکړې پیل کړې. په ټوله کې د هغه د ماشومتوب دروان خوښ و، هغه د لوستلو، سپورټ (په ځانګړي ډول فوټبال او کرېکټ) او د کورنیو ژویو لکه سویې له ساتلو څخه خوند اخیست. په ۱۹۵۴م کال کې جان په یوولس پلس (11 ) ازموینه کې ګډون وکړ، چې ویې کولی شوی په وېمبلډون (Wimbledon) کې د روټلېش Rutlish)) ګرامري ښوونځي ته لار ومومي. د جان له اندېښنې سره د هغه پلار ټنګار وکړ چې د جان مېجر بال په نوم ورته نوملیکنه وکړي. د پلار د روغتیايي حالت له خرابوالي سره یې د کورنۍ مالي حالت مخ په خرابېدو شو او سوداګري يې له شدیدو مالي ستونزو سره مخ شوه. یو سوداګریز پور چې کورنۍ یې د بېرته ادا کولو توان نه درلود ټام مېجر دې ته اړ کړ چې د ۱۹۵۵ کال په مې مياشت کې په وورسیسټر پارک کې خپل کور خرڅ کړي، کورنۍ یې د کولډهربرلین، برېکسټون ۱۴۴ بلاک کې یو تنګ کرایي اپارتمان ته کډه شوه او په پورتني پوړ کې مېشت شول. دا چې مور او پلار یې د خپل ژوند د ناسمو شرایطو له امله له ذهني ناکرارۍ سره مخ شول نو په روټلېش کې د جان ستونزې له پامه وغورځول شوې. جان چې د نورو زدهکوونکو په پرتله له خپلو ستونزو څخه خبر و، یو منزوي شخص و او له سپورټ پرته یې نور دایماً ډېر لږ کار کاوه او ښوونځي ته يې «د هغې توبې په سترګه کتل چې باید یې وزغمي». مېجر په ۱۹۵۹ کال کې د خپلې ۱۶ کلنۍ له کلیزې څخه مخکې په درې مضمونونو تاريخ، انګلیسي ژبې او انګلیسي ادبیاتو کې د درې اوو لیول (O-level) له تېرولو سره ښوونځی پرېښود او مور او پلار یې ناهیلي شول. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]
سرچینې
[سمول][1] په انګلستان کې تر ټولو لوړه ټولنیزه درجه یا نښان دی، چې له نوم څخه مخکې کارول کېږي د ښاغلي په معنا هم دی سر/sir
- ↑ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w62v2n9q — subject named as: John Major — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ http://www.nytimes.com/1990/10/13/world/hoping-to-rebound-tories-end-parley.html
- ↑ https://www.imdb.com/name/nm0538196/bio
- ↑ NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jo20231188105 — د نشر نېټه: ۲۳ مې ۲۰۲۳
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Seldon 1998، م. 9.
- ↑ Seldon 1998، م. 8.
- ↑ Major 2000، م. 8.
- ↑ Major 2000، مم. 8-9.
- ↑ Seldon 1998، م. 14.
- ↑ Major 2000، م. 25.
- ↑ Seldon 1998، مم. 13, 16.
- ↑ Major 2000، مم. 20-21.
- ↑ Major 2000، مم. 16-17.
- ↑ Seldon 1998، م. 13.
- ↑ Major 2000، م. 15.
- ↑ Seldon 1998، مم. 12-13.
- ↑ Major 2000، م. 14.
- ↑ Seldon 1998، مم. 11, 15.
- ↑ Major 2000، مم. 10-12.
- ↑ Seldon 1998، م. 11.
- ↑ Major 2000، م. 10.
- د ويکيډېټا په کينډيو کې تېروتنې
- د ويکيډاټا تيروتنې
- د ويکيډاټا توکو کاروونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P19
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P27
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P2048
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1545
- سياستمداران ويکيډاټا معلومات
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P580
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P582
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1365
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1366
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P103
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P101
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P856
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P345
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P935