Jump to content

بهايي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
بهايي
نښان
اړوند
په نوم د
اغېزمن شوی له
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
ځانګړې وېشنيزه
جوړښت
بنسټګر
نور مالومات
وېبپاڼه
bahai.org (انګرېزي ژبه)
bahai.no (ناروېژي ژبه) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Arabic script inscribed on a metal plate

بهایی دین یا بهایی عقیده (چې ځينې يې بهائیت او بهايی هم ليکي) دا یو توحیدی، ابراهیمي او ایراني دین دی چې حسین علي نوري، ملقب په بهاءالله، په ۱۹ پیړۍ کې تاسیس کړ. بهائیان په دې باور دي چې پیغمبران "د وحی د تدریجي ظهور" له بهیر سره تړلي دي.[۲][۳] د دې بهیر له مخې، خدای د وخت د غوښتنو او د انسان د پوهاوي له ظرفيت سره سم، په پرله پسې او تدريجي ډول هغه ته خپل تعليمات وړاندې کوي.

له همدې امله، مذهبونه د ارتقاء لاره تعقیبوي او د ادیانو ظهور پای نه لري. همدارنګه بهائیان په دې باور دي چې بهاء الله (۱۸۱۷-۱۸۹۲) د پخوانیو پیغمبرانو په کتار کې د خدای نوی پیغمبر دی. او د هغه د ظهور موخه د انسانانو تر منځ د یووالي او سولې رامنځته کول دي. بهائیان بهاء الله د ټولو ادیانو او مذاهبو موعود ګڼي. بهايي دین په یو خدای باور، د ټولو الهی مذهبونو د یووالي بڼسټ، د انساني نسلونو په یووالي، د مذهبي حقایقو په تدریجي ظهور، د انسانانو یووالي، د مذهبي حقایقو تدریجي ظهور، د انسانانو ذاتی شرافت او وقار، د ټولو خلکو لپاره د فکر د ازادۍ په شمول په مساوي حقونو باور، د ښځینه او نارینه تر منځ مساوات، د ساینس او ​​مذهب همغږي، د عبادت او خدمت نه جلا کول، د حقایقو لټون او له تقلید او هر ډول تعصب څخه د خلاصون اړتیا، ښه سلوک او اخلاق او د معنوي ځانګړتیاوو د پراختیا اهمیت، د تعلیم اهمیت، د بې وزلۍ او ډیرې شتمنۍ د له منځه وړلو او په ټولو بشري فعالیتونو کې د عدالت په اړتیا ټینګار کوي.[۴][۵][۶]

بهايي ښوونه

باور په خدای

بهائیان په واحد خدای باور لری. هغه چی د ابدی او د ټولی هستی او کایناتو خالق دی. هغه خدای چی په مستقیم ډول د لاسرسی او پیژندلو امکان نشته خو د پیغمبرانو له لاری چی د بهائی آئین له نظره چی مظاهر ظهور نومیږی پیژندل کیږی. خدای د انسان د استعداد او اړتیا له مخی خپل اسماء او صفات په تدریجی د وحی په بهیر کی د پیغمبرانو په واسطه څرګندوی. خدای واحد او لاشریک دی.[۷][۸] دا د بهائی باور له بڼستيزو تعلیماتو څخه ګڼل کیږی. د خدای ذات پیژندنه د بهائیت له نظره پوهاوی لاسرسی نشته. د ټولو وحی سرچینه او د ټولو کایناتو خالق چی په هر ځای کی حاضر او ناظر او قدیر توصیف شوی دی. بهائیان پدی باور دی چی خدای خپل عضم او اراده په مختلفو شکلو د خپل پیغمبرانو په واسطه ښکاره کوی چی هغوی ته د الهی وحی سرګندونکی وایی چی له انسانانو سره خبری کوی. دغه د ظهوراتو مظاهر الهی عضم او اراده کوی چی ادیان په نړی کی خپاره کړی. د بهائی په تعلیماتو کی ویل شوی چی خدای له هغه څخه خورا لوی دی چی انسان یی په بشپړ ډول پوهیدای شی د هغه بشپړ انځور نشی ترلاسه کولی.[۷][۸]

پس له مړینه بله نړی

بهائیان د روح پر بقاء باندی باورمند دی. د ژوند موخه د روح د استعدادونو روزنه او وده ګڼی. لکه د یو جنین په څیر د مور په رحم کی یی اعضاء او غړی وده کوی ترڅو پدی نړی کی زیږونته چمتو شی. پدی نړی کی د انسان روح هم باید خپل معنوی قدرت او ځانګړتیا وی رامنځته کړی. ترڅو د راتلونکی نړی ژوند لپاره اړین چمتووالی ترلاسه کړی. د بهائیانو په وینا اصلی ژوند، د روح ژوند دی.[۷][۹] او بدن د روح د پرمختک لپاره منځگړی وسیله ده. د بهائیانو په باور، روح له مرگه وروسته په روحانی نړی کی پرمختک ته دوام ورکوی. بهائیان د بدن سره د روح تراو لکه د رڼا اړیکه د هنداري سره ګڼی. هغه رڼا چی په هینداري کی لیدل کیږی له خپلی هینداری نده. بلکه دا رڼا انعکاس دی چه له بلی سرچینی څخه راځی. له همدی امله کله چی هینداره مات شی رڼا پاتی کیږی.[۷][۹][۱۰]

د دین مفهوم

بهاءالله خپلو پیروانو ته تعلیم او درس ورکوی چی د تولو ادیانو سرچینه یو دی. د دوی په بڼستیزو اصولو کی توپیر نشته. د دوی موخه یو دی او د مختلفو ادیانو تعلیمات د یوه حقیقت ښکارندوی مختلف اړخونه دی.[۱۱] د بهائی باور له مخی الهی دین یو دی او په حقیقت کی یو دین دی چی د وخت په تیریدو او تدریج سره انسانانو ته وړاندی کیږی. د بهائی باور له مخی پغمبران د انسان د ټولنیز معنوی پرمختک لپاره په دوامداره تدریجی او تلپاتی بهیر کی اړین تعلیمات او لارښونی وړاندی کوی چی د انسان د اړتیاو او شرایطو د پوهیدو او درک کولو اړتیا همدارنگه انسان د نړی د مخلوقاتو د ساتونکو او امانتدارانو په توګه د خپلو اړتیاو او مسولیتونه څخه خبروی.[۱۲]

پدی نظر کی د تاریخ په هر پړاو کی د خلکو د معنوی ظرفیت سره سم، دینی حقایق او لارښونی په تدریجی ډول وړاندی کیږی. بهاءالله وایی چی دین د ټولنیز تکامل یوه موثره وسیله ده او سلسله د نړی ادیان د خدای لخوا د انسان د لارښونی محتلف پراو ته دی چی په تدریجی ډول د انسان وده او پرمختک تضمینوی. په همدی اساس بهائیان پدی باور دی چی هیڅ دین د ختمیت، اخیری توپ دعوی نشی کولی او د تل لپاره به دوام ولری.[۱۲] او انسانان به د تل لپاره د پیغمبرانو له لاری الهی لارښونی تر لاسه کوی. بهاءالله دا هم وایی چه د ده نه وروسته به د پیغمبرانو راتک دوام ولری.[۱۲]

د انسانی ټولنی ډولونه تنوع او یوالی

بهاءالله وایی چی انسان د نوعیت په لحاظ یو دی. او انسانان د یوی ونی میوه او د یوی ونی څانګی پاڼو په څیر برابر دی. همدارنګه بیا وایی "کله چی په انسانی ټولنه کی بهتری او برتری منځ ته راشی نړی وراڼه او ویجاړ ترنظر کیږی. د بهائی سرچینی وایی چی انسانان باید ځانونه د یوی کورنی غړی وبولی چی دا د یوه منل شوی په اصل په توګه پیژندل کیږی. همدا همدارنګه شوقی افندی یووالی د انسانانو تر منځ د بهائی تعلیماتو محور او جوهر ګڼی. په همدی ډول د بهائی آثار وایی چی د بشریت یووالی د تنوع پر اصل ولاړ دی او ټینګار پر کیږی. عبدالبهاء د بشریت یووالی ته په اشاره د بڼ (باغ) په شان پرتله کوی چی رنګارنګ ګلونه څومره د بڼ ښکلا اغیزمند کوی.[۱۳]

د حقیقت پلټنه

په بهائی آثارو کی د حقیقت پلټنه په آزاده توګه د هر انسان تر ټولو اساسی دنده ګڼل کیږی. بهاءالله په ټینګار سره وایی چی انسان باید نړی پخپلو سترګو وګوری نه د بل چا په سترګو. بهائی تعلیمات وایی چی هر انسان باید پرته د خپل ټولنی د دودونو ړانده تقلید پر ځای د حقیقت لټون وکړی. بهائی ښونه وایی چی انسان د حقیقت د درک کولو وړتیا لری چی وکولی شی د عقل قدرت څخه کار واخلی چی د حقیقت موندلو لپاره خدای انسان ته ورکړی.[۱۴][۱۵] په بهائیت کی یو منل شوی اصل دی چی هرڅوک کولی شی چی خپل دین پرته له کوم جبر او فشار نه انتخاب کړی. هغه اولادونه چی په بهائی کورنی کی د بلوغ سن ۱۵ کلنی ته رسیږی باید د خپلی عقیدی او دین انتخاب په خپله پریکړه وکړی.[۱۶][۱۴][۱۵]

د تعصباتو پریښودل

بهائیان په دی باور دی چی هر ډول نژادی، قومی، مذهبی، ژبنی، جنسیتی، سیاسی، تبعیضونه لمنځه یووړل شی. بهائی سرچینی وایی تعصب د نورو په هکله یو ناسم انځور دی چی افرادو ته اجازه نه ورکوی چی تول انسانان یو شان د عزت او شرافت په سترګو وګوری. تعصب معمولاَ هغه وخت رامنځته کیږی کله چی یو څوک له یوی ډلی سره تړاو ولری، ځان او خپل ډله غوړه ګڼی. بی له دی چی د نورو ځانګړتیاوی په پام کی ولری. دغه تعصبات په د انسانی ټولنی کی در تورطم عامل په توګه پیژندل شوی او د تعصباتو لمنځه وړل د بشری ټولنی د یووالی او پرمختک لپاره وسیله ګڼل کیږی.[۱۷][۱۸][۱۹]

د نارینه او ښځینه تر مینځ برابری

بهاءالله په خپل آثارو کی وایی چی د خدای په نیزد کی ښځینه او نارینه په حقوقی چارو کی برابر او مساوی دی. هیڅ یو بل ته غوره او برتری نرلری دواړه انسانان دی. بهائی سرچیینه ښونه کوی چی په انسانیت کی جنسیت ځای نلری. نارینه او ښځینه سره یو دی. هیڅ یو د جنسیت په خاطر امتیاز یا لوړوالی پر بل نلری. بهائیت برابری د دواړو تر منځ او د دوی ګد ون په مختلفو ټولنیزو چارو کی نړیوال یوالی او سولی او د ټولنی د پرمختک لپاره یو اساسی شرط ګڼی. د ښځو او نارینه نابرابری نه یوازی د ښځو د پرمختک مخه نیسی بلکه د ټولنیزی تولڼی پرمختک هم خنډ ګرځی. عبدالبهاء په خپلو آثارو کی ذکور او ښځینه د مرغی له دوو وزرونو سره پرتله کوی.[۲۰]

وایی، لکه څنګه چی دواړه وزرونه پیاوړی وی په هم هغه اندازه په بریا الوتنه کولی شی. په همدی توګه د بشریت بریالیتوب او سوکالی یوازی هغه وخت بشپړیږی چی ښځینه لکه نارینه و غوندی پرمختک کړی وی. د بهائیانو لپاره د نارینه او ښځینه تر منځ د مساواتو اصل یوازی د نړی په اوسنی جوړښتونو کی د ښځو د ګدون لپاره د تنظیم کولو په معنا ندی. بلکه بهائیان هلی ځلی کوی چی یوازی د نارینه وو په کچه د ښځو د دریځ د لوړولو هڅی نه ګڼی. بلکه پدی باور دی چی د ټولنی په جوړښتونو کی نور بڼسټیز بدلون ته اړتیا ده. ښځی او نارینه یو د بل په همکاری د نوی ټولنیز نظم د رامنځته کولو لپاره په ګډه کار وکړی چی پکښی داسی خصوصیات لکه ځانګړتیا، واک غوښتنی، دښمنی، سیالی، د دی پرځای مینه او خدمت ته ځای ورکړی. هغه ځانګړتیاوی چی په بهائی آثارو کی د ښځو دریځ پیاوړی کوی وینی.[۲۰][۲۱][۲۲]

دین باید د مینی او الفت عامل شی

بهائیان پدی باور دی چی پیغمبران په اصل کی د انسانانو د جنګ جګړو د حلولو او ښه اړیکو لپاره راغلی دی. نو که چیری دین چی په خپله د اختلافاتو علاج و د اختلاف او جګړی سبب وګرځی د عبدالبهاء په وینا بیدینی غوړه ده.[۲۳][۲۴]

د علم او دین تطابق

علم او دین د بهائی بڼستیزو اصولو څخه دی. بهائی آثار علم او دین یو د بل په مقابل کی په ټکر نه وینی بلکه دا د دواړه په بڼستیز همغږی ټینګار کوی. د بهائی تعلیماتو په وینا چی حقیقت یو دی، علم او دین دواړه د حقیقت د پیژندلو او پوهیدو لامل وی. د بهائیت له نظره د واقعیت له درک لپاره هم باید علم او هم باید دین ته رجوع وشی. بهائیان پدی باور دی چی دین پرته له علم او عقلانیت نه توهمات، خرافات او تعصباتو ته مخه کوی. همدارنګه علم پرته له دین او اخلاقو نه د وچی مادیزم وسیله ګرزی.[۲۵][۲۶]

عمومی سوله

د نړی سوله ته رسیدل د بهائی باور له اساسی اهدافو څخه دی. دا آئین انسانانو ته بلنه ورکوی چی د انسانی بڼستیز یوالی ومنی. او په نړی کی د یوالو پر بڼست د ګډ عمل له لاری د نړی سوله ترلاسه کړی. همدارنګه جنسیتی مساوات، برابری، عدالت، او اخلاقی مشرتابه په سیمۀ ایز او په نړیواله کچه هڅه وکړی او نور اصول چی د عمومی سولی سره تړاو لری عبارت دی له اقتصادی عدالت، افراطی بی وزلی او شتمنی، هر ډول تعصب لمنځه وړل، عامه پوهنه چی د انسان د ژوند مادی او معنوی اړخونه پکښی شامل وی.[۲۷] په همدی ډول د علم او دین د همغږی پکښی موجود وی. همدارنګه خلک باید پرته له خپل مورنی ژبی او خط په درلودو سره یو نړیواله ژبه او خط چی د نړیوالو ارطباتو په موخه انتخاب او زده کړه وشی. بهائی تعلیمات د اخلاقی او معنوی اصولو پر بڼسټ د مطالعی عملی کولو انفرادی او ټولنیز بدلون په ارزښت تنیګار کوی. بهائیان د بڼستیزو اصولو په ړنا کی د یوه سوله ایزی ټولنی په ګدون د نورو سره کار او زده کړه کوی.[۲۷]

مفرط بیوزلی او بیساره شتمنی لمنځه وړل

په بهائی تعلیماتو د خلکو د پیوستون په هکله ټینګار کیږی. نو ځکه مفرط بیوزلی او بیساره شتمنی د بشری ټولنی یوالی ته ناشونه خنډ پیښوی. په همدی ډول د سولی او عدالت په بڼست د نړیوالی ټولنی جوړول اړین ګڼی. البته بهائی آثارو په باور د شتمنی مساوات د خلکو تر منځ لکه څنګه چی د کمونزم په ایدیولوژی کی منځ ته راغلی وو نه ده. هم هغسی مساوات او ټولنی ته صدمه رسوی. بهاءالله مفرط بی وزلی او بیساره شتمنی لمنځه وړل غواری. په همدی ډول د ټولنی سوکالی لپاره اوږد محاله ګټی په نظر کی باید ونیول شی نه لڼد محاله ګتی د یوی وړی خاصی دلی مصرفی لپاره. دله ایزه همکاری خدمت کول و نورو ته همدارنګه اخلاقی خصلتونه لکه سمکاری، صداقت، او امانت داری په اقتصادی چارو کی ټینګار کوی. د بهائی د احکاماتو د جملی نه یو هم حقوق الله دی چی پر هر بهائی فرض دی چی د خپل لګښت (پس انداز) نه پرته %۱۹ بهائی تشکیلاتو ته په خپله خوښه (داوطلبانه) توګه ورکول کیږی چی په ټولنیز خدماتو او عامه ګټو کارول کیږی.[۲۸][۲۹][۳۰]

په تعلیم باندې ټینګار

یو د اصلی او مهمو عواملو چی د فرد او ټولنی د مادی او معنوی پرمختک سبب کیږی تعلیم او تربیت دی چی دا ذاتی وړتیا په انسان کی نغختی روزل کیږی. دا د والدینو د مهمو وظایفو څخه د اولاد روزنه او پالنه په ځانګړی توګه د لوڼو ته چی د مور دنده د راتلونکی نسل روزنه ورپه غاړه ده. په همدی ډول په بهائی ښونه کی اخلاقی او معنوی روزنه او هم انسانی، علمی، حرفوی هنرونو زده کړو باندی خورا ټینګار کوی. د تعلیم او تربیت نه موخه د خلکو ځواکمن کول دی چی ټولنه ته خدمت وکړی. بهائیانو په ایران کی د انجوڼو او هلکانو لپاره د نویو ښونځیو په جوړولو کی فعاله ونډه درلودل. د ۱۹ پیری په ورستویو کی د عبدالبهاء په هڅو او لارښونی سره د ایران په ډیرو برخو کی له کوچنی کلیو څخه تر لویو ښارونو پوری نوی ښونځی یی جوړ کړل چی د دغو ښونځیو شاګردان په نوی، عصری، او مدرن علومو او هنرونو سمبال آشنا او زده کړی یی ترلاسه کړل. په همدی ډول په دی وروستویو کی د آزاد علمی پوهنتون په نام د هغه بهائیانو لپاره چی په ایران کی چی د لوړو زده کړو څخه محروم دی تاسیس کړه شوی دی.[۳۱][۳۲][۳۳]

بهائی احکام

د بهائی دین حکمونه په یوه مجموعه کی د خدای د عزابونو او د ویری په خاطر چی څه باید وشی او ونشی مطرح ندی.[۳۴] بهاءالله وایی چی الهی حکمونه د انسان د معنوی ژوند یوه نه بیلوندکی برخی ګڼی. بهائیان پدی باور دی لکه څنګه چی یو څوک د یو جکپوری ساختمان نه ځان کښته وغورځوی څرګندیږی چی دا سړی د نړی د فزیکی قوانینو څخه سړغړونه کړی. طبیعی ده چی یا به مری یا به نورو کړاونو سره مخامخ کیږی. کله چی انسان معنوی قوانین چی چه نړی کی کارول کیږی تر پښو لاندی کوی نو انسان ته به خامخا معنوی زیان پیشیږی. په دی کتنه کی د الهی حکمونو کارونه د انسان په ژوند کی معنوی اړخ اغیزمند او پیاوړی کوی. د بهائیت په باور احکام په دوو برخو نه جوړه ده چه یو یی اخلاقی حکمونه دی چه د وخت او زمان په تیریدو سره نه بدلیږی او یا په مختلفو ادیانو کی یو شان ته دی لکه صداقت، سمکاری او داسی نور. دوهمه برخه، د دوهمه برخه موخه ټولنی ژوند ته انتظام ورکول دی چی ځینی یی د وخت او زمان په تیریدو سره بدلون مومی.[۳۵]

دی حکمونه فردی او ټولنیز معنوی ژوند پوری اره لری. د بهائی اقدس کتاب په سریزه کی راغلی چی ډیر قوانین د دی کتاب په ڼنی ټولنی کی کارول کیږی. بهاءالله د بهائی ټولنی لپاره د کارولو نوی قوانین برابر کړی چی دا قوانین په تدریجی توګه سرګندیږی یا بدلیږی. د شخصی او انفرادی قواعدو لکه لمونځ، روژه که څه هم په ټولو فرض دی خو شخصی او انفرادی دنده ګڼل کیږی. بهاءالله د الهی حکمونو کارولو لپاره جزایی چوکات ندی تاکلی بلکه د الهی حکمونو کارول یوه برخه د انسان معنویت، پرمختک، عرفانی سلوک کرنلاره ګڼی. بهائیان د بهاءالله لارښونی پر بنیاد الهی حکمونه باید په خوشحالی او په عشق او محبت وکارول شی.[۳۶]

په بهائی دین څوک د نورو لخوا د حکمونو د څارنی مسولیت نلری. د دی دین له مخی یواځی فرد خدای ته له خپله اعمالو ځواب ورکونکی دی او هر انسان د خپل چلن او کرونو اصلاح او انضباط په خپل اختیار کی لری. بهائی دین کی د روحانیونو او علما په نام طبقه وجود نلری چی الهی احکام بیان، تعبیر او تفسیری کړی خو د بهائی ټولنی په جوړښت واک او مشرتابه د محلی، ملی، او بین المللی شوراګانی ته سپارل شوی ده نه افرادو او اشخاصو ته. د احکامو اساسی بڼسټ د بهاءالله د لیکل شوی رسمی آثارو لکه د اقدس کتاب او ورسره نورو ضمائم چی د بیت العدل اعظم له خوا وضع شوی دی. هیڅکله شخصی قصی او شفاعی روایتونه د بهاءالله د ژوند او د دی دین نورو مشرانو لخوا د احکامو د تاکلو بڼسټ نشی کیدای.[۳۶] لاندی ځینی احکام دی چی د اقدس په کتاب کی راغلی. د شوقی افندی له خوا ټینګار پری شوی "پس له دی چی بهائی د بلوغ سن ۱۵ کلنی ته ورسیدو پر هغه لمونځ فرض کیږی. دری اصلی لمونځونه دی چی انسان پدی درویو لمونځونو کی یوه لمونځ انتخاب او ادا کول فرض دی. غیبت او افترا حرام دی. بالغ بهائیان چی روغ وی د بهائی په تقویم په آخرنی میاشت کی روژه نیسی. بهائیان د الکولی مشروباتو ښکل حرام ګڼی. همدارنګه نور نشه یی داروګان څخه منع شوی دی مګر دا چی ډاکتر تجویز کړی وی. جنسی روابط فقط د ښځی او خاوند تر منځ مشروع دی. همجنسګرایی جواز نلری. قمار او د مخدره موادو کارول په شدت سره حرام دی.[۳۷][۳۸][۳۶]

تاریخ

د بهائیانو په باور بهائی آئین تارخ د دوو ایرانی پیغمبرانو رسالت، باب او بهاءالله پیلیږی. باب د بهائی دین شارع او مبشر دی. باب په خپله لڼده موده د رسالت کی په خپلو آثارو کی د بل رسالت د ظهور خبر ورکرل. چی دا وعده د ده د وژل کیدو وروسته څه کم یولسیزه کی تحقق وموند. د بهاءالله د رسالت په اعلانولو ډیرو پروانو د باب پر بهاءالله ایمان راوړل.[۳۹][۴۰] د وخت او زمان په تیریدو سره د بهاءالله د ښونی پر بنیاد چی بهائی ټولنه وکولای شی خپل یوالی د الهی تعلیماتو په رنا کی په سمه توګه خوندی پاتی شی نو تر بهاءالله وروسته د دی دین مشرتابه باید د بهاءالله لخوا مخکی له مخی په بشپړه توګه د عهد او میثاق په نام ایښودل شوی چی د دغه پیمان په ړنا کی تر بهاءالله وروسته د بهائی ټولنی د لارښونی او مشرتابه د بهاءالله مشر زوی عبدالبهاء ته همدارنګه تر عبدالبهاء وروسته شوقی ربانی ته چی د عبدالبهاء لمسه کیږی سپارل شوی دی. په همدی ډول د بهاءالله د مخکنی لارښوونی پر بڼسټ وروسته تر شوقی افندی دا مشرتابه نه کسیز هئیت (بیت العدل اعظم) ته چی په هره پنځو کلونو کی د نړیوالی بهائی ټولنی لخوا انتخابیږی سپارل شوی چی د الهی عهد او ژمنه د بهائی ټولنی د یوالی، اتحاد او د استحکام حفاظت او ضمانت کوی.[۴۱][۴۲][۴۳]

د بهاءالله زیارت

بهاءالله

د بهائی آئین موسس او لارښود میرزا حسین علی نوری ملقب په بهاءالله په کال (۱۱۹۶–۱۲۷۱ هجری لمریځ، ۱۸۱۷–۱۸۹۲ میلادی) په ۲۸ کلنی کی د باب د ځینی آثارو په مطالعه کولو سره چی د ملا حسین بشرویه په وسیله چی لمری مومن د باب وو بهاءالله پر باب ایمان راور. او د باب ودین ته وده او پراختیا ورکړه. د ایران حکومت د روحانیونو په تحریک د بابیانو د وژنی او ځورولو لامل وګرځید. باب چی څو کاله په آذربایجان کی زندانی وو باب یی د یوه ځوان ملګری سره په تبریز کی د خلکو په محضر کی وواژه. دری کاله وروسته بهاءالله د بابی په تور زندانی شو چی د څو میاشتو دپاره د ځنځیر او زولنو په واسته په سیاه چال زندان کی زندانی شو. بهاءالله په دی زندان کی د خپلو ډیرو بابی ملګره د وژنی حال په خپلو سترګو ولید.[۴۴] بهاءالله پدی هکله وایی چی پدی زندان کی څو ځلی یی معنوی او عرفانی حالت یی تجربه کر او د خپل رسالت په مقام پوه شو. پس له زندان نه بهاءالله ته یو میاشت وخت ورکرل شو تر سو د ایران نه ووځی. بهاءالله د جلاوطنی په مقصد اعراق یی انتخاب کړو. دی د کورنی سره او دوو وړونو سره ایران یی د اعراق په قصد پریښود.[۴۵] هغوی پس له اوږدی مودی په ډیرو غرنیو سیمو له لاری په ۱ اپریل ۱۸۵۳ کی بغداد ته ورسیدو. په بغداد کی بهاءالله په تدریج د بابیانیو مشر په توګه وپیژندل شو او د یوی سختی ځوریدلی او ټپی شوی بابی ټولنی د بیا احیا کولو مسولیت په غاړه واخیست.[۴۶][۴۴] هغه په خپلو آثارو کی بابیانو ته د باب دین په اره نوی پوهاوی ورکړه. د هغه پیروانو په شمیر کی په چټکی سره وده وکړه او په لڼده موده کی یی بابیانو او د ایران او عثمانی چارواکو دواړو هغه یی د بابیانو د مشر په توګه وپیژندل. د ایران حکومت کله چی د بابیانو او نورو خلکو علاقمندی د بهاءالله مشرتابه او دریز ته په لیدو سره اندیشمند کرل. ځکه یی پر عثمانی چارواکو فشار راور چی بهاءالله او یاران یی چی مخ پر ډیریدو دی د ایران شا و خوا لری سیمی ته واسته یی.[۴۷][۴۶][۴۵][۴۸][۴۴]

عثمانی چارواکو دا غوښتنه و منل او بهاءالله یی په کال ۱۸۶۳ کی استامبول ته ولیږل. د اپری ۲۱ په ۱۸۶۳ کی مخکی له دی چی استامبول ته لار شی بهاءالله او د ده ملګری د ۱۲ وروزه لپاره د نجیب پاشا باغ ته چی بغداد ته نژدی واقع دی واوسیدل. په دغه باغ کی وو چی بهاءالله خطاب په هغه بابیانو ته چی هلته حاضر وو وویل زه هغه موعود یم چی باب په خپلو آثارو کی (من یظهرالله) بشارت ورکرل شوی دی چی دغه ۱۲ وروزی بهائیان د رضوان اختر په مناسبت هر کال لمانځل کیږی. پس له ۴ میاشتو ځمکنی سفر، بهاءالله او ملګری یی استانبول ته ورسیدل. پس له ۳ میاشتو له هستوګ نه وروسته په استانبول کی د عثمانی چارواکو د بهاءالله د تبعید امر د ادرنی ښارګوتی ته ورکرل. بهاءالله پس له څلورنیم کالو تبعید د خپل رسالت عمومی اعلان وکر چی د عمومی اعلان د هیوادونو پاچاګانو او واکمنانو ته د لیکونو په بله شوی چی د هغی له جملی نه د فرانسه دریم ناپلیون (پاپ)، د ایران پاچا ناصرالدین شاه ته، سلطان عبدالعزیز د عثمانی امپراتور ته. دی پدی لیکونو کی یی ځان د ټولو ادیانو موعود او بشری نړی یووالی موسس وګڼل.[۴۹] هغه د هیوادونو مشرانو ته بلنه ورکړه چی د ده رسالت ومنی او له هغوی نه وغوښتل ترسو د وسلو د سیالی مخ نیوی او د خپل لګښتونو پر خلکو تحمیل نکړی. دا موجوده جنګ او جګری ته د تفاهم او مشوری له لاری سولی ته رسیدل غوښتنه ورکړه.[۵۰] پدی لیکلو کی د دیموکراسی او برابری عدالت د ټولنی لپاره قانون پلی کیدل په هکله سرګندونی کړی دی. په کال ۱۸۶۸ کی د عثمانی حکومت بل ځل د بهاءالله د تبعید حکم صادر کړو. بهاءالله او یو شمیر پیروان سره د ۳۱ اگست ۱۸۶۸ کی د عکا ښار ته ولیږل شو. د دوو کالو لپاره بهاءالله او د دی ملګری په خورا سخت او نامناسبو شرایطو کی په یوه قلا کی بندیان شول. او څو کس د بهاءالله د ملګرو او د دی یو ځوی په نام میرزا مهدی د سختو شرایطو په نتیجه کی مره شول. بهاءالله ورسره ملګری په ۱۸۷۰ کی اجازه پیدا کرل چی د زندان نه خارج او په خپل کور کی زندانی وی. په کال ۱۸۷۷ کی پس له دوو کلونو هڅتوګ نه یی پدی کور او عکا کی اجاره ترلاسه کرو چی د دی ښار نه بیرون تلای شی. دی وکولای شو چی د دی ښار د شمالی پر لوړ یو عمارت چی د مزرعه په نام یادیدو ځان ته د هڅتوګ دپاره غوره کرل. او بیا په کال ۱۸۷۹ تر مرنی پوری په بهجی کی ژوند ترسره کړه. د می د میاشتی د کال ۱۸۹۲ کی پس له وری ناجوړتیا د ۸۵ کال په عمر کی په بهجی کی رحلت وکر.[۵۱][۵۲]

د بهجی عمارت په څنده کی خاورو ته وسپارل شو. هغه زندان چی بهاءالله هلته دو کاله زندانی وو بهاءالله کتابونه لیکونه (الواح ګانی او ډیری دعاګانی) لیکلی دی چی د هغوی جملی نه ۱۵۰۰۰ لیکونه او متنونه پیژندل شوی او د بهاءالله ۱۰۰ آثاره په ۸۰۰ ژبو کی ژبارل شوی دی او په ۲۰۰ مملکتونو کی خپاره شوی دی. د ده پدی آثارو کی په وارو وارو راغلی دی چی د ده مخاطبین تول بشریت دی او د ده په تعلیماتو موخه د نړی د ټولنی بیاروغونه او جوړښت ده. همدارنګه د یوی متحدی نړی ټولنی ترلاسه کولو لپاره غواری چی یوه ژبه او رسم الخط انتخاب وشی. په همدی ډول پر اجباری تعلیم او تربیه باندی ټینګار کوی. همدارنګه د اثعارو واحده تاکنه. بهاءالله د هر نوع تبعیضات پر ځانګړی توګه مذهبی، ژبنی، افراطی ملت پالنه، مردود ګڼی. بهاءالله په خپلو آثارو کی څرګندونی کړی د ده په نیز کی ښځه او نارینه برابر دی او هیڅ یو یی پر بل برتری او لوړوالی نشی لرلی. دی پخپلو څرګندونو کی ښځه آزادی او د دوی د تعلیم او تربیه په اره جدی ټینګار لری. بهاءالله د بهائیانو څخه غوښتنی کوی چی په اخلاقی فضایلو لکه رشتینوالی، پاک لمنی، سمکاری، امانت کاری، وفاداری، ادب، صبر، او بردباری، عدالت او انصاف، ته مخه کړی. او د نورو د ادیانو د پیروانو سره په مینه اریکی ولری. همدارنګه د دوی نه غواری په هر ځای کی یا په هر مملکت کی ژوند کوی باید ښه مثال او نمونه په ټولنی کی وی. صادق او سمکار وی هیڅکله د فساد او تاوتریخوالی سبب ونګرزی او له تعصب، غرور، غیبت او افترا نه پرهیزګاری وکړی. بهاءالله هر شکل مذهبی شخره او خشونت په ځانګړی توګه جهاد ممنوع او حرام اعلانوی. بهاءالله د دین نقش درلودلو ټولنیز نظم او مخنیوی د جرم او جنایت په هکله په تفصیل سره خبری کړی دی. په همدی ډول صدقه او خیرات راټولول تنبلی او بیکاری ممنوع ګڼی. او پر شغل او حرفه باندی ټینګار کوی.[۵۳][۵۴][۵۵]

د بهاءالله په فکر او اندیشه کی د خدای ذات پیژندنه امکان نلری. انسانان د خدای د پیژندنی د هغه پیغمبرانو په واسته چه خدای په هغوی کی تجلی (ښکاریږی) کوی پیژندل کیږی. د بهاءالله په باور خدای ځان پدی نړی کی د خپل پیغمبرانو په واسته د یو تدریجی ادواری بهیر تیرځ کی او د بشر د استعدادونو د درک په اندازه همدارنګه د وخت او زمان د غوښتی سره سم چی په هغوی کی په تجلی دینونه د تدریجی وحی ظهور په بهیر په ترڅ کی یو د بل سره شلول کیږی. چی دا مختلف بهیرونه په عین حال کی مخکی پر بشپړیدو د هر دین په راتک سره تلپاتی حقایق، اخلاقی او معنوی اصول، چی په پخوانی دین کی وو د وخت او زمان سره د کارول واک یی کم شوی یا بی تاثیره شوی د نوی دین په راتک سره دوباره احیا کیږی. لدی نظره د پرلپسی ادیانو راتک کولی شو د پسرلی موسم سره پرتله کړو. د هر پسرلی په را ړسیدو سره رنګانګ ګلونه او طراوت ترسترګو کیږی. په عین حال کی د تیر سور ژمی مرگ ترسترګو کیږی. د بهائی پر تعلیماتو کی دینی حقایق نسبی دی او د بشپړیدو په حال کی حرکت کوی. دا په دی معنا ده چی الهی تعلیمات د ادیانو د همیشگی ظهوراتو د بشر د فهم او ظرفیت په اندازه بدلون مومی. د بهاءالله له نظره پیغمبران هم انسانی مقام لری هم الهی مقام. پر الهی مقام کی دا چی توله تجلی د یوه واحد خدای کوی او د هغه صفات او اسما منعکس کوی په حقیقت کی یو دی. مګر په انسانی مقام کی دوی مختلف انسانی شخصیتونه لری.[۵۶]

عبدالبهاء

عبدالبهاء

عباس افندی (۱۲۲۳–۱۳۰۰ هجری لمریځ، ۱۸۴۴–۱۹۲۱ میلادی) د بهاءالله مشر زوی چی عبدالبهاء په نام پیژندل کیږی. دی د بهائی دین دریم محوری شخصیت دی. له هغه ځایه چی د اقدس په کتاب کی همدارنګه په عهدی کتاب کی اشاره ورته سوی چی دی یی وروسته تر بهاءالله مشرتابه (جانشینی) مقام تعین شوی په عین حال کی د بهائی د آثارو مبین، مفسر، د ده په غاړه ایښودل شوی دی. دی په کال ۱۸۹۲ کی تر ۱۹۲۱ پوری د بهائی ټولنی مشرتابه او اداره او د بهائی د آثارو مبین او مفسر وو. همدارګه د بهاءالله د ژوند په دوران کی د پلار منشی او وکیل وو.[۵۷] عبدالبهاء د خپل ډیر وخت د عمر په زندان کی او جلاوطنی کی تیر کر. دی نه کلن وو چی د ده د پلاره سره عراق ته لار. او دی د عمر په وروستیو کی په ۶۴ کلنی کی په ۱۹۰۸ م د ترک د ځوانانو د انقلاب په نتیجه کی دی او ورسره نور عقیدتی زندانیان پس له ۵ لسیزه کی آزاد شول. دی پس له آزادی د بهائی د خپرولو په موخه مصر او اوروپا، شمالی امریکی ته سفر کړی دی. دری کلنه سفرونه و غرب ته مضبوط تاثیراتی د بهائی ټولنی په ایجادولو کی درلود. دی په شمالی امریکی کی ۴۵ ښارو او کانادا ته سفرونه کړی دی. پدی ښارونه کی په حدود ۳۷۳ لکچرونو کی محوری نقش د ده وو. د ده د مخاطبینو شمیر ۹۳۰۰۰ کسانونه ته رسیږی.[۵۸]

عبدالبهاء په اروپا و امریکا کی د سولی د پیغمبر په نام مشهور شو. د هغه دوران ډیرو رسنیو دی یی ایرانی پیغمبر نومول. یو تعداد لوړ شخصیتونو لکه الکساندر ګراهم بل، د تلیفون مخترع، پریزیدنت روزولت د امریکا پخوانی جمهوری رئیس او آدمیرال پری د جنوب قطبی کاشف په دی سفرونو کی یی لیدنی کړی ده. عبدالبهاء په خپلو لکچرو کی غربی نړی کی د بهائی پر بڼسټیزو اصولو بیانیی ورکرل. د هغی له جملی یو دا وو چی هر څوک باید په خپله په آزادی او مستقلانه توګه بی له تعصباتو نه د حقیقت څیرنه او پلتنه وکړی. تول د الهی دینونه ښکارندوی د یوه واحد حقیقت نه سرچینه اخلی. دین باید د علم او عقل سره هم غږی ولری. د انسان نوعیت یو دی. تول د خدای په مقابل کی برابر دی. دینی تعصبونه او سیاسی ملیت پالنی د ناپوهی بیلګه ده.[۵۹] شدیده بیوزلی او مفرطه شتمنی باید له منځه یوړل شی. تول وګری د قانون په مقابل کی یو شان ته دی. او په ټولنی کی عدالت وی. ښځینه او نارینه برابر په ټولو حقوقی چارو کی مخصوصا د تعلیمی او تربیتی په چارو کی. همدارنګه دین باید په ټولنی کی د مینی او محبت سبب شی بغیر لی دی نه بیدینی غوره ده. تول ماشومان باید زده کړه تر لاسه کړی. دین باید د سیاست نه جلا شی. عبدالبهاء په خپلو ویناګانو کی پر سولی ډیر تیګار کاوه او د بلکان د جنګ خبرداری یی ورکرل چی دا جنګ به تول اروپا ونیسی. همدارنګه په امریکی کی د تورپوستو او سپین پوستو تر منځ ناخوالی نمنځته کوی. دی په امریکی کی او اروپا کی د بیوزلو سره کتنی کړی دی. او د شتمنو ټولنیز مسولیت په بیوزلو په مقابل کی ټینګار کاوه. او د شتمنو ټولنیز مسولیت په بیوزلو په مقابل کی ټینګار کاوه. عبدالبهاء د جنوری ۱۹۱۳ کی پس له دریو کالو سفرو د غرب څخه د مصر له لاری حیفا ته لار.[۶۰][۶۱]

د یو کال په تیریدو سره او د نړیوال جنګ له پیل نه چی د ۱ اګست ۱۹۱۴ کی واقع شوه او ده ته د لا ډیرو سفرنو امکان نه وو. هغه ورځی د ده ته او د ده اطافیانو ته ډیر خطرناکه ورځی وی. عبدالبهاء د سوریه نوی والی، جمال پاشا لخوا تهدید شوی و. د جنګ کلونه په منطقه کی ډ قهطی عامل شو اما څنګه چی د عبدالبهاء د اردن په دره کی د بهائی کرنی فارمونو څخه د غلو په رسولو سره وکولای شو چی په منطقه کی د ناورین مخه ونیسی. کله چی پر فلسطین باندی د بریتانیا واکمنی له پیل سره ۲۷ اپریل۱۹۲۰ کی نوی حکومت رامنځته شو عبدالبهاء ته د لمری نړیواله جګری پر محال د هغه د بشر دوستانه د هڅو له امله د سلطنتی د "سر" لقب ورکرل شو. عبدالبهاء د جګرو کلونه وروسته د بهائی ټولنی چارو ته پاملرنه وکړه. عبدالبهاء سردیره پر دی چی دی پدی دوره کی یو ځانګړی څیره او مشهور شخصیت وو هغه د یو نړیوال آئین د مشر په توګه پیژندل شوی. عبدالبهاء په ۱۹۲۱ کی صعود وکر (مر شو).[۶۱][۶۰][۶۲]

شوقی افندی ربانی

هغه د خپلی ویناګانی په ترڅ کی د عبدالبهاء کتبی لیکلو او وصت نامه باندی تکیه کړی وو. د هغه په خپل تعبیر بهائی اداری نظم منشور دی. د بهائی د اداری نظم بڼسټ کښیښود او پس له دی چی د بهاءالله او عبدالبهاء آثار یی دقیقه توګه د بهائی اداری او تشکیلاتی موسساتو د ایجادولو لپاره یی نوی قواعد ابلاغ کر. همدارنګه د نورو اقداماتو سره سم موازی د بهائی د آثارو ژبارنه فارسی او عربی ژبی څخه و انګلیسی ته چی دا په راتلونکو ژبارونو دپاره چی د بهائی آثار د ژبارنی لپاره یوه ښه نمونه او قاعده کیدایشی. د نبیل زرندی تاریخی کتاب چی په لمری کلونو کی لیکل شوی وو دی تلخیص او وژبارل د مطالع الانوار په نام خپور شو.[۶۳] همدارنګه د ده بل اثر د بهائی آئین تاریخی کتاب دی چی ګاد پاسس بای په نام یادیږی. دی وروسته تر دی چی د بهائی اداری نظم جوړ کر کله چی بهائی نه کسیز انتخابی شوراګانی جوړ کرای شو پس له هغه د بهائی دین د خپراوی لپاره منظم پرگرامونه ترسره کړه. همدارنګه ملی او بین المللی نقش یی د دی منظور لپاره طرح کړه. شوقی افندی شخصا د ډیرو لیکونو چی شمیر یی ۱۷۰۰۰ ته رسیږی وو بهائی ټولنی ته تول نړی ته لیږل شوی او بهائی ټولنی د نقشو او پلانو سره هڅولی دی. په همدی ډول د ده مشرتابه په دوران کی د بهائی ټولنی په ډیرو ممالکو کی میژ ته او استقرار وموندلی.[۶۴][۶۳]

شوقی افندی د نړیوال بهائی مرکز د جوړولو او پراخولو د حیفا او عکا په سیمو کی جوړ کړی دی. د باب ښکلی آرامځای او د هغه پر شا و خوا ډیر باغونه د کرمل د غره په لمنی کی یی جوړ کړی. همدارنګه د بهاءالله آرامځای مشهور په مبارکه روضه د عکا ښار څخه بهر طراحی او جوړ کرل شوی. په همدی ډول د بهاءالله نړیوال آرشیف ودانی په لمری د کرمل د غرو په لمن کی د مرکزی ودانی جلمی څخه شمیرل کیږی جوړ کړی دی. شوقی افندی پدی ورستیو کلونو کی خپل ځانګړی توجه یی د محلی او ملی موسساتو ته ځانګړی کړی وو. او د بهائی انتخاباتی اصول او قواعد په نړیواله سطح کی بهائی ټولنی ته توضیح کرل. دا د دی لپاره چی په بهائی آئین کی ملا او کشش نشته پر ځای یی منتخب دیموکراتیک شوراګانی د ټولنی لخوا انتخابیږی ده ډیره هڅه وکړه نوی بهائی ټولنه و داسی کچی ته لوړ کړی د بیت العدل اعظم د انتخابولو وړتیا پیدا کړی. بیت العدل اعظم هغه انتخابی نه کسیز مشرتابه دی تر شوقی افندی وروسته تر اوسی د نړیوال بهائی ټولنی مشرتابه په غاړه لری چی په هره ۵ کلو کی په دیموکراتیکه او آرامه فضا کی انتخابیږی.[۶۴]

بیت العدل اعظم

بیت العدل اعظم

د بهائی آئین کی روحانی طبقه لکه ملا، مجتهد وجود نلری. د بهائی ټولنی په جوړښت کی واک او مشرتابه انتخابی شوراګانی ته ورکرل شوی چی د هغوی په راس کی بیت العدل اعظم قرار لری. بیت العدل اعظم د بهائی نړی عالی شورا ده او تر ټولو لوړ تصمیم نیونکی واک دی ده شورا نه غری لری چی په ۵ کالو کی یو ځلی د ملی بهائی انتخابی شوراګانو لخوا انتخابیږی. د لمری ځل د پاره بیت العدل اعظم په ۱۹۶۳ م کال کی تشکیل شو.[۶۵] بیت العدل اعظم په ۱۹۷۲ خپل اساس نامه جوړ کر په کوم کی چی هغه د خپلو دندو او واکونو ترسره کولو مختلفو اړخونه تعریف کرل. د دی قانون پر بڼسټ پدل لاندی ډول دی. د بهائی ټولنی د اداری چارو د نړیوالو سطح کی لارښوونه او په نړیواله سطح کی دی بهائی ټولنی د فعالیتونه د تنظیم د هماهنګ کولو، د بهائی آثارو او متنونو سلسله همدارنګه د بهائی ټولنی د اذیت او زورولو مخنیوی، د بهائی دین خپرول، د ټولنی اداری چارو ته پاملرنه او وده ورکول، د بهائی ټولنی کی معنوی او اخلاقی خصلتونه ترویج کول او ولسونه تر منځ سوله، د افراد او اشخاصو حقوقو تضمین، هغه کرونو او هغه حکمونه چی په مطنونو کی مطح شوی نوی بدلون او یا لغو کولو واک د بیت العدل اعظم دی، آزادی او د افرادو اقداماتو بهائی اصولو او حکمونو کارول او د هغوی تر منځ همکاری او همغږی پر تول نړی کی.[۶۶][۶۵]

اداري جوړښت

د بهايي ټولنې د چارو د تنظیم او اداره کولو طریقې ته اداري نظم وایی. د دې نظام طرحه د بهاء الله لخوا په اقدس کتاب او د هغه په ​​نورو اثارو کې مشخص شوې ده. په بهايي نظام کې هیڅ ملا، عالم او دیني مجتهد طبقه نشته او د دې ټولنې په جوړښت کې واک او اختیار اشخاصو ته نه، بلکې منتخبو شوراګانو ته سپارل شوی دی. دا ټاکل شوې شوراګانې په محلي، ملي او نړیواله کچه فعالیت کوي. په محلی کچه، دا شورا د محفل روحاني محلي په نوم یادیږي او په ملي کچه، محفل روحاني ملي. د بهايي نړیواله ټاکنیزه شورا بیت العدل اعظم په نام یادیږي، چې غړي یې په هرو پنځو کلونو کې ټاکل کیږي. دا اداره د بهايي اداري جوړښت په سر کې ده. ټاکل شوې شوراګانې په خپلو چارو کې مقننه، اجرایي او قضايي واکونه لري.[۶۷]

د بهايي مذهب د احکامو له مخې، د بهايي بڼسټونو په انتخاب کې هر ډول اعلانونه، نوماندي، ګوند پالنه، کمپاینونه او ټاکنیز کمپاینونه په مطلق ډول منع دي. هر رایه ورکوونکی د دعا او توجه په حالت کې او د بهایی په اثارو کې د ذکر شویو اخلاقی او معنوی معیارونو په پام کې نیولو سره د خپل وجدان له مخې تر ټولو وړ کسان د دغې ادارې د غړیتوب لپاره غوره کوی. په ټولو بهايي ټاکنو کې، په محلي، ملي او نړیواله کچه رایه ورکوونکي د رای ورکولو په پاڼه کې د خپلو نوماندانو نومونه لیکي. په محلی کچه رایه اچونه د محفل روحانی ملحی لخوا اداره کیږي.[۶۸] په هر ښار او کلي کې چې لږ تر لږه ۹ بهايي وګړي چې عمرونه يې له ۲۱ کالو پورته وي، هر کال ټاکنې ترسره کېږي چې په دې ترڅ کې د بهايي ټاکنو له معیارونو سره سم د هغه ځای له بهائیانو څخه ۹ تنه په مستقیمه توګه د محلي شورا غړي کیږي. ټاکنې د پټو رایو له لارې کیږي، دا پدې مانا ده چې هیڅوک د نورو د رایو په اړه نه پوهیږي. رایه ورکوونکي کولی شي په آزاده توګه او د بهرنیو فشارونو پرته هر هغه څوک ته چې مناسب وي رایه ورکړي. د ملي روحاني مجلس غړي، چې د هېواد په کچه د بهايي ټولنې چارې اداره کوي، هر کال په ټول هېواد کې د محفل محلي روحانيد منتخبو استازو له لارې ټاکل کېږي.[۶۷][۶۹][۷۰]

د محفل روحانی محلی استازي د بهايي ټولټاکنو د معیارونو سره سم د هغه هیواد د بهايي ټولنې له ټولو غړو څخه د ملي روحاني شورا غړي ټاکي. هغه نهه کسان چې د نورو په پرتله ډیرې رایې ترلاسه کوي د ملي شورا غړي کیږي. او په نهایت کې، په ټوله نړۍ کې د ټولو ملي بهايي غونډو غړي هر پنځه کاله وروسته د بیت العدل اعظم ټاکي. د ټاکل شویو شوراګانو سربیره، داسې موسسات هم شته چې د ګمارنې له لارې کار کوي او په عمده توګه د بهايي ټولنې د مشورې او هڅونې مسولیت لري. ګمارل شوی موسسات د انفرادي نوښتونو هڅولو او پالنه کولو سره د ټولنې پراختیا ته وده ورکوي. قاره ای مشورتي هئیت، چې ۸۱ کسان لري، په هرو پنځو کلونو کې د بیت العدل اعظم لخوا ټاکل کیږي. مشاورین محفل ملی روحاني ته مشوره ورکوي، انفرادي کړنې او نوښتونه هڅوي، او د بهايي ټولنو په وده او ژوند کې مرسته کوي. د انتخابي شوراګانو برعکس، مشورتي هئیت مقننه، اجرائیوي او قضايي واکونه نلري. مشاورین د بهايي ټولنې څخه خپل معاونین ټاکي او معاونین هم خپل مرستیالان د بهايي ټولنې څخه غوره کوي. پداسې حال کې چې مشاورین په دواړو بین المللی او ملي کچو کې فعالیت کوی، د دوی مرستیالان "معاونین" په سیمه ایز او محلي کچه فعالیت کوی. د لوی مشاورینو د فعالیتونو د همغږۍ او لارښوونې لپاره، د بیت العل اعظم ډ دارالتبلیغ په نوم یو بورډ د ۵ کلونو لپاره ټاکلی چې ۹ کسان لري.[۶۷]

احصایې او جغرافیایي ساحه

د نړۍ د مسیحي انسایکلوپیډیا ډیټابیس وروستي راپور په 2015 کې د بهایی عقیدې د پیروانو شمیر 7.9 ملیون اټکل کړی.[۷۱] دا منبع د هغو سیمو شمیر چې بهائیان پکی اوسیږي له ۱۰۰،۰۰۰ څخه ډیرلیست کوي. د نړۍ د عیسوي انسایکلوپیډیا ډیټابیس اټکلونه هم د بهائی نفوس سیمه ایز ویش لپاره یو دقیق لارښود چمتو کوي. د افریقا د سب سهارا سیمې (۲.۳۷ میلیون؛ ۲۹.۹٪) او جنوبي اسیا (۲.۱۳ میلیون؛ ۲۶.۸٪) په نړۍ کې ترټولو لوی بهايي نفوس لري. انسائیکلوپیډیا بریتانیکا د بهائی دین ډ جغرافیائی پراختیا له پلوه په نړۍ کې دوهم لوی دین ګڼي. د نړۍ ترټولو لوی بهايي نفوس په هند کې ژوند کوي، چې په ۲۰۱۰ کې ۱.۹ میلیونه اټکل شوی وو.همدارنګه، د دینی د معلوماتو ټولنې په وینا، بهايي دین په ایران، پاناما او بیلیز کې ترټولو لوی دینی اقلیت دی. په بولیویا، زامبیا، پاپوا نیو ګیني او نورو هیوادونو کې دوهم لوی نړیوال دین او په چاد او کینیا کې دریم لوی نړیوال دین دی. د ۲۰۰۱ کال د شمېرو له مخې د هغو سیمو شمیر چې بهاييان پکی اوسیږي ۱۲،۷۳۸۱ ته رسیږی چی۱۹۰ هیوادونه او سیمې ته ویشل شوي دي.[۷۲][۷۳]

د ورته شمیرو له مخې، ۱۱،۷۴۰ محفل روحاني محلی او ۳۳ بهايي خپرونې شتون لری، بهايي متنونه په ۸۰۲ ژبو ژباړل شوي دي او بهايي په نړۍ کې د شاوخوا ۲،۱۱۲ قومونو، نژادونو او توکمونو استازیتوب کوي. اوس مهال، د بهايي ۱۱ عبادت خانې شتون لري. په دې کې اته "قاره ای" عبادت ځایونه "مشرق الاذکار" او درې محلی عبادت ځایونه شامل دي. برسېره پردې، د څلورو نورو معبدونو پلانونه هم پلي شوي دي. د بهايي نړيوال مرکز د شمېرو له مخې، اوسمهال په نړۍ کې ۱۹۲ محفل روحانی ملي شتون لري. په ټوله نړۍ کې، بهاييان د ۶۰،۰۰۰ څخه زیات د ماشومانو د زده کړې ټولګي او د ځوانانو د پیاوړتیا ګروپونه (۱۲-۱۵ کلنۍ) لري چې د هرچا پکی ګډون کولی شي. د نړۍ بهايانو څه دپاسه اويا زره لنډ مهاله ټولنيزې او اقتصادي پرمختيايي پروژې بشپړې کړي دي او د ۱۵۰۰ اوږد مهاله پرمختيايي پروژې تر کار لاندې دي. دوی د نړۍ په بیلابیلو برخو کې د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ لپاره له ۱۵۰ څخه ډیر سازمانونه هم تاسیس کړي دي.[۷۴][۷۵][۷۶]

بهايي جنتري

بهايي جنتری یو شمسي جنتری ده چې نولس میاشتې لری، او هر میاشت کی نولس ورځې او څلور ورځې (یا په لیپ کلونو کې پنځه ورځې) لري چې د ایام ها په نام یادیږي. د څلور (یا ۵ ورځو) دوره ایام ها د جشن او خوښۍ، خیرات او میلمه پالنې وخت دی او د وروستۍ میاشتې له پیل څخه مخکې چې د روژې میاشت ده واقع کیږی.د بهايي تقویم کې د نوي کال پیل د نوروز او په شمالي نیمه کره کې د ورینل ایکینوکس سره مطابقت لري. په بهايي تقویم کې، هره میاشت یو نوم لري چې د الهي صفتونو څخه اخیستل شوی دی.[۷۷]

د بهای معبدونه

A large temple in the shape of an open lotus flower
د هند مشرق الاذکار

په بهايي آئین کې، د عبادت، کار او خدمت مفکورې د مشرق الاذکار موسسه په بڼه سره یوځای کیږي، او د مشرق الاذکار د عبادت او خدمت اړیکو سمبول ګڼی. مشرق الزکر د لمانځه لپاره مرکزي ساختمان لري او د "معبد" په نوم یادیږی. او د هغې په شاوخوا کې به غیر انتفاعي موسسې ځای پرځای شي چې هدف یې د ټولنې د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ سره سم تعلیمي اسانتیاوې، روغتیا او نور خدمات وړاندې کول دي.[۷۸]

اوس مهال په نړۍ کې اته براعظمي یا سیمه ایز مشرق الذکار شتون لري چې په استرالیا، ساموا، یوګنډا، چیلي، جرمني، هند، پاناما او د امریکا متحده ایالاتو کې موقعیت لري.[۷۸]

د دې معبدونو څخه هر یو خپل جوړښت لري ، کوم چې د ځایی کلتور اغیزې او د هرې سیمې اصلي چاپیریال ، ټولنیز او کلتوري عناصرو سره په مطابقت کې ډیزاین شوی دی. د دې معبدونو په ډیزاین کې یو له عامو ځانګړتیاو څخه دا دی چې دوی ټول ګردي ډیزاین لري، ۹ اړخونه، ۹ د ڼوتلو دروازې او یو گنبد لري او شاوخوا شنه باغونه لري.[۷۹][۸۰]

په بهای معبدونو کې موعظه یا ځانګړي مراسم نه ترسره کیږي. په دې معبدونو کې د دعا په پروګرام کې د بهايي اثارو لوستل او د نورو مذهبونو مذهبي متنونه شامل دي کوم چې په مختلفو ژبو او د ساده لوستلو په بڼه یا د قرائت سره ترسره شي. بهايي معبدونه د هر مذهب، نژاد، ملیت، توکم او جنسیت ټولو ټه خلاص دي. د ۲۰۱۲ په اپریل کې، بیت العدل اعظم د دوو ملي معبدونو د جوړولو پلان تصویب کړ (یو په جمهوری دموکراتیک کنگو او دوهم په پاپوآ گینه نو کې) او پنځه محلي معبدونه (او پنځه محلي معبدونه کائوکا او په وانواتو کې تانا) اعلان کړل. په کمبوډیا کې د بټامبنګ بهايي معبد د ۲۰۱۷ په سپتمبر کې پرانستل شو او په کولمبیا کې د نورټ ډیل کائوکا سیمه ایز بهایی معبد د جولای په ۲۰۱۸ کې پرانستل شو.[۷۸][۸۱]

بهائی آثار

د بهاء الله، عبدالبها او شوقی افندي لخوا ډیری کتابونه او لیکونه لیکل شوي، چې ټول یې د بهايي اثارو په توګه طبقه بندي شوي. په بهايي آئین کې د باب او بهاء الله اثار د وحی یا الهی کلمې په توګه، د عبدالبهاء متنونه او ویناوې او د شوقی افندي اثار د رسمي تفسیر او توضیحاتو په توګه ګڼل کیږي. او د بیت العدل اعظم آثار د رسمي توضیحاتو په توګه ګڼل کیږي.[۸۲]

د بهاء الله په امر، د بهايي اثار په هند کې له ۱۸۸۲ کال راهیسې خپاره شول. د ۱۸۹۲ څخه وروسته، د دې اثارو خپرول مصر ته لیږدول شو. په ایران کې، د ۱۹۵۹ او ۱۹۷۹ کلونو ترمنځ، د بهائی خپرونو کمیټه د بهائی مقدس اثار په اصلي ژبو، فارسي او عربي کې خپاره کړل. د ایران د انقلاب په رارسیدو سره، د دوی خپرونه په هافهیم لانګین جرمني، هند او په امریکا کې ولیمټ ته لیږدول شو. د بهايي اثار په ډېرو ژبو ژباړل شوي دي. د بهاء الله ځینې اثار په ۸۰۲ ژبو ژباړل شوي دي. بهايي ټولنه د بهايي اثارو انګلیسي ژباړې د رسمي متنونو په توګه خپروي نورو ژبو ته ژباړه د انګلیسي ژباړې څخه ترسره کیږي.[۸۲][۸۳][۸۴]

د بهاء الله آثار

بهاء الله مختلف متنونه، په شمول د کتابونه، لیکونه او رسالی پریښی دی چې بهائیان د خدای کلمه ګڼي. د بهاء الله اثار په اصل کې په فارسي او عربي ژبو لیکل شوي وو او ڼ ورځ له اتو سوو څخه زیاتو ژبو ته ژباړل شوي دي. د دغو آثارو ځینې یې دا دي:[۸۵]

  • کتاب اقدس
  • کتاب ایقان
  • کلمات مکنونه فارسی
  • کلمات مکنونه عربی
  • کتاب بدیع
  • اشراقات
  • اقتدارات
  • هفت وادی
  • چهار وادی
  • دریای دانش
  • جواهر الاسرار

د عبدالبهاء آثار

  • رساله مدنیه
  • رساله سیاسیه
  • خطابات (سه جلد)
  • مکاتیب (نه جلد)
  • مفاوضات
  • مقاله شخصی سیاح
  • تذکرة الوفاء
  • مجموعه الواح به افتخار بهائیان پارسی
  • الواح وصایا

د بهائیانو ځورول

په ۱۸۴۴ میلادي کال کې د بابي آئین له پیله او بیا په ۱۸۵۲ میلادي کال کې بهايي آئین له پیل څخه د شیعه دیني عالمانو او د قاجار حکومت له خوا له دغو دوو ادیانو سره مخالفت پیل شو. په ایران کې د قاجار د واکمنۍ پر مهال د بهائیانو په ضد په مختلفو بڼو لیدل کیده. د بابي او بهاييانو پر ضد د مطالب خپرول او د پيروانو جلاوطني، زنداني کول، شکنجه کول او وژل په هغه وخت کې له عامو لارو چارو څخه وو.[۸۶] بهائی ستیزی د پهلوي د واکمنۍ پر مهال د قاجار د دورې په پرتله کمه وه، خو د پخوا په شان دوام درلود. د قاجار په دوره کې تر ډېره د محلی عواملو له خوا ځوریدل او مرکزي حکومت کله کله د واک د لاسه ورکولو له وېرې د دغو نښتو ملاتړ کاوه او کله یې مخالفت کاوه. خو د پهلوي په دوره کې، لکه څنګه چې مرکزي حکومت پیاوړی شو، دا پخپله حکومت و چې ورو ورو د بهائیانو د ځورونې اصلي لامل شو. په پایله کې د قاجار په دوره کې د عامو خلکو له سختو خوځښتونو څخه د ظلم بڼه بدله شوه او اداري بڼه یې خپله کړه، چې اکثره یې د حکومت له فرمانونو او مقړاتو سره مل وو.[۸۶][۸۷]

د اسلامي جمهوریت په دوره کې (د ۱۳۵۷ کال له انقلاب څخه تر اوسه پورې) د بهائیان په ضد مبارزه په دوامداره توګه دوام لري. د ایران له انقلاب او شیعه مسلمانانو تر حکومت په سر کې واک ته د راتګ وروسته، د بهايي عقیدې او د هغه د مومنانو د اصولو په وړاندې د حکومت او د هغې د اړوندو بڼسټونو لخوا ټولنیز تبعیض او منفي تبلیغات په "منظم" ډول رامینځته شوي. د پخوانيو زمانو په خلاف چې بهايي د حکومت د بې ځايه اقداماتو قربانيان وو، له اسلامي انقلاب وروسته د بهايي ټولنې د تباهۍ لپاره يو مشخص او منظم پلان جوړ شو. خمیني مخکې له دې چې واک ته ورسېږي، له بهاييانو سره خپله دښمني اعلان کړه او څرګنده یې کړه چې په ایران کې د ۳۰۰ زره بهايي اقلیت چې د دغه هېواد تر ټولو لوی مذهبي اقلیت دی، له اساسي بشري حقونو به بې برخې وي چې د نورو له خوا ترې برخمن دي.له انقلاب وروسته د هېواد نوي اساسي قانون په قصدي توګه بهاييان په رسمیت نه پېژني او هغوی ته یې کوم حقوق نه دي ورکړي. د ایران د اسلامی جمهوریت محکمې په بدل کښې د قتل او نورو حملو په مقابل کښې د بهائیانو ملاتړ نه کوی او دوی يې د تاوان د حق تابع نه ګڼي، په دې توګه د بهاييانو په وړاندې هر ډول ځورونه او تيري روا ګڼل کيږي او قضايي مصونيت لري.[۸۶]

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون په ایران کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ۲۰۱۶ کال په خپل راپور کې بهايي په ایران کې تر ټولو مظلوم مذهبي اقلیت بللی دی. د ۱۳۵۷ کال له انقلاب وروسته په ایران کې د بهائیانو د جبر او تعذیب د پېښو له جملې څخه په لاندې ډول یادونه کولای شو.[۸۸]

  • د بهايي ټولنې د ټولو بڼسټونو (ټاکنيزو شوراګانو) او فعاليتونو ممنوع دي.
  • په محلی او ملي کچه د بهايي ټاکنیزو شوراګانو د غړو نیول او اعدامول (محفل مقدس ملي او محلي)
  • د بهايي ټولنې د ځایونو او شتمنیو ضبطول
  • د مذهبي تاسیساتو او د بهايي هدیرو ضبط او ویجاړول
  • د بهائیانو بندي کول او شکنجه کول
  • د بهائیانو ایستل / په دولتي دندو کې د کار کولو څخه د دوی مخنیوی
  • د سوداګرۍ په مالکینو د فشار شرایط رامینځته کول ترڅو خپل بهایی کارمندان له دندې ګوښه کړي
  • د تقاعد نه ورکول او د حکم صادرول چې بهاييان باید خپل پخوانۍ ترلاسه شوي معاشونه بیرته ورکړي
  • د بهايي دوکانونو او کاروبارونو بندول
  • په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د زده کړې څخه محروم کول
  • د بهايي ودونو د ثبت مخه نیول
  • د کفن اجازه نه ورکوي
  • د بهائیانو د ملکیتونو، شخصي شتمنیو ضبط کول
  • د کورونو ورانول
  • اختطاف او قتل
  • د بهائیانو د حقوقو څخه د سرغړونکو لپاره قضایی مصونیت
  • د نفرت خپرول او په رسنیو کې د بهایی ضد پروپاګند خپرول او د بهائیانو په وړاندې د خلکو هڅول
  • د بهاييانو سوځول

د فرهنګي انقلاب د عالي شورا پریکړه لیک

د ایران د اسلامي جمهوریت د کلتوري انقلاب د عالي شورا د پریکړه لیک له مخې، بهايي وګړي په دولتي ځایونو کې له دندې د بې برخې کیدو سربیره، د پوهنتون له زده کړو هم بې برخې دي. دا پریکړه لیک د ۱۹۹۱ کال د فبروري ۲۵ صادر شوی او په دریمه فقره کې یې یادونه شوې ده چی په پوهنتونونو کې د بهاييانو د نوم لیکنې څخه مخه نیوی شي او که د یو فرد بهايي هویت د لسم ټولګي د زده کړې پرمهال له زده کړې څخه منع شي. همدارنګه، د ۲۰۰۵ کال د نومبر په ۱۱، د کلتوري انقلاب شورا او د اطلاعاتو وزارت هغه پریکړه تصویب کړه چې بهايي نشي کولی په پوهنتونونو کې شامل شي. او د نوم لیکنې په صورت کې باید له دندو ګوښه شي.[۸۹][۹۰]

د بهائیانو ځورولو پر ضد غبرګون

په ایران کې له اسلامی انقلاب وروسته د بهائیانو د ظلم او ستم څپې د نړیوالې ټولنې پام ځان ته اړولی دی. د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې او د ملګرو ملتونو نورو بڼسټونو، د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو، د مختلفو هیوادونو حکومتونو، پوهنتونونو او ژورنالیستانو، د بشري حقونو مسلمانو فعالانو او د ایراني ټولنې پرمختللو شخصیتونو. د بهائیانو بې ګناهۍ او کړاو درک کړ او د ایران د حکومت لخوا یې د هغوی ظلمونه وغندل او د دې ظلم د پای ته رسیدو غوښتنه یې وکړه[۹۱]

باندنۍ تړنې

بهائی عقیده

سرچينې

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ۱٫۳ ۱٫۴ Todd Lawson (۱۳ ډيسمبر ۲۰۱۲). "Baha'i Religious History". Journal of Religious History (په انګرېزي ژبه): 463. doi:10.1111/J.1467-9809.2012.01224.X.Baha'i Religious History&rft.pages=463&rft.date=2012-12-13&rft_id=info:doi/10.1111/J.1467-9809.2012.01224.X&rft.au=Todd Lawson&rfr_id=info:sid/ps.wikipedia.org:بهايي" class="Z3988">{{cite journal}}: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link)
  2. "Why 'Abrahamic'?". Lubar Institute for Religious Studies at University of Wisconsin - Madison. 2007. Archived from the original on 9 August 2014. نه اخيستل شوی 15 September 2014.
  3. Lawson, Todd (13 December 2012). Cusack, Carole M.; Hartney, Christopher (eds.). "Baha'i (sic) Religious History". Journal of Religious History. 36 (4): 463–470. doi:10.1111/j.1467-9809.2012.01224.x. ISSN 1467-9809. Archived from the original on 27 September 2013. نه اخيستل شوی 5 September 2013 – via Baháʼí Library Online.
  4. Beit-Hallahmi, Benjamin (28 December 1992). Rosen, Roger (ed.). The illustrated encyclopedia of active new religions, sects, and cults (1st ed.). New York: Rosen Pub. Group. ISBN 978-0-8239-1505-7.
  5. Juan Cole (August 2011). "BAHĀʾ-ALLĀH". Encyclopædia Iranica Online. 422-429. Retrieved on 29 October 2020. 
  6. Buck, Christopher (1991). "Bahá'u'lláh as "World Reformer"" (PDF). Baháʼí Studies. Journal of Bahá’í Studies. 3 (4): 104. نه اخيستل شوی 2020-05-01.{{cite journal}}: نگهداری یادکرد:تاریخ و سال (link)
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ ۷٫۲ ۷٫۳ Smith, Peter (2008). An introduction to the Baha'i faith. Cambridge; New York: Cambridge University Press. p. 117. ISBN 9780521862516.
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Smith, Peter (2008). An introduction to the Baha'i faith. Cambridge; New York: Cambridge University Press. p. 108. ISBN 9780521862516.
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Smith, Peter (2008). An introduction to the Baha'i faith. Cambridge; New York: Cambridge University Press. p. 121. ISBN 9780521862516.
  10. ادیب طاهرزاده (۱۹۹۶روح انسانی، دانداس، انتاریو، کانادا، شابک ۱-۸۹۶۱۹۳-۰۳-
  11. Sergeev, Mikhail (2015-09-17). Theory of Religious Cycles: Tradition, Modernity, and the Bahá’í Faith (په انګليسي). Brill. ISBN 978-90-04-30107-8.
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ ۱۲٫۲ Smith, Peter (2008). An introduction to the Baha'i faith. Cambridge; New York: Cambridge University Press. pp. 108–109. ISBN 9780521862516.
  13. Smith, Peter (2008). An introduction to the Baha'i faith. Cambridge; New York: Cambridge University Press. p. 138. ISBN 9780521862516.
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ bloomsbury.com. "The Baha'i Faith: A Guide For The Perplexed". Bloomsbury (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2022-10-26.
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ Smith, Peter (2013-10-01). A Concise Encyclopedia of the Bahá'í Faith (په انګليسي). Oneworld Publications. ISBN 978-1-78074-480-3.
  16. Momen, Wendi; Momen, Moojan (2006). Understanding the Bahaʼı́ Faith (په انګليسي). Dunedin Academic Press. ISBN 978-1-903765-50-0.
  17. Smith, Peter (2008). An introduction to the Baha'i faith. Cambridge; New York: Cambridge University Press. p. 139. ISBN 9780521862516.
  18. Hatcher, W.S.; Martin, J.D. (1998). The Baháʼí Faith: The Emerging Global Religion. San Francisco: Harper & Row. p. 87. ISBN 0-87743-264-3.
  19. J. Cole (August 2011). "BAHAISM i. The Faith". Encyclopædia Iranica Online. 438-446. Retrieved on 29 October 2020. 
  20. ۲۰٫۰ ۲۰٫۱ Smith, Peter (2008). An introduction to the Baha'i faith. Cambridge; New York: Cambridge University Press. p. 143. ISBN 9780521862516.
  21. Smith, Peter (2008). An introduction to the Baha'i faith. Cambridge; New York: Cambridge University Press. p. 144. ISBN 9780521862516.
  22. Smith, Peter (2008). An introduction to the Baha'i faith. Cambridge; New York: Cambridge University Press. p. 145. ISBN 9780521862516.
  23. Danesh, H. B. (2006-03-01). "Towards an integrative theory of peace education". Journal of Peace Education. 3 (1): 55–78. doi:10.1080/17400200500532151. ISSN 1740-0201.
  24. J. Cole (August 2011). "BAHAISM i. The Faith". Encyclopædia Iranica Online. 438-446. Retrieved on 29 October 2020. 
  25. Sergeev, Mikhail (2015-09-17). Theory of Religious Cycles: Tradition, Modernity, and the Bahá’í Faith (په انګليسي). Brill. ISBN 978-90-04-30107-8.
  26. Smith, Peter (2008). An introduction to the Baha'i faith. Cambridge; New York: Cambridge University Press. p. 115. ISBN 9780521862516.
  27. ۲۷٫۰ ۲۷٫۱ Gervais, Marie (2008), Baha’i Faith and Peace Education, Encyclopedia of Peace Education. Columbia University.
  28. Smith, Peter (2008). An introduction to the Baha'i faith. Cambridge; New York: Cambridge University Press. p. 143. ISBN 9780521862516.
  29. Smith, Peter (2008). An introduction to the Baha'i faith. Cambridge; New York: Cambridge University Press. p. 142. ISBN 9780521862516.
  30. "پیام ١ مارس ٢٠١٧". www.payamha-iran.org. نه اخيستل شوی 2022-10-26.
  31. Smith, Peter (2008). An introduction to the Baha'i faith. Cambridge; New York: Cambridge University Press. p. 159. ISBN 9780521862516.
  32. کينډۍ:یادکرد کتاب
  33. Mina Yazdani (2015). "Higher Education under the Islamic Republic: the Case of the Baha'is". Journal of Educational Controversy. 10 (1).
  34. "9781851682096: The Bahai Faith: A Short Introduction - Momen, Moojan: 1851682090 - AbeBooks". www.abebooks.com (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2022-10-26.
  35. Smith, Peter (2008). An introduction to the Baha'i faith. Cambridge; New York: Cambridge University Press. p. 109. ISBN 9780521862516.
  36. ۳۶٫۰ ۳۶٫۱ ۳۶٫۲ Smith, Peter (2008). An introduction to the Baha'i faith. Cambridge; New York: Cambridge University Press. pp. 159–168. ISBN 9780521862516.
  37. Momen, M. (1997). A Short Introduction to the Bahá'í Faith. Oxford, UK: One World Publications. ISBN 1-85168-209-0.
  38. Hatcher, W.S.; Martin, J.D. (1998). The Baháʼí Faith: The Emerging Global Religion. San Francisco: Harper & Row. p. 205. ISBN 0-87743-264-3.
  39. Amanat, Abbas (1989). Resurrection and Renewal: The Making of the Babi Movement in Iran. Ithaca: Cornell University Press. pp. 332–368.
  40. Amanat, Abbas (2017). Iran: A Modern History. Yale University Press. p. 240.
  41. Amanat, Abbas (2017). Iran: A Modern History. Yale University Press. p. 246.
  42. Amanat, Abbas (1989). Resurrection and Renewal: The Making of the Babi Movement in Iran. Ithaca: Cornell University Press. pp. 400–404.
  43. Smith, Peter (2008). An introduction to the Baha'i faith. Cambridge; New York: Cambridge University Press. p. 23.
  44. ۴۴٫۰ ۴۴٫۱ ۴۴٫۲ Smith, Peter (2008). An introduction to the Baha'i faith. Cambridge; New York: Cambridge University Press. p. 17. ISBN 9780521862516.
  45. ۴۵٫۰ ۴۵٫۱ Juan Cole (August 2011). "BAHĀʾ-ALLĀH". Encyclopædia Iranica Online. 422-429. Retrieved on 29 October 2020. 
  46. ۴۶٫۰ ۴۶٫۱ Amanat, Abbas (1989). Resurrection and Renewal: The Making of the Babi Movement in Iran. Ithaca: Cornell University Press. pp. 400–404.
  47. Smith, Peter (2000). Amir Kabir, Mirza Taqi Khan. Oxford: One World Publications. p. 38
  48. Smith, Peter (2008). An introduction to the Baha'i faith. Cambridge; New York: Cambridge University Press. p. 16. ISBN 9780521862516.
  49. Juan Cole (August 2011). "BAHĀʾ-ALLĀH". Encyclopædia Iranica Online. 422-429. Retrieved on 29 October 2020. 
  50. Juan Cole (August 2011). "BAHĀʾ-ALLĀH". Encyclopædia Iranica Online. 422-429. Retrieved on 29 October 2020. 
  51. Cole, Juan R. I. (1998). Modernity and the Millennium: The Genesis of the Baha'i Faith in the Nineteenth Century. Columbia University Press. p. 62. ISBN 978-0-231-11080-8.
  52. Cole, Juan R. I. (1992). "Iranian Millenarianism and Demorcratic Thought in the 19th Century". International Journal of Middle East Studies (په انګليسي). 24 (1): 1–26. doi:10.1017/S0020743800001392. ISSN 1471-6380.
  53. Smith, Peter (1999), A Concise Encyclopedia of the Bahá'í Faith, Oxford, UK: Oneworld Publications
  54. J. Cole (August 2011). "BAHAISM i. The Faith". Encyclopædia Iranica Online. 438-446. Retrieved on 29 October 2020. 
  55. Juan Cole (August 2011). "BAHĀʾ-ALLĀH". Encyclopædia Iranica Online. 422-429. Retrieved on 29 October 2020. 
  56. Juan Cole (August 2011). "BAHĀʾ-ALLĀH". Encyclopædia Iranica Online. 422-429. Retrieved on 29 October 2020. 
  57. A. Bausani, D. MacEoin (۱۹۸۲). "ABD-AL-BAHĀ". Encyclopædia Iranica. Retrieved on ۲۰۱۰-۰۸-۱۰. 
  58. Smith, Peter (2008). An introduction to the Baha'i faith. Cambridge; New York: Cambridge University Press. p. 52. ISBN 9780521862516.
  59. A. Bausani, D. MacEoin (۱۹۸۲). "ABD-AL-BAHĀ". Encyclopædia Iranica. Retrieved on ۲۰۱۰-۰۸-۱۰. 
  60. ۶۰٫۰ ۶۰٫۱ Smith, Peter (2008). An introduction to the Baha'i faith. Cambridge; New York: Cambridge University Press. p. 53. ISBN 9780521862516.
  61. ۶۱٫۰ ۶۱٫۱ Smith, Peter (2008). An introduction to the Baha'i faith. Cambridge; New York: Cambridge University Press. p. 46. ISBN 9780521862516.
  62. A. Bausani, D. MacEoin (۱۹۸۲). "ABD-AL-BAHĀ". Encyclopædia Iranica. Retrieved on ۲۰۱۰-۰۸-۱۰. 
  63. ۶۳٫۰ ۶۳٫۱ Smith, Peter (2008). An introduction to the Baha'i faith. Cambridge; New York: Cambridge University Press. pp. 55–57. ISBN 9780521862516.
  64. ۶۴٫۰ ۶۴٫۱ Moojan Momen (February 2011). "Moojan Momen". Encyclopædia Iranica Online. Retrieved on 29 October 2020. 
  65. ۶۵٫۰ ۶۵٫۱ Moojan Momen (December 15, 1989). "BAYT-AL-ʿADL". Encyclopedia Iranica Online Edition. Retrieved on 1 May 2020. 
  66. Smith, Peter (2008). An introduction to the Baha'i faith. Cambridge; New York: Cambridge University Press. p. 72. ISBN 9780521862516.
  67. ۶۷٫۰ ۶۷٫۱ ۶۷٫۲ Smith, Peter (2008). An introduction to the Baha'i faith. Cambridge; New York: Cambridge University Press. pp. 180–182. ISBN 9780521862516.
  68. Momen, Wendi; Momen, Moojan (2006). Understanding the Bahaʼı́ Faith (په انګليسي). Dunedin Academic Press. ISBN 978-1-903765-50-0.
  69. Smith, Peter (2008). An introduction to the Baha'i faith. Cambridge; New York: Cambridge University Press. pp. 183–185. ISBN 9780521862516.
  70. Momen, Wendi; Momen, Moojan (2006). Understanding the Bahaʼı́ Faith (په انګليسي). Dunedin Academic Press. ISBN 978-1-903765-50-0.
  71. Smith, Peter (2021-11-26), "The History of the BáBí and Bahá'í Faiths", The World of the Bahá'í Faith (په انګليسي) (1 ed.), London: Routledge, pp. 509–510, doi:10.4324/9780429027772-48, ISBN 978-0-429-02777-2, نه اخيستل شوی 2022-07-22
  72. Smith, Peter (2021-11-26), "The History of the BáBí and Bahá'í Faiths", The World of the Bahá'í Faith (په انګليسي) (1 ed.), London: Routledge, pp. 509–510, doi:10.4324/9780429027772-48, ISBN 978-0-429-02777-2, نه اخيستل شوی 2022-07-22
  73. "Religion: Year In Review 2010 - Worldwide Adherents of All Religions | Britannica.com". web.archive.org. 2016-11-20. نه اخيستل شوی 2022-10-26. {{cite web}}: Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)ساتل CS1: url-status (link)
  74. International Federation of Human Rights (August 2003). "Discrimination against religious minorities in Iran" (PDF). Paris: FIDH. Archived (PDF) from the original on 31 October 2006. Retrieved 20 October 2006.
  75. Smith, Peter (2021-11-26), "The History of the BáBí and Bahá'í Faiths", The World of the Bahá'í Faith (په انګليسي) (1 ed.), London: Routledge, pp. 509–510, doi:10.4324/9780429027772-48, ISBN 978-0-429-02777-2, نه اخيستل شوی 2022-07-22
  76. "National Profiles". www.thearda.com. نه اخيستل شوی 2022-10-26.
  77. Smith, Peter (2008). An introduction to the Baha'i faith. Cambridge; New York: Cambridge University Press. pp. 188–189. ISBN 9780521862516.
  78. ۷۸٫۰ ۷۸٫۱ ۷۸٫۲ V. Rafati and F. Sahba (July 2005). "BAHAISM ix. Bahai Temples". Encyclopedia Iranica Online Edition. Retrieved on 1 May 2020. 
  79. J. Walbridge (December 15, 1988). "BAHAISM viii. Bahai Shrines". Encyclopedia Iranica Online Edition. Retrieved on 1 May 2020. 
  80. Smith, Peter (2008). An introduction to the Baha'i faith. Cambridge; New York: Cambridge University Press. p. 194. ISBN 9780521862516.
  81. Vandy Muong. "Baha'i House of Worship emerges in Battambang". www.phnompenhpost.com (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2022-10-26.
  82. ۸۲٫۰ ۸۲٫۱ Smith, Peter (2008). An introduction to the Baha'i faith. Cambridge; New York: Cambridge University Press. p. 99. ISBN 9780521862516.
  83. V. Rafati (July 2005). "BAHAISM v. The Bahai Community in Iran". Encyclopedia Iranica Online Edition. Retrieved on 1 May 2020. 
  84. Hartz, Paula (2009). World Religions: Baha'i Faith (3rd ed.). New York, NY: Chelsea House Publishers. p. 56. ISBN 978-1-60413-104-8.
  85. Hartz, Paula (2009). World Religions: Baha'i Faith (3rd ed.). New York, NY: Chelsea House Publishers. p. 56. ISBN 978-1-60413-104-8.
  86. ۸۶٫۰ ۸۶٫۱ ۸۶٫۲ Momen, Moojan (2005-06-01). "The Babi and Baha'i community of Iran: A case of "suspended genocide"?". Journal of Genocide Research. 7 (2): 221–241. doi:10.1080/14623520500127431. ISSN 1462-3528.
  87. Karlberg, Michael (2010). "Constructive Resilience: The Bahá'í Response to Oppression". Peace & Change (په انګليسي). 35 (2): 222–257. doi:10.1111/j.1468-0130.2009.00627.x.
  88. Affolter, Friedrich W. «Resisting Educational Exclusion: The Baha'i Institute of Higher Education in Iran». Diaspora, Indigenous, and Minority Education, v1 n1.
  89. "BBCPersian.com". www.bbc.com. نه اخيستل شوی 2022-10-26.
  90. "Iranian Baha'is face continuing discrimination in higher education | BWNS". Bahá’í World News Service (په انګليسي). 2007-02-28. نه اخيستل شوی 2022-10-26.
  91. Karlberg, Michael (2010). "Constructive Resilience: The Bahá'í Response to Oppression". Peace & Change (په انګليسي). 35 (2): 222–257. doi:10.1111/j.1468-0130.2009.00627.x.
  1. بهاييت: گروهې، تاريخ او فعاليتونه يې (ترجمان القرآن مياشتېنۍ، ۲۰۰۶، اگست)
  2. www.wikipedia.org
  3. سلسله مراتب مذهبی در بهائیت.



اديان او گروهې
اسلام | عيسويت | بوديزم | بهايي | تائو مت | جاينيزم | زردشتي | شنټويزم | سکهيزم | کنفیوشيزم| هندويزم | يهوديت | قاديانيت | تشيع