بند پښه لرونکې ژوې
بند پښه لرونکی ژوي | ||||||
---|---|---|---|---|---|---|
ساينسي ډلبندۍ | ||||||
| ||||||
|
بند پښه لرونکي ژوي (په لاتين: Arthropoda) د بې شمزیه ژويو څخه تر ټولو گڼ شمېر لرونکې ډله (څانگه) ده چې د نړۍ په بېلا بېلو سیمو کې ژوند کوي او په طبیعت او اقتصاد کې هم مهم رول لوبوي. ددې ډول تر اوسه پورې ۱ میلیونه ډوله ژوې پېژندل شوي دي. د هغو ژويو بدن د کوچنیو برخو څخه جوړ شوی دی، پښې یې د بندونو په مرسته تړل شوي دي او پوستکی یې د کلک پوښ (چې باندینی اسکلټ ورته وایي) لخوا پوښ شوی دی چې د عضوي او معدني توکو څخه جوړ شوی دی. عضلې يې د داخلي او بانديني اسکلټ سره تړل شوي دي. د رگو سیسټم یې پرانیستل شوی دی او د ملا په برخه کې وجود لري. نوموړي ژوي په دوو جنسو (نارينه او ښځينه) تقسیمېږي.
د بند پښه لرونکو ژويو تقسیم
[سمول]بند پښه لرونکي ژوي په څلورو مهمو ډلو تقسیمېږي:
- نوسی لرونکې ژوې (Chelicerata)
- سرسوبلې ( Myriapoda)
- كلک څرمنې ژوې (Crustacea)
- شپږ پښې لرونکي ژوي (Hexapoda)
- ټریلوبیټونه
د بدن جوړښت
[سمول]بند پښه لرونکي ژوي باندینی اسکلټ لري چې د کلکې کیټیني (Chitin)پوښ څخه جوړ شوی دی.او ځينې ژوي (لکه كلک څرمنې ژوې) باید څو ځله خپل اسکلت د خپل ژوند په ترڅ کې واچوي. بدني برخې د نری پوستي پردې په مرسته تړل شوي دي. بدن یې د دوو یا درېوو مهمو برخو څخه جوړېدلای شي.
- ۱. سر (cephalon) ټټر (thorax) نس (abdomen)
- ۲. cephalothorax نس (abdomen)
- ۳. سر (cephalon) ټټر (thorax)