Jump to content

بشار اسد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

بشار اسد (په عربي: بشار الأسد) د ۲۰۰۰ د جون له ۱۷مې څخه تر ۲۰۲۴ د ډيسمبر ۸مې پورې د سوريې هېواد د نولسم ولسمشر په توګه دنده پر غاړه درلوده، هغه همداراز د بعث ګوند مشر هم وو. پلار يې حافظ اسد چې د ۱۹۷۱ څخه تر ۲۰۰۰ کال پورې د سوريې ولسمشر وو، له مړينې وروسته يې بشار د ولسمشرۍ پر څوکۍ کېناست. پلار او زوی يې سوريه د يوه سیکولر جمهوري نظام څخه په يوه ديکتاتور نظام بدله کړې وه.

بشار اسد
بشار اسد
بشار اسد

د شخص مالومات
پيدايښت ۱۱ سپټمبر ۱۹۶۵[۱][۲][۳][۴]
د مشق [۵]  ويکيډاټا کې (P19) ځانګړنې بدلې کړئ
استوګنځی مسکو (۸ ډيسمبر ۲۰۲۴–)[۶]  ويکيډاټا کې (P551) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت سوريه [۷]  ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
ګوند دسوریې اړوند دعرب سوسیالیست بعث ګوند   ويکيډاټا کې (P102) ځانګړنې بدلې کړئ
طبی کیفیت
پلار حافظ الاسد   ويکيډاټا کې (P22) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
مورنۍ ژبه عربي ژبه   ويکيډاټا کې (P103) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکې ژبه
پوځي خدمت
وفاداري سوريه   ويکيډاټا کې (P945) ځانګړنې بدلې کړئ
مقام مارشال   ويکيډاټا کې (P410) ځانګړنې بدلې کړئ
جګړه/جګړې د سوریې کورنۍ جګړه   ويکيډاټا کې (P607) ځانګړنې بدلې کړئ
لاسليک
بشار اسد
بشار اسد

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ

بشار الاسد ته د ولسمشرۍ دنده نه وه پلان شوې چې د خپل پلار ځای ناستی شي، خو دا هر څه هغه وخت بدل شول کله چې د ۱۹۹۴ کال په پیل کې دمشق ته نژدې د موټر په یوه پېښه کې د هغه مشر ورور باسل ومړ. له دې پېښې وروسته د لندن په یوه پوهنتون کې د سترګو د ډاکترۍ زدکوونکي بشار الاسد ته د واک د وارث په توګه د تیاري ورکولو پروسه پیل شوه.[۸]

هغه بیا وروسته د سوریې مشري وکړه، چې په پایله کې یې هېواد د یوې خونړۍ جګړې په ډګر بدل شو، چې په کې په زرګونو سوریایان ووژل شول. خو بالاخره د ۲۰۲۴ کال د دسمبر په ۸مه د اپوزیسیون ځواکونه پلازمېنې دمشق ته ننوتل.

ژوندليک

[سمول]

بشار الاسد په ۱۹۶۵ کال د حافظ الاسد او انیسه مخلوف په کورنۍ کې نړۍ ته راغی. د بشار د زوکړې دوره له هغه وخت سره تړاو لري چې د هغه کورنۍ، سوریه او ان د منځني ختیځ ټوله سیمه د ډراماتیکو بدلونونو شاهدان وو.

په هغه دوره کې، قومي عربي نظریات د منځني ختیځ د ډېرو هېوادونو په حکومتونو کې واکمن وو، په ځانګړې توګه په مصر کې چې ولسمشر جمال عبدالناصر پرې مشري کوله.

دمشق هم د عربي قومپالنې پلوی و، په ځانګړې توګه د "بعث" ګوند د واکمنۍ پر مهال- هغه ګوند چې د مصر او سوریې ترمنځ د ۱۹۵۸ او ۱۹۶۱ کلونو ترمنځ د یووالي له ناکامېدا لږ وروسته واک ته ورسېد.

د مصر او د ډېرو نورو عربي هېوادونو په څېر، سوریه هم په هغه پړاو کې دیموکراتیک نظام نه درلود او څو ګوندي ټاکنې نه وې پېژندل شوې. خو د اقتصادي او سیاسي پالیسیو تطبیق د ټولنې پر غریبو او بې‌برخې قشرونو مثبت اغېز وکړ.

د الاسد کورنۍ پورې تړلې علوي فرقه د سوریې په دغو بې‌برخې قشرونو کې شامله وه او ځینې داسې ګڼي چې دا ډله د ټولنې تر ټولو ډېره بې‌برخې او څنګ ته شوې وه.

د علویانو سخت اقتصادي وضعیت، چې اوس د ټول نفوس شاوخوا ۱۲ سلنه جوړوي، دې ته زمینه برابره کړه چې د شلمې پېړۍ له نیمايي وروسته د سوریې په پوځ کې په پراخه کچه ګډون وکړي.

طب او لندن

[سمول]

بشار الاسد د ۱۹۸۰مو کلونو په وروستیو کې د دمشق له پوهنتون فارغ شو او د طب زد‌کړې د دوام لپاره بریتانیا ته لاړ. هلته یې د لندن د "ویسټرن روغتون د سترګو ناروغیو" څانګې کې ځان د سترګو په ډګر کې متخصص کړ.

د بي‌بي‌سي د ۲۰۱۸ کال مستند فلم "خطرناکه کورنۍ... د اسد کورنۍ" له مخې، بشار الاسد د لندن ژوند خوښاوه او د هغه ځای له فرهنګي اړخونو سره علاقه‌مند و. د بېلګې په توګه، هغه د انګلیسي سندرغاړي فیل کولینز مینه‌وال و.

په لندن کې، بشار له خپلې راتلونکې مېرمنې اسما الاخرس سره وپېژندل چې د هغې کورنۍ اصلا د حمص ښار وه. اسما د کینګز کالج په پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس زدکړه کوله او وروسته یې د امریکا په هارورډ پوهنتون کې د سوداګرۍ د مدیریت د ماسټرۍ لپاره داخله ترلاسه کړه. خو د هغې د ژوند تګلوری بلې خوا ته واوښت.

په داسې حال کې چې د بشار او اسما ژوند ظاهراً یو آرام او عادي مسیر ته روان و، تقدیر یوه بله لار غوره کړه.

د پلار میراث

[سمول]

د الاسد پلار، حافظ الاسد د هغو پوځي افسرانو له ډلې و چې د بعث ګوند ملاتړ یې وکړ او په دې توګه یې په ۱۹۶۶ کال کې د دفاع وزارت مقام ترلاسه کړ.

په ۱۹۷۰ کال کې حافظ الاسد یوازې واک ته ورسېد او په راتلونکي کال کې د ولسمشر په توګه وټاکل شو، دغه مقام یې تر ۲۰۰۰ کاله- د خپلې مړینې تر وخته- وساته. دا حالت د سوریې په شلمه پېړۍ کې بې‌ساری و، ځکه چې د دې هېواد له نیمایي پېړۍ ډېر وخت له پوځي کودتاوو ډک و، له هغه وخت راهیسې چې سوریې له فرانسې خپلواکي ترلاسه کړې وه.

په دې موده کې، سوری د ډېرو مهمو پېښو شاهده وه، لکه د ۱۹۷۳ کال د اکتوبر جګړه، په لبنان کې کورنۍ جګړه، د حکومت او اخوان المسلمین ترمنځ شخړې، په ځانګړې توګه د ۱۹۸۲ کال د حما پېښه، او د ایران او د حافظ الاسد او صدام حسین ترمنځ د دوښمنۍ په ترڅ کې د عراق جګړه چې په ترڅ کې یې دمشق د ایران ملاتړ وکړ.

حافظ الاسد د خپلې واکمنۍ پر مهال مخالفین وځپل او هېڅکله دیموکراتیکې ټاکنې ترسره نه شوې. سربېره پر دې، هغه په نړیوالو او سیمه‌ییزو سیاسي ډګرونو کې داسې پراګماتیکې معاملې وکړې چې د ډېرو ننګونو او بدلونونو پر وړاندې یې بریالی کړ. د بېلګې په توګه، سره له دې چې سوریه په منځني ختیځ کې د شوروي اتحاد له مهمو متحدینو وه، خو په ۱۹۹۱ کال کې د خلیج دویمې جګړې پر مهال د عراق پر وړاندې د متحده ایالاتو د ټلوالې برخه شوه.

د حافظ الاسد په زامنو بشار الاسد دویم او له مشر زوی باسل وروسته پیدا شوی و، باسل الاسد ته - چې د حافظ مشر زوی و، د پلار د ځایناستي په سترګه کتل کېدل.

باسل الاسد د انجینرۍ زدکړې کړې وې او د اس سپرلۍ او ځغلونې په ورزش کې یې ځانګړې علاقه لرله. هغه په دې ډګر کې ګڼ شمېر ملي لقبونه ګټلي وو. خو د ۱۹۹۴ کال د جنورۍ په میاشت کې، د یوې ترافیکي پېښې له امله باسل الاسد خپل ژوند له لاسه ورکړ، چې د بشار الاسد په ژوند کې یې لوی بدلون راوست.

بشار سملاسي له بریتانیا راوغوښتل شو او وروسته د هغه د راتلونکې ولسمشرۍ لپاره د چمتووالي بهیر پیل شو. دا بهیر له پوځ سره د هغه له یوځای کېدو پیل شو او وروسته د هغه د رسنیزې څېرې جوړولو پورې وغځېد، چې د هغه لپاره د ولسمشرۍ مقام ته لار هواره شي.

ولسمشري

[سمول]

د ۲۰۰۰ کال د جون په میاشت کې د حافظ الاسد تر مړینې وروسته، د هغه ۳۴ کلن زوی بشار الاسد د سوریې ولسمشر شو. د دې لپاره چې هغه د ولسمشرۍ لپاره وړ وګرځي، د اساسي قانون هغه ماده بدله شوه چې د ولسمشر عمر باید لږ تر لږه ۴۰ کاله وي.

بشار الاسد په ۲۰۰۰ کال د دوبي په موسم کې په پارلمان کې د ولسمشرۍ سوګند وکړ. هغه په خپلو خبرو کې د "شفافیت، دیموکراسۍ، پرمختګ او نوښت، ځواب ویلو او بنسټیز فکر" په څېر نوي اصطلاحات وکارول. څو میاشتې وروسته، بشار الاسد له اسما الاخرس سره واده وکړ او له درې ماشومان، حافظ، زین او کریم یې وزېږول.

ځوان ولسمشر د سیاسي اصلاحاتو او د رسنیو پر وړاندې د بندیزونو لرې کولو هوډ څرګند کړ. دې ژمنې د ډېرو سوریایانو په زړونو کې د خوشبینۍ هیلې پیدا کړې، ځکه چې هغوی بشار الاسد د یوه پرمختللي فکر لرونکي ډاکټر او د هغه لوېدیځ فکر لرونکې مېرمن د راتلونکي مثبت بدلون سمبول ګڼله.

په سوریه کې په حقیقت کې د بحثونو او د بیان د ازادۍ یوه محدوده فضا رامنځته شوه، چې مخکې نه وه تجربه شوې. دې حالت د "دمشق پسرلی" په نوم یو مدني حرکت وزیږاوه. خو دا ازادۍ ډېر دوام ونه کړ؛ ځکه چې په ۲۰۰۱ کال کې امنیتي ځواکونو د هغو مخالفینو نیول بیا پیل کړل چې خپلې نظریې یې په ښکاره ډول بیانولې.

سره له دې چې بشار الاسد ځینې داسې اقتصادي اصلاحات راوستل چې خصوصي سکتور ته یې د پراخې ونډې اجازه ورکړه، د هغه د واک لومړنۍ کلونه د هغه د ماما زوی، رامي مخلوف د اقتصادي امپراتورۍ د ظهور شاهد و. دې وضعیت د پیسو او واک د ګډولو یوه بېلګه ګڼل کېده، چې د ډېرو مخالفینو نیوکې یې له ځانه سره درلودې.

د "دمشق پسرلي" پای د یو نوي نړیوال پړاو له پیل سره هممهاله شو، چې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱ بریدونو او له هغې وروسته په افغانستان او عراق کې د امریکایي جګړو په پایله کې رامنځته شوه.

ځينې پېښې

[سمول]

د عراق جګړه

[سمول]

د ۲۰۰۳ کال د عراق جګړې د بشار الاسد او لوېدیځو حکومتونو ترمنځ اړیکې په پراخه کچه خرابې کړې. د سوریې ولسمشر د امریکا په مشرۍ د عراق د یرغل کلک مخالف و، چې ځینې یې د دې وېرې پایله ګڼي چې ګوندې سوریه به د یرغل راتلونکې هدف وي او د صدام حسین په څېر به ورته برخلیک سره مخ شي.

واشنګټن پر دمشق تور ولګاوه چې د هغو وسلو د قاچاق په اړه یې سترګې پټې کړې وې، چې د عراق د امریکایي اشغال پر وړاندې د وسله والو مخالفینو لاسونو ته رسېدې. همداراز، دمشق تورن شو چې د دواړو هېوادونو د اوږدې پولې له لارې یې افراطي کسانو ته د عراق خاورې ته د ننوتلو اجازه ورکړې.

د ۲۰۰۳ کال په پای کې، کانګرېس د "سوریې محاسبه کولو" قانون تصویب کړ، چې د دمشق پر وړاندې د بندیزونو د لګولو اجازه یې ورکړه. دا بندیزونه د یو شمېر دلایلو له مخې توجیه کېدل، چې په کې "د ترهګرۍ ملاتړ" هم شامل و. د "سوریې محاسبې" قانون یوازې عراق کې د بشار الاسد د حکومت رول پورې محدود نه و. دا د لبنان په چارو کې د سوریې د حضور له امله هم و، هغه هېواد چې بیا وروسته د سوریې لپاره د نړیوالو فشارونو لوی لامل وګرځېد.

د حريري وژنه

[سمول]

د ۲۰۰۵ کال په فبرورۍ میاشت کې د لبنان پخوانی صدر اعظم رفیق الحریري، چې د سوریې د نفوذ یو سرسخت مخالف و، د بیروت په منځ کې په یوه لویه چاودنه کې ووژل شو. له دې پېښې وروسته، د سوریې او د هغې د متحدینو پر وړاندې تورونه ولګول شول. په لبنان کې پراخې مظاهرې او نړیوال فشارونه د دې لامل شول چې له شاوخوا ۳۰ کلونو وروسته سوریه خپل پوځونه له لبنانه وباسي.

سره له دې، بشار الاسد او په لبنان کې د هغه ستر متحد حزب‌الله تل دا تورونه رد کړي. ان د ۲۰۲۰ کال په ځانګړې نړیواله محکمې کې - چې د حریري د وژنې لپاره جوړه شوې وه، د حزب‌الله یو غړی په دې جرم محکوم شو، خو د سوریې پر وړاندې تورونه ثابت نه شول.

په سیمه‌ییزه کچه، د بشار الاسد د واکمنۍ لومړنی لسیزه له ایران سره د اړیکو د پیاوړتیا شاهده وه. همدارنګه له قطر او ترکیې سره هم د سوریې اړیکې نژدې شوې، که څه هم وروسته دا وضعیت بدل شو. په ورته وخت کې له سعودي عربستان سره اړیکې د پورته او ښکته پړاوونو شاهده وې، سره له دې چې ریاض د بشار الاسد د واکمنۍ په پیل کې د هغه ملاتړ کړی و.

په ټوله کې، بشار الاسد د احتیاطي کړنو پر مخ بېولو کې د خپل پلار په لاره لاړ، خو پرته له دې چې سوریه په مستقیمو پوځي شخړو کې ښکېله کړي. له واکمنۍ لس کاله وروسته، بشار الاسد په "استبدادي" حکومتولۍ تورن شو. هغه د زړو چارواکو پر ځای خپل پلویان په مهمو پوستونو کې وټاکل. د سیاسي مخالفینو ځپنې دوام درلود او په هېواد کې هېڅ سیاسي ازادي یا د ګوندونو تعددیت موجود نه و.

د بوعزيزي ځان سوځول

[سمول]

د ۲۰۱۰ کال په ډسمبر میاشت کې اسما الاسد له "ووګ" مجلې سره مرکه وکړه او وویل چې د دوی کور "په دیموکراتیکه توګه اداره کېږي". په همدې ورځ، تونسي د سبزیو پلورونکي محمد بوعزیزي د یوې پولیسې له لاسه د سپکاوي په وړاندې ځان ته اور واچاوه، چې په تونس کې د خلکو د پاڅون لامل شو او د ولسمشر زین العابدین بن علي واکمني یې نسکوره کړه.

د تونس پاڅون په ناڅاپي ډول د عربي نړۍ ډېرو هېوادونو ته د انقلابونو روحیه ورسوله، لکه مصر، لیبیا، یمن، بحرین او په پای کې سوریې ته. د ۲۰۱۱ کال د مارچ په میاشت کې، "ووګ" مجلې د اسما الاسد د مرکې مقاله خپره کړه، چې پکې سوریه "له چاودنو، کړکېچ او تښتونو خلاص هېواد" بلل شوی و. خو یوازې څو میاشتې وروسته، سوریه له یو لوی بدلون سره مخ شوه.

د مارچ په نیمایي کې، د دمشق له الحمیدیه بازار سره نژدې فعالانو مظاهره وکړه. څو ورځې وروسته، د درعا په ښار کې د ماشومانو د نیول کېدو له امله، چې د اسد پر ضد شعارونه یې پر دېوالونو لیکلي وو، پراخې مظاهرې پیل شوې. دغو مظاهرو د دیموکراسۍ غوښتنه کوله او دوام یې وموند.

د سوریې په درعا ښار کې د مظاهرو له پیل دوه اونۍ وروسته بشار الاسد د سوریې خلکو ته په پارلمان کې خپله وینا وکړه. هغه د مظاهرو د "دسیسې" په توګه یادونه وکړه، چې ګوندې د سوریې د کمزوري کولو لپاره طرحه شوې ده، سره له دې چې اعتراف یې وکړ د خلکو ډېرې اړتیاوې نه دي پوره شوې.

د درعا په مظاهره‌چیانو د امنیتي ځواکونو ډزو د مظاهرو اور ته لمن ووهله، چې دا احتجاجونه نورو ښارونو ته خپاره شول. دغو مظاهرو د بشار الاسد د ګوښه کېدو غوښتنه کوله، خو حکومت یې د زور له لارې ځپلو ته مخه کړه او مظاهره‌چیان یې "ویرانګر" او "د بهرنیو اړخونو لاسپوڅي" وبلل. یوازې څو میاشتې وروسته، د مظاهرو دې لړۍ د وسله‌والو شخړو بڼه غوره کړه. د حکومتي ځواکونو او وسله‌والو مخالفینو ترمنځ جګړې د هېواد په ډېرو برخو کې پیل شوې.

نړيواله لاسوهنه

[سمول]

د شخړې په اوږدو کې، د جګړې قربانیان په چټکۍ سره زیات شول. د ملګرو ملتونو اټکلونه د لسګونو زرو کسانو له وژل کېدو څخه تر سلګونو زرو ته لوړ شول، ځکه چې سیمه‌ییز او نړیوال ځواکونه په دې شخړه کې ښکېل شول. روسیې، ایران، او د ایران ملاتړو وسله‌والو ډلو د اسد د حکومت په ملاتړ جګړه وکړه، په داسې حال کې چې ترکیې او خلیجي هېوادونو د وسله‌والو مخالفینو ملاتړ وکړ.

که څه هم د اسد پر ضد مظاهرو د دیموکراسۍ او ازادۍ شعارونه ورکول او هڅه یې کوله چې ټول مذهبي توپیرونه له منځه یوسي، خو مذهبي کړکېچ په تدریجي ډول د شخړې یوه مهمه برخه شوه. د حکومت مخالفانو پر اسد تور ولګاوه چې د علوي لږکي ملاتړ کوي، په داسې حال کې چې حکومت خپل مخالفان د "ترهګرو" په نوم یادول.

سیمه‌ییزې مداخلې- په ځانګړې توګه د ایران او حزب‌الله له خوا، مذهبي کړکېچ ته لا ډېره لمن ووهله. د سني مخالفینو ځینو ډلو مذهبي او علوي ضد دریځونه خپل کړل، په داسې حال کې چې ایران‌پلوه شیعه وسله‌وال، په ځانګړي ډول د لبنان حزب‌الله، د اسد ملاتړ لپاره سوریې ته ولاړل.

په همدې وخت کې، په ګاونډي عراق کې، د "اسلامي دولت" (داعش) په نوم یوه توندلاره ډله را څرګنده شوه، چې د اسلامي شریعت یو سخت تفسیر یې خپل کړ. دې ډلې په عراق کې د پراخو سیمو کنټرول ترلاسه کړ او د سوریې د جګړې له وضعیت څخه په ګټه اخیستنې سره یې د سوریې پر ځینو ښارونو ولکه ټینګه کړه. داعش د سوریې الرقه ښار د خپلې "پلازمېنې" په توګه اعلان کړ.

جنګي جنايتونه

[سمول]

د ۲۰۱۳ کال اګست میاشت کې، د دمشق د شاوخوا په ختیځه غوطه سیمه کې- چې د مخالفینو تر کنټرول لاندې وه، کیمیاوي برید وشو چې په کې سلګونه کسان ووژل شول.

غربي ځواکونه او د سوریې د مخالفو ډلو استازو تور ولګاوه چې دا برید د بشار الاسد د ځواکونو له خوا شوی. خو د سوریې حکومت دغه تورونه رد کړل. خو د نړیوالو فشارونو او د لوېدیځ د پوځي ګواښونو په ترڅ کې، سوریې ومنله چې خپلې کیمیاوي وسلې له منځه یوسي.

سره له دې چې د کیمیاوي وسلو د له منځه وړلو لپاره ژمنه شوې وه، د سوریې جګړې په راتلونکو کلونو کې نور هم د ظلمونو او کیمیاوي بریدونو شاهد وه. د بېلابېلو نړیوالو کمیسیونونو د جګړې دواړه خواوې- د حکومتي ځواکونو او مخالفینو ډلې، په بشري جنایتونو تورنې کړې. دې تورونو کې د وژنې، شکنجې، جنسي تېري او نورو ناروا عملونو ذکر شامل و.

د پاڅون له پیلېدو څو کاله وروسته داسې ښکاره کېده چې د اسد حکومت به د سقوط په درشل کې وي، ځکه هغه د سوریې پر ډېرو سیمو خپل کنټرول له لاسه ورکړی و. خو د روسیې مستقیم نظامي مداخلې د جګړې انډول په بشپړه توګه بدل کړ. د روسیې هوایي ځواکونه او د هغې ملاتړ د اسد ځواکونو ته دا زمینه برابره کړه هغه سیمې بېرته ونیسي چې مخکې یې مخالفینو ته بایللې وې.

د غزې جګړه

[سمول]

په ۲۰۱۸ او ۲۰۲۰ کلونو کې د سیمه‌يیزو او نړیوالو ځواکونو په ملاتړ هوکړې وشوې، چې د سوریې حکومتي ځواکونو ته یې د سوریې د زیاتې برخې کنټرول ورکړ، په داسې حال کې چې اسلامي وسله والې مخالفې ډلې او کردي وسله والو ډلو د هېواد په شمال او شمال ختیځ کې پراخه سیمې خپلو کې سره وویشلې.

د دې توافقونو له امله بشار اسد ته زیات باور ورکړل شو؛ هغه سړی چې د پاڅون له پیل راهیسې د هغه بهرني اړیکې ډېر زیانمنې شوې وې، اوس ورو ورو عربي ډګر ته راستون شو. دا پرمختګ په ۲۰۲۳ کال کې د عربي ټولنه کې د سوریې له غړیتوب بېرته ترلاسه کولو سره لا څرګند شو – داسې غړیتوب چې څو کاله ځنډول شوی و.

همداراز، هغه په هغو عربي پلازمېنو کې هرکلی ورته وویل شو چې له هغه سره یې د ډیپلوماټیکو اړیکو پرې کولو وروسته اړیکې بیا پیل کړې. په ورته وخت کې د دمشق په ښار کې څو عربي سفارتونه بیا پرانستل شول.

سره له دې چې د اسد حکومت په درېیمه لسیزه کې له اقتصادي ستونزو سره مخ و، خو داسې ښکاري چې سوریه له خپل تر ټولو ستر ګواښ له بریالۍ تېرېدو وروسته یو نسبي سوله‌ییز حالت ته روانه شوه. د منځني ختیځ سیمه په هغه وخت کې له ځینو داخلي جګړو وروسته د ارامۍ یوه پړاو ته روانه وه.

خو په ۲۰۲۳ کال کې، د حماس ډلې په اسرائیلو یو ناڅاپی برید وکړ، چې د غزې په سیمه کې جګړه پیل شوه. دا جګړه ډېر ژر لبنان ته وغځېده او پر حزب‌الله ډلې، چې د بشار اسد متحد دی هم اغېزه وکړه.

له اسرائیلو سره په مخامخ جګړه کې حزب‌الله ته- چې د ایران ملاتړ ورسره دی، لوی زیان ورسېده او د دې جګړې په پایله کې یې خپل زیاتره مشران ووژل شول، په دې کې د حزب‌الله عمومي منشي حسن نصر الله هم شامل و. وروسته له دې چې حزب‌الله له اوربند سره موافقه وکړه، د نړۍ پام په دراماتیک ډول سوریې ته واوښت.

داسې چې د لبنان کې د اوربند د پلي کولو په ورته ورځ، د سوریې مخالفو ډلو چې د "هیئة تحریر الشام" لخوا رهبري کېدلې، په حلب ښار ناڅاپي برید وکړ. هغوی په ډېر کم وخت کې پر دې ښار واکمن شول او په چټکۍ یې خپل پرمختګ ته ادامه ورکړه، مخکې له دې چې دمشق هم ونیسي او د اسد حکومت سقوط کړ، حماه ښار یې هم ونیو.

په دې توګه، بشار چې ځواکونو یې ۱۳ کاله جګړه کوله، په څو ورځو کې ماته وخوړه، چې د آل اسد ۵۴ کلنه واکمني یې پای ته ورسوله.

تېښته

[سمول]

د ۲۰۲۴ کال د ډيسمبر پر ۸مه کله چې تحرير شام ډله بريالۍ شوه، بشار الاسد د خپلې کورنۍ سره مسکو ته لاړ او هلته استوګن شو، د روسيې يوې رسنۍ اعلان وکړ چې د بشري خواخوږۍ له امله نوموړي ته د روسيې حکومت پناه ورکړل. د بشار اسد له تېښتې وروسته د نوموړي د حکومت لومړی وزير محمد غازي الجلالي لاهم په خپل واک کې پاتې شو او د تحرير شام ډلې ته يې وويل چې واک به ورته وسپاري او خپلې تجربې ورسره شريکې کړي ترڅو نوی حکومت رامېنځته شي.

اړونده ليکنې

[سمول]

سرچينې

[سمول]
  1. انټرنېټ موويز ډېټابېس آئ ډي: https://www.imdb.com/name/nm1519747/ — د نشر نېټه: ۱۲ اگسټ ۲۰۱۵
  2. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/assad-baschar-al- — subject named as: Baschar al- Assad — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=bachar;n=el assad — subject named as: Bachar el-Assad
  4. Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000023364 — subject named as: Baschar al- Assad — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. https://eur-lex.europa.eu/LexUriServ/LexUriServ.do?uri=OJ:L:2011:136:0045:0047:EN:PDF — د نشر نېټه: ۸ ډيسمبر ۲۰۲۴ — پاڼه: 2 — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  6. https://www.in.gr/2024/12/08/world/syria-o-asant-vrisketai-sti-rosia-kai-tou-exei-xorigithei-asylo-lene-piges-tou-kremlinou/
  7. Libris-URI: https://libris.kb.se/katalogisering/gdsw3k50509sv86 — د نشر نېټه: ۲۴ اگسټ ۲۰۱۸ — خپرونکی: National Library of Sweden — د خپرولو نیټه: ۱۹ سپټمبر ۲۰۱۳
  8. لندن کې د سترګو له جراحۍ د سوریې تر جګړې پورې؛ بشار اسد څوک دی؟ BBC-پښتو