Jump to content

اډولف تیرس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
اډولف تیرس
اډولف تیرس
اډولف تیرس

د شخص معلومات
زیږون نوم
پيدايښت
مړینه
تابعیت فرانسه   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رکن د امریکا د هنرونو او پوهنې اکاډمي   د (P463) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
د فرانسې ولسمشر   د (P39) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د واکمنۍ دوران
۳۱ اگسټ ۱۸۷۱  – ۲۴ مې ۱۸۷۳ 
دریم ناپلیون  
پاتریس دو مک ماهون  
عملي ژوند
کار/مسلک
مورنۍ ژبه فرانسوي ژبه   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي)
لاسليک
اډولف تیرس
اډولف تیرس

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ماري ژوزف لوئی اډولف تیرس (۱۵ اپرېل ۱۷۹۷ – ۳ سپټمبر ۱۸۷۷ زکال) فرانسوي چارواکی او تاریخ لیکونکی و. نوموړی د فرانسې دویم منتخب ولسمشر او د فرانسې د درېیم جمهوریت لومړنی ولسمشر و.

تیر د ۱۸۳۰ زکال د جولای د انقلاب، چې پاچا لسم چارلز یې د آزادي غوښتونکي پاچا لوئي فیلیپ په ګټه راوپرځاوه او همدارنګه د ۱۸۴۸ زکال د فرانسې د انقلاب یو له کلیدي شخصیتونو څخه و چې د اورلئان لړۍ سلطنت ته یې پای ټکی کېښود او د فرانسې دویم جمهوریت یې تاسیس کړ. نوموړي له ۱۸۳۶ زکال څخه تر ۱۸۴۰ زکال پورې د لومړي وزیر په توګه خدمت وکړ؛ هغه د بریا څلی جوړ کړ او لار یې برابره کړه څو د ناپلیون پاتې شوني له سنت هلنا څخه فرانسې ته راوګرځي. هغه په پیل کې د لوئي ناپلیون بوناپارټ (له ۱۸۴۸ زکال څخه یې تر ۱۸۵۲ زکال پورې د دویم جمهوریت د ولسمشر او له ۱۸۵۲ زکال وروسته تر ۱۸۷۱ کال پورې یې د سترواک دریم ناپلیون په توګه واک وچلاوه) ملاتړی او وروسته یې کلک مخالف شو. هغه مهال چې دریم ناپلیون واک ته ورسېد؛ تیر ونیول شو او د لنډ مهال لپاره له فرانسې تبعید شو. هغه بېرته فرانسې ته راوګرځېد او د دولت مخالف شو.

د فرانسې او پروس په جګړه کې د فرانسې له ماتې وروسته؛ تیر چې له دغې جګړې سره مخالف و د فرانسې د نوي دولت د اجرایوي مشر په توګه وټاکل شو او د جګړې د پای اړوند د مذاکرې میز ته کښېناست. هغه مهال چې د پاریس کمون د ۱۸۷۱ زکال په مارچ میاشت کې واک ته ورسېد، تیر پوځ ته امر ورکړ هغوی وځپي. نوموړی د ۱۸۷۱ زکال په اګست میاشت کې د ۷۴ کلونو په عمر د فرانسې د ملي شورا له خوا د فرانسې د ولسمشر په توګه اعلان شو. د ولسمشر په توګه د هغه اصلي لاسته راوړنه دا وه چې جرمني ځواکونو د فرانسې اشغالي سیمې د وتو له ټاکل شوې نیټې دوه کاله وړاندې خوشې کړې. د فرانسې په ملي شورا کې د سلطنت غوښتونکو او د کیڼ اړخو جمهوري غوښتونکو د مخالفت له امله نوموړي د ۱۸۷۳ زکال د مۍ په ۲۴ مه استعفا ورکړه او پاتریس دو مک ماهون د هغه ځای ناستی شو. هغه مهال چې نوموړی په ۱۸۷۷ زکال کې ومړ، د جنازې مراسم یې په مهمه سیاسي پېښه واوښتل؛ د جنازې له مراسمو څخه یې ویکتور هوګو او لئون ګامبتا چې وړاندې د سلطنت غوښتونکو محافظه کارانو پر ضد د هغه ملاتړي او همدارنګه د جمهوري غوښتونکي خوځښت مشران و لاریون پیل کړ.

نوموړی همدارنګه یو مشهور تاریخ لیکونکی و. هغه د فرانسې د لومړي انقلاب اړوند په لویه کچه تاریخ په ۱۰ ټوکه کې ولیکه چې د ۱۸۲۳ – ۱۸۲۷ زکال پر مهال خپور شو. تاریخ لیکونکی رابرټ تومبز څرګندوي چې دا «د بوربن د بیارغونې پر مهال زړور سیاسي ګام ... او همدارنګه د الترا سلطنت پالو د انقلاب ضد ګامونو پر وړاندې د آزادي غوښتونکو د فکري ودې لامل» و. هغه همدارنګه د ناپلیون بوناپارټ د کنسولي حکومت او سترواکۍ په اړه شل ټوکیز تاریخ ولیکه (Histoire du Consulat et de l'Empire) او په ۱۸۳۴ زکال کې یې د فرانسې د علومو اکاډمي غړیتوب ترلاسه کړ. [۳]

ژوند لیک

[سمول]

لومړی ژوند

[سمول]

اډولف تیر د ۱۷۹۷ زکال د اپرېل په ۱۵ مه د ډایرکټورا حکومت پر مهال په یوه یوناني کورنۍ کې وزېږېد. د هغه نیکه لوئي شارل تیر په ایکس – ان ایالت کې څارنوال و چې بیا مارسیل ته کډه شو ځکه هغه د ښار د آرشیف امانتدار او همدارنګه د ښاري ادارې عمومي منشي وټاکل شو، خو هغه د فرانسې د انقلاب پر مهال دغه ځایګی له لاسه ورکړ. د هغه پلار چې تل له قوانینو سره په ستونزه کې وه د ناپلیون د واکمنۍ پر مهال سوداګر و او ځینې مهال به یې دولتي دنده هم مخته وړله. پلار یې د اډولف له زیږون لږ وروسته د هغه مور خوشې کړه. [۴]

مور یې د بوک – بل – ایر اوسېدونکې وه او بډایه نه وه؛ تیر د خپلې خاله او یوې مادر خوانده په مالي مرسته وکولای شول ښې زده کړې وکړي. هغه د رقابتي سیالۍ له لارې د مارسیل لیسې ته لار ومونده او وروسته یې د خپلو خپلوانو په مرسته وکولای شول د ۱۸۱۵ زکال په نومبر میاشت کې د ایکس – آن ایالت د حقوقو پوهنځي ته ولاړ شي. د حقوقو په پوهنځي کې د زده کړو پر مهال هغه له فرانسوا میګنیټ سره تل پاتې انډیوالي پیل کړه. دواړو په ۱۸۱۸ زکال کې د وکیلانو ډلې ته لار ومونده. تیر د دریو کلونو لپاره د یو وکیل په توګه ډاډمن ژوند نه درلود. تیر چې له ادبیاتو سره یې ځانګړې مینه څرګنده وه د مارکي دو ووونارګ په اړه یې د مقالې لیکلو له امله پنځه سوه فرانکي علمي جایزه ترلاسه کړه. له دې سره هغه په ایکس آن کې له ژوند ناخوښه و. هغه خپل ملګري تولون ته ولیکل: «زه له کومې شتمنۍ، ځایګي او هیلې پرته دلته ژوند کوم». هغه هوډ وکړ پاریس ته کډه وکړي او د یو لیکوال په توګه خپل ژوند ته دوام ورکړي. [۵]

خبریالي

[سمول]

په ۱۸۲۱ زکال کې ۲۴ کلن تیر په خپل جیب کې یوازې د ۱۰۰ فرانکو په لرلو پاریس ته کډه وکړه. د توصیه لیکونو په مرسته هغه وکولای شول د مخکښ بشرپالونکي او ټولنیز اصلاح غوښتونکي فرانسو الکساندر فریدریک چې د لاروشفوکالت – لیانکور دوک و؛ د منشي په توګه دنده ترلاسه کړي. هغه یوازې درې میاشتې له دوک سره پاتې شو، ځکه د هغه سیاسي لیدلوری له ده ډېر محافظه کاره و او ده د هغه په خوا کې د ځان چټک پرمختګ نه لید. وروسته په پاریس کې د Le Constitutionnel په نامه د هغه مهال د تر ټولو اغېزمن سیاسي او ادبي ژورنال مسئول مدیر شارلز ګولیام آتین ته ور وپېژندل شو. دغه ژورنال د سلطنتي دولت د اپوزیسیون تر ټول مخکښ اخبار و چې ۴۴۰۰۰ ګډونوال یې لرل په داسې حال کې چې سلطنتي مطبوعاتو یوازې ۱۲۸۰۰ ګډونوال لرل. هغه آتین ته د سیاسي مخکښ فرانسوا ګیزو په اړه (وروسته د ده سیال شو) داسې مقاله وړاندې کړه چې کره، جنجالي او برید کوونکې وه او لامل وګرځېده د پاریس په سیاسي او ادبي غونډو کې غوغا رامنځته کړي؛ خو اتین تیزر د یو عادي ګډونوال په توګه وګاڼه. د تیر د لیکنو سره هم مهاله په حقوقو پوهنځي کې د هغه ملګري میګنیټ هم د کوریر فرانسیس په نوم د اپوزیسیون په بل مخکښ ژورنال کې په کار پیل وکړ او وروسته یې د پاریس د کتابونو په لوی خپرندویه ټولنه کې په کار پیل وکړ. پاریس ته د هغه له رسېدو څخه څلور میاشتې وروسته تیر د ښار په مشهور اخبار لیکونکي واوښت چې مقالو یې له نورو ډېر لوستونکي لرل. [۶]

هغه د سیاست، هنر، ادبیاتو او تاریخ په برخو کې لیکنې وکړې. د هغه ادبي شهرت لامل وګرځېد د پاریس اغېزمنو ادبي او سیاسي سالونونو ته لار ومومي. هغه له ستنډال، د پروس له جغرافیه دان الکساندر فون هومبولټ، مشهور بانکوال ژاک لافیت، لیکوال او تاریخ لیکونکي پروسپر مریمه او نقاش فرانسوا ژرارډ سره بلد شو؛ هغه لومړنی خبریال و چې د ځوان نوي نقاش اوژن دلاکروا لپاره یې ځلیدونکی نقد ولیکه. هغه مهال چې په ۱۸۲۲ زکال کې په هسپانیا کې انقلاب وشو، هغه تر پیرنه غرونو پورې سفر وکړ څو د هغو اړوند لیکنه وکړي. هغه ډېر ژر د خپلو مقالاتو ټولګې خپرې کړې لومړۍ ټولګه یې په ۱۸۲۲ زکال کې د پاریس د سالون او دویمه یې بیا پیرنه د سفر اړوند وه. هغه ته یوهان فریدریش کوتا د کانسټیټیوشنل د شریک په توګه ښه معاش وټاکه. د هغه د مسلک په راتلونکې کې ټر ټولو مهه دا وه چې هغه له مخکښ دیپلمات تالیراند سره ولیدل چې بیا د ده سیاسي لارښود او مربي شو. د تالیران تر مشرۍ لاندې تیر د بوربون د رژیم د مخالفینو د حلقې فعاله غړی شو چې په کې شتمن خزانه دار لافایت او مارکیز دولافایت هم شامل و.  [۶][۷]

سرچينې

[سمول]
  1. پیوستون : 118801937  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. http://www.senat.fr/senateur-3eme-republique/thiers_adolphe1814r3.html
  3. Robert Tombs, "Making the Revolution History: Adolphe Thiers, 1823–73," in Historicizing the French Revolution (2008): 79–95 at p. 80.
  4. Martinengo-Cesaresco, Evelyn Countess (2020). Essays in the Study of Folk-Songs (په انګليسي). p. 105. ISBN 978-3-7524-1526-1. Even with her own citizens Marseilles is stern; only after protest does she grant a monument to Adolphe Thiers—himself just a Greek Massaliote thrown into the French political arena.
  5. René De la Croix de Castries, Monsieur Thiers (1983) p. 27.
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Castries 1983، مم. 36–37.
  7. Saintsbury 1911، م. 848.