Jump to content

آنتونیو د الیویرا سالازار

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
آنتونیو د الیویرا سالازار
آنتونیو د الیویرا سالازار

د شخص مالومات
پيدايښت
مړینه
د مړینې لامل د سږو امبولي   ويکيډاټا کې (P509) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت پرتګال   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه پرتګالي ژبه   ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
لاسليک
آنتونیو د الیویرا سالازار

وېبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ

آنتونیو د الیویرا سالازار (۲۸ اپرېل ۱۸۸۹ – ۲۷ جولای ۱۹۷۰ ز کال( پرتګالي دیکتاتور و چې له ۱۹۳۲ زکال څخه یې تر ۱۹۶۸ زکال پورې د دغه هېواد د وزیرانو شورا مشري وکړه. نوموړی وروسته له هغه چې په ملي دیکتاتوري حکومت (Ditadura Nacional) کې واک ته ورسېد، د نوي دولت (Estado Novo) په نامه یې مشارکتي دیکتاتوري رامنځته کړه چې له ۱۹۳۳ زکال څخه یې تر ۱۹۷۴ زکال پورې په پرتګال واک وچلاوه. سالازار په کویمبرا پوهنتون کې د سیاسي اقتصاد ښوونکی و.

سالازار د ۱۹۲۶ زکال د مۍ د ۲۸ مې نېټې له کودتاه وروسته د ولسمشر اوسکار کارمونا په ملاتړ د مالیې د وزیر په توګه عامه ژوند ته لار ومونده. د ۱۹۲۶ زکال پوځ له لومړي جمهوريت وروسته د محسوسې ماتې او رامنځته شوې بې ثباتۍ په برخه کې ځان د ملت ساتونکی باله، خو هېڅ داسې سرچینه یې نه لرله چې څه ډول د هماغه مهال ستونزو ته حل لار ومومي. سالازار د ځانګړو قدرتونو لرلو له امله په یو کال کې وکولای شول، بودیجه بېلانس کړي او د پرتګال پولي واحد باثباته کړي. سالازار د لومړي ځل لپاره په بودیجه کې زیاتوالی تولید کړ. نوموړي هغه مهال چې د هېواد سیاست په مخ پر زیاتېدوني ډول پوځي کېدو خوا ته روان و، په خپل سري رژیم کې یې غیرنظامي مدیریت دود کړ. د سالازار موخه د وګړو د  یو موټي کولو پر ځای د ټولنې بې سیاسته کول و. په داسې حال کې چې پرتګال تر ډېره بریده بې پرمختګه پاتې شو، وګړي یې له نورې اروپا سره په پرتله بې وزله او د ټیټې کچې زده کړو لرونکي پاتې شول.

مخالفت

[سمول]

د سالازار حکومت، له انټرنېشنلېزم، کمونېزم، فاشېزم، سوسیالېزم او سندیکالېزم په مخالفت کپېټلېسټي، محافظه کار او ملت پال طبیعت درلود. سالازار له فاشېزم او نازیزم څخه واټن ونیو او هغه یې «بت پرسته سزارېزم» وباله چې نه قانوني، نه مذهبي او نه هم اخلاقي حدود په رسمیت پېژني. سالازار د خپل ژوند په اوږدو کې له پوپولیستي ویناوو ډډه وکړه. سالازار هغه مهال چې په ۱۹۳۰ زکال کې یې ملي اتحادیه رامنځته کړه، په بشپړه توګه یې د سیاسي ګوندونو له مفهوم سره خپل مخالفت څرګند کړ. سالازار دغه اتحادیه «نا ګوندي» توصیف او ترویج کړه، اعلان یې وکړ چې ملي اتحادیه به د سیاسي ګوندونو مقابل لوری وي. هغه کاتولېزم ته وده ورکړه، خو استدلال یې وکړ چې د کلیسا رول به ټولنیز وي نه سیاسي. په ۱۹۴۰ زکال نوموړي د کانکوردات هوکړې لپاره مذاکره وکړه چې کلیساګانې یې یو موټی ساتلې. د سالازار د رژیم یو له شعارونو څخه خدای، وطن، کورنۍ (Deus, Pátria e Família) وه، په داسې حال کې چې هغه هېڅکله پرتګال په یوه مذهبي دولت بدل نه کړ. [۲][۳]

په داسې حال کې چې نوي دولت (Estado Novo) سالازارته پراخ سیاسي واکونه ورکړي و، هغه د خپلو مخالفینو د ځپلو په موخه له سانسور او PIDE  مخفي پولیسو کار اخیست. د هغه پر وړاندې د اپوزیسیون مشر هامبرتو دلګادو چې په ښکاره توګه یې د ۱۹۵۸ زکال په ولسمشریزو ټاکنو کې هغه له ګواښونو سره مخامخ کړ، لومړی یې تبعید کړ او بیا وروسته د سالازار د مخفي پولیسو له خوا ووژل شو. سالازار د هسپانیا په کورنۍ جګړه کې له فرانسیسکو فرانکو ملاتړ وکړاو د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال یې د پرتګال او هسپانیا په بې پلویتوب کې مهم رول درلود او هم  یې له متفقینو سره مرسته کوله.[۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

د سالازار له مړینې څلور کاله وروسته، نوی دولت (Estado Novo) د ۱۹۷۴ زکال د میخک انقلاب (Carnation Revolution) په پایله کې را وپرځول شو. د هغه د رژیم ارزونې یو له بله توپیر لري، ملاتړي یې د هغه د دولت د پایلو ستاینه کوي او منتقدین یې بیا په پایلو او لارو چارو نیوکې کوي، خو له دې سره دغه یوه عمومي اجماع شتون لري چې سالازار د پرتګال د تاریخ یو له تر ټولو اغېزمنو څېرو څخه دی. په وروستیو لسیزو کې «پرتګالي تاریخ لیکونکو د ۴۸ کلنې دیکتاتورۍ د درک په موخه هڅه کړې له نوو منابعو او لاروچارو کار واخلي».[۱۲]

مخینه

[سمول]

سالازار د ۱۸۸۹ زکال د اپرېل ۲۸ مه Santa Comba Dão (Viseu District) ته څېرمه د Vimieiro سیمې په یوه منځنۍ عاید لرونکې کورنۍ کې وزېږېد، د هغه پلار، چې د ډېرو لږو ځمکو خاوند و، د کرنیزو چارو د کارګر په توګه یې کار پیل کړ او د Perestrelos په نامه په سانتا کوموبا دائو سیمه کې د بډایه ځمکې لرونکو کورنیو د ټولنې مدیر شو چې دغو کورنیو په Viseu او Coimbra سیمو کې پراخې ځمکې لرلې. هغه د آنتونو د اولیویرا (۱۸۳۹-۱۹۳۲ زکال) او د هغه د مېرمنې ماریا دو رسګیت سالازار (۱۸۴۵- ۱۹۲۶ زکال) له پنځو ماشومانو یوازنی نارینه بچی و. د پرتګالیانو د نوم اېښودو د رسومو له مخې، چې د مور کورنی نوم لومړی په نوم کې راولي، د سالازار نوم «انتونیو سالازار د اولیویرا» شو – هغه نمونه چې د څلورو نورو خویندو په نومونو کې یې هم ترې ګټنه وشو، خو د نامعلومو د لایلو له امله چې تر اوسه نه دي معلوم، د هغه د نوم ترتیب سرچپه شو او هغه په «آنتونیو د اولیویرا سالازار» واوښت. د هغه څلور مشرانې خویندې ماریا دورسګیت سالازار د اولیویرا د ابتدایه ښوونځي ښوونکې، الیسا سالازار د اولیویرا، ماریا لئوپولدینا سالازار د اولیویرا او لورا سالازار د اولیویرا وې. لورا په ۱۸۸۷ زکال کې له آبل پایس دسوزا سره چې د سالازار د مالیې د وزیر ماریو پایس دسوزار ورور و، واده وکړ.[۱۳][۱۴][۱۵]

زده کړې

[سمول]

سالازار د خپل کلي په کوچني ښوونځي کې لومړنۍ زده کړې وکړې او بیا په ویزو کې بل ابتدایي ښوونځي ته لاړ. په ۱۱ کلنۍ کې نوموړي د ویزیو په علمیه (مذهبي) حوزه کې یو وړیا ځای ترلاسه کړ، چې له ۱۹۰۰زکال څخه یې تر ۱۹۰۸ زکال پورې هلته زده کړې وکړې. سالازار د کشیش کېدو په چرت کې و، خو د ډېرو هغو کسانو په څېر چې په ماشومتوب کې یې مذهبي زده کړو ته مخه کړې وه، پرېکړه یې وکړه چې د سپېڅلو لارښوونو له ترلاسه کولو وروسته د کشیش توب لوري ته لاړ نه شي. هغه په ۱۹۱۰ زکال کې د پرتګال د لومړي جمهوریت په لومړیو کلونو کې د کویمبرا په پوهنتون کې د حقوقو په برخه کې د زده کړو په موخه کویمبرا ته لاړ. په کویمبرا کې د زده کړو پر مهال هغه له مالي چارو سره ځانګړې علاقه پیدا کړه، په عالي درجه له حقوقو پوهنځي فارغ شو او بیا یې په مالي او سیاسي اقتصاد څانګه کې تخصص واخیست. هغه په ۱۹۱۴ زکال کې له ۲۰ امتیازونو څخه د ۱۹ په ترلاسه کولو فارغ شو، په ورته مهال هغه د حقوقو په پوهنځي کې د اقتصادي پالیسۍ په برخه کې همکار ښوونکی وټاکل شو. په ۱۹۱۷ زکال کې هغه په ملي اسمبلۍ کې د جوزه البرتو دوس رئیس په ټاکل کېدو سره د پوهنتون د اقتصادي پالیسۍ او مالي څانګې چوکۍ خپله کړه. په راتلونکو کلونو کې سالازار خپله دوکتورا هم ترلاسه کړه.[۱۶][۱۷][۱۸]

سرچينې

[سمول]
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/118750860 — د نشر نېټه: ۱۳ اگسټ ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. Mattoso, José; Rosas, Fernando (1994). História de Portugal: o Estado Novo (په پرتګالي ). Vol. VII. Lisbon: Estampa. p. 251. ISBN 978-9723310863.
  3. Wiarda 1977، م. 94.
  4. Kay 1970، م. 123.
  5. Rendel 1957، م. 37.
  6. Meneses 2009، مم. 608–609.
  7. Gallagher 1983، م. 60.
  8. Gallagher 2020، م. 64.
  9. Gallagher 2020، م. 43.
  10. Kay 1970، م. 68.
  11. Gallagher 2020، م. 68.
  12. Meneses 2002، م. 153.
  13. Meneses 2009، م. 4.
  14. Meneses 2009، م. 12.
  15. Kay 1970، مم. 10–11.
  16. Kay 1970، م. 24.
  17. Kay 1970، م. 11.
  18. Kay 1970، م. 12.